ټولنیزه برخه

سیند په کوزه کې؛ کیسه ګۍ (۱۹ برخه)

حامد افغان

اخلاص

حمزه الزیات رحمه الله تعالي (مړ156 هـ) مشهور قاري تېر شوی دی، ده د قرانکریم خورازیات شاګردان لرل، ویل کیږي دی به چې کله تږی شو له چا به يې اوبه نه غوښتلې پخپله به یې را اخیستلې، چاورته وویل: ته ولي له چا اوبه نه غواړې او پخپله یې دراخلې؟ ده ورته وویل: ما ډېرو خلکو ته قرانکریم ورښوولی ده، که زه له چا اوبه وغواړم کیدی شي زما کوم شاګرد به وخیږې! ( المدخل لابن الحاج) .

استغنا

یو مزدور سړی په یوه عالم باندي ورغی هغه د یوه امیر د دروازې مخته ولاړ و، نو د یوې مسئلې پوښتنه یې ورته وکړه، عالم په غوسه ورته وویل: ایا دا د مسئلې پوښتلو ځای دی؟! مزدور ورته وویل: ایا دا نو د عالم د دریدلو ځای دی؟!. «محاضرات الأدباء»
الله او خلکو ته نږدېکیدل

یوه شاګرد له خپل استاد نه پوښتنه وکړه: څنګه کولی شم الله او خلکو ته ځان نږدې کړم؟ هغه ورته وویل: الله ته که ځان نږدې کول غواړې سوال او زارۍ ډېري ورته کوه، او که خلکو ته ځان نږدې کول غواړې سوال مه ورته کوه. «صفة الصفوة»

د مومن لید

عثمان بن عفان رضي الله عنه ته یو کس ورغی، هغه کس لاره کې نامحرمي ښځي ته کتلي و، نو عثمان وویل: تاسو ما ته په داسي حالت کې راننوځئ چې سترګو کې مو د زنا اثر ښکاري!، هغه سړي ورته وویل: ایا له رسول الله وروسته وحي نازله شوه؟! ده وویل: نه، بلکي دا رښتيني فراست او د مومن ځيرکتیا ده. الریاض النضرة للمحب الطبري ومدارج السالکین لابن القیم.

دعا

علي بن ابي طالب رضي الله عنه په روژه کې په جوماتونو تیریدی په هغو کې لوی څراغونه لګیدلي وو، نو ویې ویل: الله دي د عمر بن الخطاب قبر داسي ورته رڼا کړي لکه موږ ته یې چې زموږ جوماتونه رڼا کړي دي. تاریخ الخلفاء السيوطي
مفسد او دیکتاتور

د مصر پخواني ديکتاتور حسني مبارک د المان په یوه روغتون کې علاج کاوه، د خوني څنګ ته یې د یوه الماني خونه وه، هغه چې د مبارک له پاره د امنیت پولیس او نور فوق العاده حالت ولید پوښتنه یې وکړه چې دا ناروغ څوک دی؟ چا ورته وویل دا د مصر واکمن دی، الماني ناروغ پوښتنه وکړه چې د واک یې څو کاله کیږي؟ ول 25کاله. په دې سره الماني ناروغ وویل: دا نو بې له شکه مفسد او ديکتاتور دی، چا ورته وویل: ولې؟ هغه وویل: مفسد لا څنګه وي؟ په خپل هیواد پنځه ويشت کاله واکمني کې یې دومره روغتون نه دی جوړ کړی چې خپل علاج په کې وکړي؟!، او ديکتاتور ځکه دی چې دخپل هیواد له ډاکټرانو ويریږي.

تاریخي وینا

موږک د صفایي او نظافت په باره کې وینا کوله

ول: ټولو ګندګيو او پلیتیو ته به سزا ورکوم

شاوخوا مچانو لاسونه ورته پړقول! .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x