fbpx

مسلمان ساينسپوهان- لومړۍ برخه

۱Biruni Iranian– ابوريحان البير ونى

د اسلامي نړۍ د دې نامتو عالم اصلي نوم محمد دى ، په (۳۶۲)لېږديز سپوږميز کال د خوارزم په يوه كلي ( بېرون )(1) كې زېږېدلى دى، او د پلار نوم يې احمد دى.

څرنګه چې خوارزم په هغه وخت كې د علم او پوهې مركز و؛ نو د نږدې او لېرې سيمو څخه به خلك د علم د زده كړې لپاره دغه ښار ته راتلل، البيروني هم خپله لومړنۍ زده كړه د خوارزم د واكمن د تره د زوى منصور بن علي څخه وكړه ، منصور بن علي د رياض يو لوى عالم و، دواړو (استاذ او شاګرد) د ساينس په اړه (12) كتابونه ليکلي.

 د سياسي ستونزو د راپيداكېدو له كبله ابوريحان البيروني دې ته اړ شوچې خوارزم پرېږدي او رۍ ته ولاړ شي ، رۍ هغه مهال د طبرستان د واكمن تر ولكې لاندې سيمه وه ، كله چې د خوارزم حالات بېرته مخ په ښه كېدو شول، د وخت واكمن (علي بن مامون) البيروني ته ليك ولېږه چې بېرته خوارزم ته راشي ، علي بن مامون ، البيروني ته په خپل دربار كې ډېر عزت وركړ، په داسې حال كې چې بوعلي سينا هم له وړاندې نه په دې دربار کې موجود و.
كله چې سلطان محمود غزنوي خوارزم ښار ونيوه، ابوريحان البيروني دسلطان محمود غزنوي دربار ته راغى، سلطان محمود غزنوي البيروني ته د څېړنو لپاره يو مركز جوړ كړ.
البيروني څو ځلې د سلطان محمود غزنوي سره هندوستان ته هم تللى دى ، او کوم وخت چې سلطان محمود غزنوي پر سومنات بريد كاوه، البيروني هم ورسره و، د هندوستان ډېر عالمان له البيروني څخه اغېزمن شوي وو، نو له دې كبله هغوى ورته د ( دويا ساګر ) يعنې د پوهې د سمندر لقب وركړى و.

البيروني په اصل كې د طبعي علومو ، نجوم او رياضي عالم و خو په طب ، منطق ، تاريخ ، اثارپېژندنې، دارو پېژندنې او معدن پېژندنې كې يې هم ډېر معلومات درلودل .
البيروني سربېره په خوارزمي او فارسي په عربي ، عبراني ، سرياني ، سانسكريټي او تركي ژبو هم پوهېدى. البيروني ډېرې ليكنې كړې دي، چې د نړۍ مشهورو ژبو ته هم ژباړل شوي دي ، يعني نوموړى نړيوال شهرت لري ، د البيروني د كتابونو او ليكنو شمېر تقريباً (195) ته رسېږي.(1)

د البيروني مشهور كتابونه :

(1)    كتاب الهند ،او اثار الباقيه : دا دواړه د البيروني ډېر مشهور كتابونه دي، كله چې د ( كتاب الهند) يا (اثار الباقيه) نوم اخيستل كېږي، نو د هر عالم په زړه كې د البيروني نوم راياديږي.

(2)    قانون مسعودي : دا كتاب د سلطان محمود غزنوي زوى سلطان مسعود ته منسوب شوى دى، په دې كتاب كې البيروني زياتره ليکنې د ستورو د پېژندنې په اړه ليکلي دي، ، دغه كتاب د(400) څخه تر (407) لېږديز سپوږميز  كال پورې د جرجانيې د څېړنو په مركز كې ليكل شوى دى ، د دې كتاب په ليكلو سلطان مسعود ډېر خوشحاله شو او البيروني ته يې دومره سره زر ډالۍ كړل چې يوه زورور فيل هم پورته كولاى نه شول، خو البيروني دا ټول بېرته شاهي خزانې(بيت المال) ته وسپارل .

