افغانستان

کابل: د پولیسو اکادمۍ دننه سرتیري برید ۲۶ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۱۶مه ۱۳۹۴ل): د کابل ښار په پنځمه حوزه کې د پولیسو په یوې اکادمۍ سرتیري برید کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي  او ۳۰ زیات ټپیان شوي دي.

دغه چاودنه نن/جمعه، زمري ۱۶مه/ ماښام مهال رامنځته شوه.

د کابل امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي د پېښې پخلي سربېره ویلي چې چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې پولیس اکادمۍ ته ننوتل.

رحیمي له قوله بریدګر د پولیسو یونیفارم په تن کړی و او د دوی په لمنځ کې يې ځانته چاودنه ورکړه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ددغه برید مسوولیت پر غاړه اخېستی او ویلي یې دي چې په برید  تر پنځوسو پورې پولیس وژل شوي او ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړې چې د فراه ولایت یو سرتیری بریدګر د خاص تکتیک پر مټ د پولیسو اکادمۍ انګړ دننه ځان رسولی وو او هلته یې ځانته چاودنه ورکړې وه.

د دغې چاودنې خبر په داسې حال کې ورکول کیږي چې بېګا شپه په شاه شهید سیمه کې یوې درنې چاودنې ۸ کسان ووژل او سلګونه نور يې ټپيان کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x