افغانستان

کابل: د شاه شهید خونړۍ چاودنې خلکو ته میلیونونه افغانۍ زیان اړولی

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۱۶مه ۱۳۹۴ل): د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند په شاه شهید سیمه کې بېګانۍ خونړۍ موټر بم چاودنې ولسي وګړو ته میلیونونه افغانۍ زیان اړولی دی.

د چاودنې انځورونه دلته کتلای شئ.

دغه موټربم چاودنه بېګا د شپې پر یوې بجې د ملي دفاع وزارت د کشف ریاست ته څېرمه سیمه کې وشوه.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې د دغې خونړۍ چاودنې له کبله ۸ کسان وژل شوي او شاوخوا ۴۰۰ کسان نور ټپیان شوي دي.

د یادې موټر بم چاودنې غږ په نېږدې ټول کابل کې اوریدل شوی او د دوه کیلومتره نېږدې ودانیو دروازې او شیشې یې ماتې کړي دي.

د چاودنې له کبله سلګونه دکانونو او کورنو ته زیان رسېدلی دی، سیمې ته نېږدې یو درې منزله ودانۍ او څلور کورونه بشپړ ویجاړ شوي دي.

دکانداران وايي چې میلیونونه افغانۍ زیان ور اوښتی او د ډیرو کسانو دکانونه له یوې مخې له منځه تللي دي.

د نجیب الله په نوم یو تن چې د چاودنې ځای ته نېږدې یې د موټر د پرزو دکان و، پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د یو نیم میلیون افغانیو په ارزښت سامان یې له منځه تللی دی.

د کامران په نوم مارکیت هم چاودنې ویجاړ کړی دی. په دغه مارکیټ کې سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان رسېدلی دی.

پر دې سربېره د پېښې ځای ته نېږدې کورونه هم ویجاړ شوي دي. د چاودنې ځای سره په دوه سوه مترۍ کې یو کور له منځه تللی، دروازې، کړکۍ او حتی ټول دیوالونه یې ویجاړ شوي دي.

په ډیری کورونو کې ماشومان، ښځې او نارینه ټول ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې د پېښې په ځای کې ۱۲ موټر په بشپړه توګه ویجاړ شوي او لسګونه د موټرو د پرزو او ودانیو د سامانونو دکانونه له منځه تللي دي.

ددغو پېښو مسوولیت تر دې دمه چا په غاړه نه دی اخېستی.

د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني چې بېګا له المانه راستون شو، دغه پېښه غندلې ده.

شننونکو په باور ډيری دغسې چاودنې د امنیت د خرابولي او پر ځينو کړیو د فشار اچولو لپاره د څارګرو ادارو لخوا ترسره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x