افغانستان

قهرمان: امنيتي ادارې د «ماشومانو» په لاسونو کې دي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د ټوپکوالو پخوانی مشر او د ولسي جرګې غړی عدالجبار قهرمان وايي چې د ګډ حکومت امنیتي ادارې د «ماشومانو» په لاسونو کې دي.

قهرمان د پنجشنبې د ماخستن او د تېر ماښام د پولیسو پر اکاډمۍ د بريدونو په تړاو غږېده او د هېواد پر امنیتي او مهم کليدي ادارو يې نیوکه وکړه.

نوموړي د بهرنیو چارو وزارت د دې پېښو په تړاو بې غوره وباله او په خبره يې دې وزارت باید د نړۍ په سطحه خپل سفارتونه «ښورولي » وای، خو په وينا يې د هېواد مهمې امنیتي ادارې څو «ماشومانو» په لاس کې دي.

قهرمان چې له اریانا نیوز سره خبرې کولې وویل، چې د پنجشنبې د ماخستن بريد، یا هم د پولیسو پر اکاډمۍ ماښامنی بريد، د اشرف غني د خواخوږۍ پر پیغامونو کومه پایله نشي لرلی.

عبدالجبار قهرمان د پاکستان پر وړاندې د اشرف غني پر سیاست هم نیوکه وکړه او ويې ویل چې د نوموړي د نږدې کېدو په صورت کې هم د هېواد حالات برابر شوي نه دي.

قهرمان د ملي امنیت، کورنیو چارو وزارت او ګڼو نورو ادارو په اړه وویل، چې دوی به همدا شېبه چېرته په مېلو وتلي وي ممکن تر اوسه لا له چاودنې خبر هم نه وي.

پرون – جمعه – د ازادي راډيو همکار صالح محمد صالح هم پخپله فیسبوک پاڼه ګيله کړې وه، چې د کورنیو چارو وزارت کوم غړي ته يې د شاه شهيد د خونړۍ پېښې په تړاو زنګ ورکړ، خو هغه ناخبري وښوده او ويې ويل چې پغمان کې «مېله» لري.

ياده دې وي پلازمېنه کابل کې یوازې تېر ماښام د څلورو چاودنو شاهد و، چې پکې د پولیسو اکاډمۍ تر شلو ډېر عسکر او د ناټو یو عسکر په قصبه سیمه کې ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د ډالرو او ټیزنو غلام قهرمان وایی [ چه زمونږ امنتی ځواکونه د ماشومانو په لاس کی دی ] مګر دا نه وایی چه دوی کی لویان څوک شته ؟ کله چه څوک د څو ډالرو د باره دخپلی خاوری ، خلکو او خپلواکی په پلورلو پروا ونه کړی نو د هغوی ناموس به کله خوندی پاتی شوی وی ، تاسی یی قد و قواری ته وګوری چه د ماهیانو به شان هدوکی یی د چاقیدو له امله په کی نه معلومیږی ، دی لا ځانته قهرمان وایی لکه ګیدړ چه ځآنته د زمری نوم یادوی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x