نظــر

ملا صاحب استاذ کل او لوی عالم و!

لیکوال: مولوي محمد نعیم

الله جل جلاله فرمايي: (  …إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ غَفُورٌ (28)

امام ابن کثیر رحمه الله ددې آیت په تفسیر کې وايي: ( وعن ابن مسعود، رضي الله عنه، أنه قال: ليس العلم عن كثرة الحديث، ولكن العلم عن  كثرة الخشية )
ژباړه: له ابن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی، چې ده ویل: علم په ډېرو خبرو او احادیثو نه دی. بلکې علم له الله جل جلاله څخه په ډېره ویره دی.

عن الإمام مالك رحمه الله يقول: ( ليس العلم بكثرة الرواية، إنما العلم نور يضعه الله في القلوب )

ژباړه: له امام مالک رحمه الله څخه روایت دی، وایي: علم په ډېرو روایتونو نه دی، بلکې علم یو نور دی، چې الله جل جلاله یې په زړونو کې اچوي.  ورته روايت له امام ذهبي رحمه الله څخه هم شوی.

احمد بن صالح المصري وايي: معنی یې دا ده چې له الله جل جلاله نه ویره په ډېرو روایاتو نه تر لاسه کېږي.

ابن حبان رحمه الله په روضة العقلاء کې روایت کړی چې: قَالَ ابْنُ مَسْعُودٍ : ” لَيْسَ الْعِلْمُ بِكَثْرَةِ الرَّوِايَةِ ، إِنَّمَا الْعِلْمُ الْخَشْيَةُ “ .ابن مسعود رضی الله عنه فرمایلي: علم په ډېرو روایاتو نه دی، بلکې علم یوازې له الله جل جلاله څخه ډار دی.

امام ابو محمد علي بن خلف البربهاري الحنبلي رحمه الله وايي: ( واعلم رحمك الله, أن العلم ليس بكثرة الرواية والكتب, و إنما العالم من ابتع العلم والسنن, و إن  كان قليل العلم و الكتب, ومن خالف الكتاب والسنة فهو صاحب بدعة و إن كان كثير العلم والكتب )  

ژباړه: په دې پوه شه! الله دې درباندې ورحمېږي، چې علم په ډېرو روایتونو او کتابونو نه دی، بلکې عالم هغه څوک دی چې د علم او سنتو پیروي وکړي، که څه هم چې پوهه او کتابونه یې لږ وي، او چا چې د کتاب او سنت مخالفت وکړ، هغه بدعتي دی، که څه هم چې ډېر علم او کتابونه ولري.

امام ابن رجب الحنبلي رحمه الله تعالی وايي: ( فليس العلم بكثرة الرواية ولا بكثرة المقال, ولكنه نور يقذف في القلب, يفهم به العبد الحق, ويميز به بينه وبين الباطل, ويعبر عن ذلك بعبارات وجيزة محصلة للمقاصد, وقد كان النبي صلى الله عليه وسلم أوتي جوامع الكلم… )

ژباړه: نو علم په ډېرو روایاتو او ډېرو خبرو نه دی، بلکې یو نور دی چې په زړه کې اچول کېږي، او بنده په هغه سره حق پيژني، په هغه سره د حق او باطل تر منځ توپیر کوي، او په لنډو او مطلوبو عباراتو له هغه څخه تعبیر کوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته جوامع الکلم ور کړل شوي وو.

امام الوسي رحمه الله په روح المعاني کې ددې آیت شریف په تفسیر کې داسې وايي: (  والمراد بالعلماء العالمون بالله عز وجل وبما يليق به من صفاته الجليلة وأفعاله الحميدة وسائر شؤونه الجميلة لا العارفون بالنحو والصرف مثلاً فمدار الخشية ذلك العلم لا هذه المعرفة فكل من كان أعلم به تعالى كان أخشى  )

ژباړه: له علماوو نه مراد، هغه څوک دي چې الله جل جلاله وپېژني، مناسب او وړ لوړ صفتونه، ستایل شوي کارونه او نور ټول ښایسته چارې یې وپيژني، نه هغه څوک چې نحو او صرف پيژني. له الله څخه د ویرې معیار هغه علم دی، نه دغه معلومات، نو هر څوک چې الله جل جلاله ښه پيژني هغه ډېر ترې یرېږي.

