نظــر

اوس علماء کرام بايد څه وکړي‎

ليکوال سحر بهار

دا چي د رښتوني مسلمانانو په حق محکم صف کي يوه اندازه اختلافات پيدا شوي دي څه نوي او عجيبه خبر نه ده ځکه مونږ له دغه وړاندي هم د مسلمه امت په تاريخ کي د اختلافاتو ډيري بيلګي ليدلي شو لاکن عجيبه دغه ده چي با استعداده او مطرح اشخاصو ځانونه ولي خاموش نندارچيان جوړ کړي او خپل اسلامي مسئوليت ته ځان نه متوجه کوي.

قدرمنو لوستونکو!

دا ناشوني ده چي په دومره لوي جهادي غورځنګ کي ( چي تل يي د ټولي نړي د رسنيو په سر خبرو کي نوم ياد او ځلاند وي) حد اقل په خپلو کي دي د رايي او يا هم د ترکيب په هکله مخالفت نه ولري.

دلته زه دغه نه سپړم چي ناراضه مشران په خپله ادعا کي په حق او که ناحق دي خو باوري يم چي ټول مشران نيک نيتي دي.

اختلاف چي په اصحاب کرامو کي پيدا شوي نو اوس يي هم شتون څه حيرانونکي نه ده.

متعال خداي ج ته مي خواست ده چي ياد اختلافات د تفرقو د زيږولو نه بلکي د نيک مرغي لامل وګرځوه.

مونږ انسانان يو, شيطان مو دښمن ده, خطاګاني او غلط فهمياني به خامخا لرو خو هيله مند يم چي اختلاف به د غلطيانو د موندلو له پاره مشال شی او هرڅوک به د خپلي غلطی ادراک وکړی.

پښتانه وايي.

” کوچ د شيدو له شربلو وروسته حاصليږی “.

بيا هم هم لله الحمد اوسني اختلاف فرعی ده او هدف د جهاتو (اطرافو) يو ده.

قدرمنو لوستونکو!

چي هدف يو شو او نيتونه نيک شوه نو پخلاينه سل سلنه شوني ده.

راځئ چي قرآن ته متوجه شو چي په داسي حال کي څنګه لارښونه راته کوي.
[سُوۡرَةُ الحُجرَات : 10] إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ

مؤمنان خو يو د بل سره وروڼه وي، نو د خپلو وروڼو په منځ کښي مناسبات سم کړئ، او د الله څخه ووېرېږئ، هيله ده چي پر تاسي رحم وکړاى شي.

لطفا له ټولو مطرح جهتو, اشخاصو, په خاصه توګه د دينی مدارسو له شيوخو او علماءکرامو څخه ډير په درنښت هيله کوو يادي ستونزي ته جدي پاملرنه وکړي, خپل مسئولست درک کړي او د نور يي په  هکله د صبر په ځاي و حل کولو ته مټی را بډ وهی.

يوه سپارښتنه:

مرور وروڼه هم بايد اختلافات دومره ژور, پراخ او سخت نه کړي چي لامله يي روان جهادی بهير ټکني او يا هم مشترکه سپيڅلي هدف زيانمن شی.

[سُوۡرَةُ الاٴنفَال : 46] وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَلَا تَنٰزَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ ۖ وَاصْبِرُوٓا ۚ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصّٰبِرِينَ

او د الله او د هغه د پېغمبر امر منونكي اوسئ؛ او په خپلو منځو کښي شخړه مه كوئ، كه نه نو په تاسي کښي به كمزوري پيدا شي، برم (د مقاومت توان) به مو لاړ شي. له زغم څخه كار واخلئ، په يقيني توګه الله د صابرانو ملګرى دى.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حماد نیازی

ښه توصيه ده، جزاك الله

عمر زرمتی

سحر صاحب
ښی نکتی ته مو پام شوي
په عمر دی برکت شه.

جمیل انوري

الله تعالی دي په مسلمانانو خصوصا په اسلامي امارت کې ګډ مشران ټول په یوه خبره متفق کړي ، ترڅو ددښمن دسترګو خارشي اوددښمن هیلي مړاوي شي

ahmad

ډیره ښه خبره ده ښه نظر دی په ریښتیا علما کرام دا کار کولی شی له خبرو یی هبڅ مسلمان سرغړونه نه کوی او نه یی کولی شی ځکه چی دوی به اصلاح اوداختلاف لری کول په قران او په احادبثو درسول الله ص باندی کوی نو هغه به کوم نر وی چی ددی معتبرو قوانینو نه تیر شی او شا ورواړوی در حال چی ځان ته مسلمان هم وایی او دجهاد دعوه هم کوی علما دټولو مشران دی خبری یی دمنلو دی همیشه یی امت خیر خوا ته دعوت کړی

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x