(3)    تحديدالاماكن : دا كتاب هم د ستورو د پوهې په اړه ليكل شوى دى، د دې كتاب د لوستلو څخه  معلومېږي چې البيروني د ځينو اړتياوو له كبله په دنياوي چارو كې برخه اخيستې ده، دنياوي چارو د هغه پر ساينسي څېړنو لوى تاثير غورځولى و،په دې كتاب  كې ده په خپله ليكلي دي : ( ما د خليفه مامون په وينا د ځمكې د نصف النهار د معلومولو د الې د جوړولو لپاره د جرجان او اغوز (د تركانو د سيمي) تر منځ يو ځاى ډېر ښه وګاڼه، خو زما مسؤول سلطان قابوس دې تجربې ته زړه ښه نه كړ، د ډېرې ناهيلۍ او خفګان سره سره بيا هم زه د خپل كتاب په ليكلو اخته شوم او بالاخره مې پوره كړ.)

(4)    كتاب الجواهر : دا د البيروني يو بل مشهور كتاب دى ، دا كتاب په دوو ټوكونو كې ليكل شوى دى ، لومړى ټوك يې د قيمتي ډبرو او دوهم ټوك يې د سيمو او د هغو د ځانګړتياوو په اړه ليكلی دى، له دې پرته چې نوموړي د يوناني ، روسي او هندي ژبو څخه كوم معلومات تر لاسه كړي ، هغه يې هم په دې كتاب كې ليكلي دي .

(5)    القمر : دا كتاب نوموړي د لويو ستورو  په اړه ليكلى دى .

هغه كارونه چې په لومړي ځل البيروني كړي دي :

د البيروني هغه كارونه چې په نړۍ كې تر اوسه پورې تاريخي ارزښت لري دا دي :

(1)    البيروني دا په ثبوت رسولې چې ځمكه په خپل محور ګرځي راګرځي.
(2)    په لومړي ځل د ځمكې عرض البلد او طول البلد البيروني پيدا كړى دى .
(3)    په لومړي ځل د ځمكې څخه د سمندر د تل غوچوالى البيروني پيدا كړى دى.
(4)    په لومړي ځل نوموړي د ډېرو بوټو ځانګړتياوې پيدا كړي  او په مختلفو ژبو يې ليكلي هم و.
(5)    په لومړي ځل البيروني د معدنياتو په اړه بشپړ كتاب ليكلى دى .
(6)    په لومړي ځل نوموړي دا نظريه وركړې وه چې د چينو اوبه له ځمكې څخه د برقي كيمياوي عمل د زوره راوځي.
(7)    په لومړي ځل نوموړي دا نظريه وركړې وه چې د نړۍ ډېر رېګستانونه پخوا د سمندرونو غاړې وې، چې د وخت په تېرېدو سره اوس په وچو بدلي شوي دي، لكه دپاكستان د سندهـ ايالت .

لنډه دا چې البيروني د ډېر كوچنيوالي څخه د علم سره شوق درلود،  هغه د خپل عمر په (17)  كلنۍ كې د ځمكې د نصف النهار د معلومولو لپاره يوه ساده اله جوړه كړې وه.
ياده دې وي چې نوموړي په خپله مورنۍ ژبه (خوارزمي) هيڅ ليكنه نه ده كړې .او  د ژوند په داسې حال كې چې د ( ۷۸ ) كلونو عمر ته رسېدلى و، په (440) لېږديز سپوږميز كال د دې نيمګړي نړۍ څخه د تل لپاره د غزني په ولايت كې سترګې پټې كړې، او بيا همهلته خاورو ته وسپارل شو .(1)


2- ابوبكر محمدبن زكريا الرازي  

د ابوبكر محمد بن زكريا الرازي اصلي نوم محمد دى، په ابوبكر مشهور دی، د پلار نوم يې زكريا دى، په (836) ز كال يې په ( رۍ)  ښار كې دې نړۍ ته سترګې وغړولې، د كيميا، فزيك، درمل جوړونې، طب او اثار پېژندنې لوى عالم و .(1)
دا چې له يو لړ مالي ستونزو سره لاس او ګرېوان و، نو وي نشو کړای چې خپلې زده کړې پای ته ورسوي،  کله چې يې زده کړې نيمګړې پاتې شوې، نو خپل پلرنی كسب ( زرګري ) يې پيل کړه، د سرو زرو د جوړولو لپاره يې ډېرې هلې ځلې وكړې، خو په دې كار تر پايه بريالی نه شو، او د سترګو ناروغي هم ورپېښه شوه.