امام شوکاني په خپل تفسیر ( فتح القدیر ) کې د ځینو تابعینو اقوال را نقل کړي: ( قال مجاهد : إنما العالم من خشي الله عزّ وجلّ. . قال الربيع بن أنس : من لم يخش الله ، فليس بعالم .)  

ژباړه: امام مجاهد او امام شعبي وايي: پرته له شکه عالم هغه دی چې له الله جل جلاله څخه ووېرېږي. امام الربیع بن انس وايي: څوک چې له الله جل جلاله څخه ونه یرېږي هغه هېڅکله عالم نه دی.

امام بقاعي په خپل تفسیر نظم الدرر کې د آیت کریمه ددې برخې په اړه وايي: (فينتفي العلم عمن لا يخشى الله)   ژباړه: نو له هغه چا څخه علم منتفي کېږي چې له الله جل جلاله څخه نه یرېږي.

پورتنیو او نورو ورته معلوماتو ته په کتو سره په ډاګه کېږي چې د علمیت او عالمیت لپاره معیار ظاهري معلومات نه، بلکې قلبي معرفت دی، کېدای شي یو څوک ډېر معلومات ونه لري، ډېر کتابونه یې نه وي لوستي، خو زړه یې د الله جل جلاله په معرفت او وحدانیت ژوندی وي، زړه یې د الله جل جلاله له وېرې ډک وي.

همدا لامل دی چې هر وخت ځینې ځینې په اصطلاح لوی لوی عالمان په باطل صف کې ولاړ وي، داسې کارونه کوي چې له یو عادي انسان سره نه ښايي، د هغوی مغزونه له معلوماتو ډک وي، خو زړونه یې له حقیقت نه خالي وي. ډېر ځله یو عادي سړی ګناه ته له ور لنډېدو یرېږي، خو یو بل چې ډېر معلومات به لري، ډېر کتابونه به یې لوستي وي، نېغ او سرې سترګې پرې ور روان وي.

ملا صاحب مرحوم ته که د لومړي معیار ( ظاهري معلومات ) له مخې وګورو، په رښتیا هم چې ډېر کتابونه یې نه وو لوستي، ډېر معلومات یې نه درلودل، خو که حقیقي معیار ( قلبي معرفت ) ته وکتل شي، ټول به په یوه خوله شو چې ملا صاحب ډېر لوی عالم و، لکه څنګه چې مشر ملا صاحب ورته ویل کېدل دغسې په معنی او مفهوم کې مشر هم و.

ملا صاحب هېڅکله ددنیا ساټ او باټ ته سر ټیټ نه کړ! د نفسي خواهشاتو پر سر یې داسې پښه ایښې وه چې شور یې نشو تر خوړلی، نه یې د غوړې مړۍ پروا لرله، نه د ملیونونو ملیونونو روپو، او نه هم د شهرت او نوم! په داسې حال کې چې د ډېرو پراخو او زیاتو معلوماتو خاوندان نه دي ور ته ټینګ شوي!

ملا صاحب مرحوم د الله جل جلاله په واک او ځواک داسې ټینګ باور درلود چې ټولې نړۍ ته یې د هغه په وړاندې د یو میږي حیثیت نه ور کاوه، خو ډېر داسې کسان شته چې دلۍ دلۍ کتابونه یي په مغزو کې دي، مګر کله چې حالات لږ غیر عادي تر نظر ورشي، سمدستي یې اربې وتښتي، او د تسلیمۍ غبرګ لاسونه پورته کړي.

کله هم چې ملا صاحب د یو کار اراده کړې، په پوره قاطعیت او قوت سره یې تر سره کړی، داسې چې چا ته یې د چون او چرا فرصت نه دی پرېښی. او که چا څه اندېښنې ور سره شريکې کړې دي هم، دده په عزم او اراده یې کوم اغیز نه دی کړی.

