نړۍ

امريکا: دوولسو هېوادونو سره د ګوانتانامو زندانيانو د لېږلو تړون شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۱۷مه ۱۳۹۴ل): امريکايي چارواکي وايي، دوی هوډ کړی، چې د ګوانتانامو زندان به ډېر ژر په بشپړه توګه وتړي او د دغه زندان پاتې زندانيان به نورو هېوادونو ته وسپاري.

د سپينې ماڼۍ يو لوړپوړي افسر تېره شپه امريکايي رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې دوولسو هېوادونو سره يې تړون کړی، چې د ګوانتامو پاتې ۱۱۶ زندانيان به دغو هېوادونو ته ورځي او د ژوند پاتې برخه به دغو هېوادونو کې تېروي.

په عين حال کې امريکايي چارواکي هڅه کوي، چې د خپلې ژمنې سره دغه زندان ژر تر ژره وتړي.

سره له دې، چې د امريکا ولسمشر اوباما امريکايي ولس او نړيوالو سره ژمنه کړې، چې ۲۰۱۷ز کې د واک له پرېښودو وړاندې به دغه زندان په بشپړه توګه بندوي، مګر نوموړی د سي ای اې او دفاع وزارت له لوري له يو شمېر ستونزو او مخالفتونو سره لاس او ګرېوان دی.

څه موده وړاندې د ګوانتانامو زندان د تړلو او بنديانو د لېږد مسؤول کليفورډ سولن له دې امله له خپلې دندې لاس پر شو، چې سي ای اې او دفاع وزارت يې د کار پر وړاندې خنډونه راپورته کول.

د سپينې ماڼۍ چارواکي وايي، چې د ګوانتانامو زندان د بندولو او نورو هېوادونو ته د دغو بنديانو د لېږلو کمېټې ته دنده سپارل شوې، چې په دې لړ کې دغو دوولسو هېوادونو سره د بنديانو د ځای پر ځای کولو په اړه خبرې چټکې کړي.

امريکايي رسنيو د دغو دوولسو هېوادونو نومونه نه دي په ډاګه کړي.

د چارواکو په وينا ګوانتامو زندان کې د پاتې ۱۱۶ بنديانو د سپارلو چارې به د روان کال تر پايه بشپړې شي او د دې لپاره به وروستۍ پرېکړه د امريکا دفاع وزير اشټون کارټر کوي.

امريکا ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د يرغل پر مهال د کيوبا خليج کې د ګوانتانامو زندان جوړ کړ، افغانستان او عراق کې يې سلګونو بنديان دغه زندان کې له يوې لسيزې زيات بنديان کړل او دغو زندانيانو سره يې هر ډول وحشي چلند وکړ.

امريکا د دغه زندان له امله له سختو کورنيو او بهرنيو نيوکو سره مخ ده او تېر کال د امريکا مشرانو جرګې په يو راپور کې ويلي و، چې امريکايي چارواکي د ګوانتانامو مسلمانو زندانيانو سره هر ډول وحشي چلند کوي او په دې لړ کې هېڅ نړيوال او بشري قانون ته درناوی نه لري.

بل پلو بارک اوباما د دغه زندان د بندولو له امله د سي ای اې او جمهوري پلوو له لوري له سختو نيوکو سره دی.

سي ای اې او جمهوري پلوه پر اوباما نيوکې کوي، چې د دغه زندان بندول او زندانيان يې نورو هېوادونو ته لېږدول دا معنا لري، چې امريکا د «ترهګرو» پر وړاندې ماته شوې او دغه خلک کولای شي، چې يو ځل بيا د امريکا او نړيوالو په مقابل کې ټوپک ته لاس کړي.

ګارډين برتانوي ورځپاڼې د جمهوري پلوه سناتور مک مکين له قوله ليکلي، «کوم کارونه چې اوباما کوي دا د امريکا او نړۍ امنيت لپاره ستر ګواښ دی.»

څه موده وړاندې د امريکا د مشرانو جرګې د استخباراتي کميټې مشرې ډيان فاينسټاين د سي ای اې له لوري ګوانتانامو او نورو زندانونو کې د مسلمانو بنديانو د شکنجو او ځورونو په اړه په ۵۲۳ مخونو کې يو مفصل راپور خپور کړی و.

په راپور کې راغلي و، چې سي ای اې د بنديانو د شکنجو لپاره له شپږزرو وحشي لارو کار اخيستی، د مثال په ډول په اوبو کې غرقول، جنسي ځورونې، په مياشتو مياشتو په تورو خونو کې تنهايي قيد، په زخمي پښو په ولاړه اقرار اخيستل او داسې نورې وحشي کړنې شاملې وې.

د ياد راپور له خپرېدو وروسته امريکا کې يو شمېر چارواکو او رسنيو د ياد راپور خپرول وستايل، مګر ګڼ شمېر چارواکو، اپوزيسيون او جمهوري پلوو رسنيو د ياد راپور خپرول د امريکا د ملي ګټو ضد وبلل او د سي ای اې دغه شکنجې يې د هغو مېړانه او وطن ساتنه وبلله.

امريکا له دې وړاندې هم ګڼ شمېر زندانيان له ګوانتانامو، عمان، قطر، کويت، استونيا او نورو هېوادونو ته لېږلي دي.

د د امريکا سمندري عسکرو ګوانتانامو زندان له سختو نړيوالو نيوکو سره مخ دی او پر امريکايي چارواکو او سي ای اې په غړو نيوکې کيږي، چې له لسو کالو زيات يې زندانيان بې محکمې په وحشت کې ساتلي او نړيوال څارونکي اوباما هم پر دې ملامت بولي، چې د ګوانتانامو زندان په بندولو کې جدي ګامونه نه اخلي.

د امريکا کانګريس له اوباما سره د ګوانتامو زندان د بندولو په اړه مخالفت کوي، مګر ۲۰۰۹ز کال راهيسې، چې اوباما واک ته رسېدلی د ګوانتانامو ډېری زندانيان يې يا خوشې کړي او يا يې نورو هېوادونو ته لېږلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x