کله چې د خپلو سترګو د درملنې  لپاره طبيب ته ورغی، نو هغه ورڅخه ډېرې پيسې وغوښتلې، که څه هم نوموړي مالي ستونزې لرلې خو د درملنې لپاره يې دغه پيسې برابرې کړې او ‌طبيب يې درملنه وکړه، او الله جل جلاله هم د دې طبيب په لاس روغتيا وركړه، له دغې ورځې وروسته د طبيب او نوموړي ملګرتيا شوه، يوه ورځ طبيب ورته وويل : ( زه په دې پوهېږم چې ته سره زر جوړول غواړې، او په دې کې دې خپلې سترګې هم له لاسه وركړې، زويه! صحيح ده چې اصلي پانګه هنر دى، دا دی ما هم هنر زده کړی،  يوازې ستا څخه مې څومره پيسې وګټلې، خو تا ته زه وايم: که يو بل ښه هنر زده كړې، دا به درته ښه شي).

دا چې نوموړی د طبيب څخه ډېر اغېزمن شوى و، په (38) كلنۍ كې يې  خپل كور او كوچنيان پرېښودل او د طب د زده كړې لپاره د بغداد په لور روان شو . (1) رازي په بغداد كې د مشهور طبيب علي بن ابن طبري څخه د طب زده كړه پيل كړه، علي بن ابن طبري تر ډېره وخته د شاهي روغتون مشر و، او په دربار كې يې هم لوی لاس درلود، كله چې علي بن ابن طبري ومړ، د نوموړي دنده رازي ته پاتې شوه، يانې محمد بن زكريا الرازي ته د عملي کار او څېړنو لپاره کاري موکه په لاس ورغله، رازي چې به كله د ناروغ څخه كومه پوښتنه كوله، او يا به يې ناروغ ته كومه مشوره وركوله، هغه  هر څه به يې په خپله كتابچه كې ليكل.(۲)

د ښو تجربو له تر لاسه کولو وروسته په (۹۰۴) ز كال نوموړی بېرته خپل پلرني ټاټوبي رۍ ته راغی، او د(  رۍ ) د لوى روغتون مشر وټاكل شو، نوموړي له هغو يادښتونو څخه چې په بغداد کې يې د کار پر مهال ليکلي و، خپل لومړنى كتاب وليكه، دغه كتاب د ( المنصور )  په نوم ياديږي.

په (۹۰۸) كال کې يو ځل بيا رازي بغداد ته ولاړ او د بغداد د مركزي روغتون د مشر په توګه وټاكل شو، هغه مهال د بغداد مركزي روغتون د اسلامي نړۍ تر ټولو لوى او ښه روغتون و، رازي په دغه روغتون کې څورلس کاله دنده تر سره کړې، او هلته يې د ( الحاوي )  په نوم  يو بل كتاب وليكه.

رازي په اروپايي نړۍ كې په (Rhazes) او (Abubacer) باندې مشهور دى، دا دي ياده وي که څه هم رازي د سرو زرو په جوړولو بريالى نه شو، خو په دې اړه يې دومره تجربې ترسره كړي دي، چې تر اوسه پورې تاريخي ارزښت لري، ياني رازي د جابر بن حيان څخه وروسته په اسلامي نړۍ كې دويم كيماء پوه دى، رازي د (۲۵۰) ز کلونو په شاوخوا كې په بېلابېلو موضوعاتو كتابونه ليكلي دي.(۱)  

د ابوبكر محمد بن زكريا الرازي مشهور كتابونه:

د ابوبكرمحمد بن زكريا الرازي هغه كتابونه چې تر اوسه پورې  نړيوال ارزښت لري دا دي:

