
کابل: د وروستیو چاودنو په تړاو ارګ کې ځانګړې امنیتي ناسته کېږي
نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): ارګ کې لوړپوړي چارواکي په پلازمېنه کابل کې د وروستیو خونړیو چاودنو په تړاو امنیتي ناسته کوي.
په ارګ کې د جمهوري ریاست امنیتي سلاکار حنیف اتمر وايي چې دوی به نن په یوه ځانګړې ناسته کې د وروستیو چاودنو په تړاو خبرې وکړي.
د تېرې پنجشنبې په ماخستن د کابل په شاه شهید کې خونړۍ چاودنې د نږدې پنځه سوه تنه په مرګ ـ ژوبلې سربېره دروند مالي زيان تر شا پرېښود.
تېر ماښام هم د پنځمې حوزې اړوند د پولیسو اکاډمۍ کې سرتېري بريد ګڼو پولیسو ته مرګ ـ ژوبله واړوله.
پر دې سربېره د ښار په قصبه سیمه کې د ناټو یو عسکر ووژل شو او دوه نور ټپيان شول.
وروستیو پر لپسې بريدونو کابل ښاريان پر دولتي جوړښت بشپړ بې باوره کړي دي، د دوی په خبره دولت د مخالفينو هیڅ پلان نه شي شنډولی.
د عبدالله په نامه یو تن کابل ښاري وايي چې له دغسې چاودنو وروسته حکومت څو د سرچوک مزدوران ونیسي او وايي چې دوی پر ارګ د بريد طراحان نیولي دي.
د هغه په خبره ټولې چاودنې د حکومت په ملاتړ ترسره کېږي، په خبره يې په دولت کې داسې خلک شته، چې بريدګر تر خپلو هدفونو رسوي او د حکومت نور غړي پرې وژني.