ملا صاحب په خپله لویه او ژوره خاموشۍ کې لوی داعي او استاذ کل و، ډېر خلک کتابونه لیکي، په کلونو کلونو تدریسونه کوي، تقریرونه او بیانونه کوي، له دې ټولو یې هدف دا وي چې خلک د الله لوري ته را وبولي، خلکو ته حق او حقیقت بیان کړي، د خلکو په فکر، عقیده او نظر کې مثبت تغیر راولي. دا ټول وکړي ایله یو څو سوه، یا زره، یا لکه کسان تغیر کړي.

خو ملا صاحب مرحوم! نه کتابونه لیکل، نه یې تقریرونه، وعظونه او نصیحتونه کول، او نه یې تدریسونه کول، ظاهرا پټه خوله، خاموش ملنګ و! کوم څه چې نورو په کلونو کلونو وعظونو، تدریسونو او کتابونو کول ده په ډېر لږ او کم وخت کې په خاموشه ملنګۍ وکړل! د ملا صاحب له رازونو او پندونو ډکې سمندري خاموشۍ د ټولې نړۍ انسانانو ته عملي تدریس کاوه، ملا صاحب مرحوم په حقیقت کې د آزادۍ، خپلواکۍ، بروسې او توکل، شفقت او مهربانۍ، اخلاص او رېښتینولۍ، مېړانې او غیرت عملي استاذ و، نوموړی په نړیواله کچه یوازینی کس و چې دکتابونو په پاڼو کې نغښتې ارزښتناکه معناوې او مفاهیم یې عملي ډګر ته را وایستل.

ملا صاحب د یوې ژبې، یا قبیلې او قوم، یا یو هېواد او دوه هېوادو استاذ نه، بلکې د ټولې نړۍ استاذ شو. ځکه خو د نړۍ په ګوټ ګوټ، اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو کې داسې خلکو بیعتونه ور سره کول چې بیخي یې لیدلی نه و، یوازې یې دده خیالي او افسانه ډوله واقعي کیسې  اورېدلي وې، که عرب وو، که عجم، که مسلمانان وو که کفار، که خپل وو که پردي. ټول دده په نرتوب او ځوانمردۍ مین وو، ځکه ټولو ته یې وښودل چې سړی باید دظالم، مستکبر او متجبر په وړاندې څه ډول د حق آوازه پورته کړي! ټولو ته یې د خپلواکۍ او استقلال درس ور کړ. یوازې اوسني نسل ته نه، بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره به هم همداسې خاموش استاذ پاتې کېږي. او دا به تاریخ خامخا ثابتوي.

( ذلك فضل الله يؤتيه من يشاء, والله ذوا الفضل العظيم )

سورت الجمعة. آیت: ۴

م. محمد نعیم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حماد نیازی

رښتيا هم لوی ملا صاحب رحمه الله رښتينی عالم وو.

محمد

متعال رب دي لوی ملا صاحب ، لیکوال او مونږ ټولو ته جنت الفردوس را نصیب کړي.

اسماعیل ځېرک

یاره زه خو چې فکر کوم په دې زمانه کې داسې و لکه یو صحابي چې راغلی وي. لنډه دا چې د دې دنیا سړی نه و. بس یو شخصیت و، په قدر یی څوک نه پوهیده اوس به یی ټول ارمان کوي. الله تعالی دې زمونږ يه مشرانو کې د ملا صیب په څېر یو څوک پیدا کړي، که څه هم ګومان مې نه کیږي خو بیا هم الله تعالی ته اسانه دي، ځکه هغه چا چې ملا صیب پيدا کړی و ، د ده په څېر نور هم پیدا کولی شي. یا الله د ملا صیب تشه ډګه… نور لوستل »

غ.حضرت

آشنایه! لوی علم هغه دی چه یو بل سره خطا نه باسو.

مولوی دیوبندي

رښتيا هم لوی ملا صاحب رحمه الله رښتينی عالم وو.

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x