(۱)    المنصوري: دا كتاب محمد بن زكريا الرازي په (۱۰) ټوكونو كې ليكى دى او د خراسان واكمن منصور بن اسحق ته يې منسوب كړى دى، د دې كتاب په ليكلو سره رازي په ټوله عباسي واکمنۍ كې مشهور شو، د دې كتاب په اړه ( ويل دوران ) (Will Duran) ليكي دي.
 The most famous of Al-Razi works was a ten volume survey of medicine, The Kitab Al-Mamsoori (Book for Al-Mansoor), Dedicated to the prince of Khurasan, Gerard of Creeina translated it into Latin, The ninth volume of this translation, the nouns Al-Mansoori was a popular text in Europe till the sixteenth century.(1)
د رازي تر ټولو مشهور كتاب ( كتاب المنصوري ) دى چې په لس ټوكونو كې د درملو د احصايې په اړه ليكل شوى دى،چې د خراسان واكمن ته منسوب دی، دا كتاب جرارالقرموني لاتيني ژبې ته ژباړلى دى، د دې ژباړې نهم ټوك (Al-Mansoori) تر شپاړسمې پيړۍ پورى په اروپا كې مشهور و.
(2)    الحاوي : دا د رازي تر ټولو لوى كتاب دى، چې تقريباً په (۲۵) ټوكونو كې ليكل شوى دى، دا كتاب په طب كې د دائرة المعارف (Encyclopedia) ارزښت لري، د رازي د دې كتاب په اړه ( ميكس ميرهاف ) (Max-Mir haf)  ليكلي دي:
The greatest medical work of Rhazes, and perhaps the most extensive ever written by a medical man, is his (Al-Hawi-ie) comprehensive book, which includes indeed Greek, Syriac, and early Arabic, medical knowledge in their entirety throughout his life Rhazes must have collected extracts from the all the books on medicine, which he had read, together with his whole experience these he combined in his last years into his enormous.(2)  
د رازي صاحب تر ټولو لوى كتاب بلكې په تاريخ كې د يوطبيب تر ټولو لوى كتاب (الحاوي ) دى، چې د يوناني، سرياني او عربي په لومړنيو طبي زده كړو مشتمل دى. رازي چې په خپل ټول عمر كې كوم كتابونه لوستلي دي  د هغو ګټور مواد  او خپلې تجربې يې په دې كتاب كې ليكلي دي.
د دې كتاب لاتيني ژباړه تر (۱۸) مې پيړۍ پورې د اروپا په طبي پوهنتونونو كې لوستل كېده، لاتيني ژباړه د ( چارلس اول ) په وخت كې د “ فرج بن سالم “ په نوم يو كس كړې، چې په اروپايانو كې د (Fargut ) په نوم مشهور دى، د دې كتاب لاتيني ژباړه په (۱۲۷۹) ز كال بشپړه شوې ده، او د (Liber Continent) په نوم ياديږي، د لاتيني ژبې لومړى چاپ په (۱۴۸۶ز) كال خپور شوى دى، دې كتاب په خلكو كې دومره ارزښت پيدا كړ،چې تر (۱۵۴۲) ز كال پورې (۱۵) ځلې چاپ شو، لنډه دا چې الحاوي د ګوتو په شمار كتابونو په لړليک كې اول دى، په (۱۳۵۹) ز كال د پاريس د پوهنتون د طب پوهنځي په ټول كتابتون كې (۹) كتابونه و، چې له هغو څخه يو هم الحاوي و.
(3)    كتاب الجدري والحصبه: د اروپايي ساينس پوه “ نيو برګر “  د وينا له مخې په تاريخ كې تر ټولو دا لومړنی كتاب دى، چې د شري او چيچك ناروغيو په اړه ليكل شوى دى، د دې كتاب له منځپانګې څخه دا څرګنديږي چې رازي د ژوندي ضمير څښتن و، (۱) ميكس ميرهاف د دې كتاب په اړه ليكلي دي:
The most celebrated of all the works of Rhazes is that small-pox and measles, it was early translated in to Latin and later to various languages, including English being printed some forty times between (1498) and (1866) it gives the first clear account of these two diseases that has come down to us.(1)
د رازي په كتابونو كې تر ټولو مشهور كتاب ( الجدري والحصبه ) دى، دا كتاب ډېر مخكې لاتيني بيا وروسته نورو ډېرو ژبو ته وژباړل شو، چې انګليسي هم په كې شامله ده، د انګليسي ژباړه د (۱۴۹۸) او (۱۸۶۶) ز كلونو تر منځ څلوېښت وارې چاپ شوى، دا كتاب د دې دوو ناروغيو ( چيچك او شري ) په اړه لومړنی ښه ليكل شوى كتاب دى، چې تر موږ پورې رارسېدلى دى.
الجدري والحصبه له لاتيني پرته د اروپا ډېرو ژبو ته لكه يوناني، فرانسوي، جرمني او انګليسي ته هم ژباړل شوى دى،  “ ويل دوران “ د دې كتاب په اړه وايي:
His treats on small-pox and measles was master piece of direct observation and clinical analysis, it was the first accurate study of infections diseases, the first effort to distinguish the two ailments, we may judge, it influence and repute by the forty English editions, between 1498 and 1866. (2)  
د چيچك او شري په اړه د ده څېړنې د معاينې او كلينكي شننو لپاره ډېري ګټورې دي، دا د دې دوو ناروغيو تر منځ د توپير په اړه لومړنۍ هڅه او زيار و، موږ د ده د شهرت او اغېزمنتيا پرېكړه د انګليسي ژباړې د څلوېښتم چاپ لړ څخه په ښه توګه كولاى شو، چې د (۱۴۹۸) او (۱۸۶۶) ز كلونو ترمنځ چاپ شوي و.
(4)    كتاب الاسرار : رازي دغه كتاب د كيمياء په اړه ليكلى دى، دغه كتاب هم تر ډېره وخته پورې د اروپا په نصاب كې شامل و.(۱)
(5)    كتاب روحانيت : دا د  رازي يو بل مشهور كتاب دى، چې د تصوف او فلسفيانه ژوند په اړه يې ليكلى دى.(۲)
د دې لوی عالم كتابونه په اروپا كې (۶۰۰) كاله په پوهنتونونو كې لوستل كېدل، هېره دي نه وي چې اوس هم د نوموړي له كتابونو څخه د ښه اخځليک په ډول ګټه اخستل كېږي.

