افغانستان

کابل کې د پوليسو اکاډيمۍ کې سرتيري بريد پنځوسو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۱۷مه ۱۳۹۴ل):د پلازمېنې کابل پنځمه حوزه کې د پوليسو په اکاډيمۍ کې سرتيري بريد لږ تر لږه پنځوس پوليس زده کوونکو ته مرګه ژوبله اړولې ده.

چارواکي وايي، چې تېره شپه يو بريدګر د کابل لويديځ پنځمه حوزه کې د پوليسو اکاډيمۍ ته په ننوتو وتوانېد او هلته يې د واسکټ په واسطه د پوليسو زده کوونکو تر منځ خپل ځانته چاودنه ورکړه، چې له امله يې لږ تر لږه ۲۶ پوليس زده کوونکي وژل شوي او شپږ دېرش نور ټپيان دي.

يوې امنيتي سرچينې رسنيو ته ويلي، چې بريدګر د پوليسو په يونيفورم کې اکاډيمي ته ننووت او هلته يې چاودنه وکړه.
طالبانو د ياد بريد مسؤوليت منلی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې د ياد بريد مسؤوليت منلو تر څنګ زياتوي، چې د عبدالرحيم په نوم د دوی يو سرتېری وتوانېد، چې د خپل ځانګړي تکتيک په واسطه له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ سره د پوليسو اکاډيمۍ ته ننوځي او هلته د پوليسو منځ کې چاودنه وکړي.

مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې په دغه بريد کې لږ تر لږه پنځو پوليس زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د يو بل خبر له مخې د کابل قصبه سيمې هوايي ډګر ته څېرمه هم په يو ډله ييز بريد کې لږ تر لږه پنځه امنيتي مسؤولين وژل شوي دي.

په تېرو څلورويشتو ساعتونو کې يوازې پلازمېنه کابل کې لږ تر لږه څلور سترې چاودنې وشوې، چې له امله سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

تېره شپه هم شاه شهيد سيمه کې يوې درنې چاودنې پنځلس تنه وژلي وه او نږدې دوه سوه تنه ټپيان کړي وه.
د دغه چاودنې ډېری قربانيان ولسي وګړي وو.

دا چاودنه په داسې حال کې شوې، چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني المان ته د درملنې لپاره تللی، اجراييه رييس ډاکټر عبدالله مصر ته تللی او د اشرف غني لومړی مرستيال له تېرې اوږدې فارياب ولايت ته تللی او هوډ يې کړی، چې تر هغو به له فاريابه را نه شي، تر څو يې، چې طالبان له دغې سيمې نه وي ويستلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x