هغه كارونه چې په لومړي ځل رازي كړي دي:

(1)    رازي په لومړي ځل كيمياوي مركبات په څلورو ډلو وېشلي دي.
(2)    رازي په لومړي ځل د انسان د خېټې د زخمونو په ګنډلو كې د حيواناتو د كولمو له تار او سيمابو څخه ګټه اخستې ده.
(3)    رازي په لومړي ځل د شري او چيچك په اړه بشپړ كتاب ليكلى دى.

د رازي په اړه د اروپايي ساينس پوهانو رايې:

(1)    د لوېديځې نړۍ ساينس پوهان له  رازي څخه ډېر اغېزمن شوي وو، سارټن (Sartan)  د رازي په اړه ليكلي دي:
The greatest clinic-an of Islam and of the middle ages, Galenic in theory, he combined with his immense learning true Hippocratic wisdom of later chemist, his clinical knowledge was applied by him to medicine, he might be considered and ancestor.(1)
رازي د اسلام او منځنۍ پېړۍ تر ټولو لوى طبيب و، هغه په نظرياتو كې  “ جالينوس “ و، او خپله كيمياوي پوهه يې په بقراطي ځيركتيا سره طبيبانو ته وروښوده، هغه خپله د كيميا پوهه په طب كې کارولې، په دې لړ كې هغه ته لارښوونكى ويل كېږي.
(2)    ميكس ميرهاف د رازي په اړه وايي:
Razes was undoubtly the greatest physic-ion of the Islamic world and one of the greatest physic-ion of all time.(2)
بېشکه رازي د اسلامي نړۍ تر ټولو لوى طبيب و،  بلكې د ټول ( بشري تاريخ ) تر ټولو لوى طبيب و.
(3)    “ ويل دوران “ د رازي په اړه وايي:
Al-Razi is common consent the greatest of Muslim physic-ions and the greatest clinician of the middle Ages.(۱)
رازي په مسلمانانو طبيبانو او منځنۍ پېړۍ كې تر ټولو لوى طبيب و.
د اسلامي نړۍ دغه لوى ساينس پوه د عمر په پاى كې د سترګو له ليد څخه هم بې برخې شو، او د (۹۶) كلونو په عمر په (۹۳۲) ز كال په “ رۍ “ ښار کې له دې نړی څخه سترګې پټې او د تل پاتې نړۍ په لور ولاړ.(2)

ليکوال : جمعه خان نايل

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د