نړۍ

وتلی پاکستانی ژورنالېست معيد پيرزاده په اماراتو کې نيول شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۱۷مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان وتلی ژورنالېست او سياسي پروګرام چلوونکی معيد پيرزاده د متحده عربي اماراتو په ابو ظبۍ کې نيول شوی دی.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې پاکستانی ژورنالېست د متحده عربي اماراتو په ابو ظبۍ کې نيول شوی دی او دوی د خپل قونصلګرۍ له لارې نوموړي سره په تماس کې دی او د هر ډول مرستې او لاسنيوي ډاډ يې ورکړی دی.

خبرپاڼه زياتوي، چې تر اوسه د معيد پيرزاده د نيولو لامل نه دی معلوم شوی، مګر د ټولنيزو شبکو له لارې ځينو سرچينو ويلي، چې معيد پيرزاده سره نورو هېوادونو کې د جايداد اسناد و، چې له امله د ابوظبۍ امنيتي چارواکو نوموړی نيولی دی.

د معيد پيرزاده د نيولو خبر په داسې حال کې رسنيو ته راووت، چې څو مياشتې وړاندې د پاکستان يو بل ژورنالېست او دفاعي چارو شنونکی زيد حامد سعودي عربستان کې نيول شوی و.

د ښاغلي حامد د نيولو په اړه ويل کيږي، چې نوموړی سعودي عربستان ته له خپلې ښځې سره تللی و او هلته يې په يوه شخصي غونډه کې د سعودي حکومت پر ضد او ايران په پلوۍ وينا کړې وه او له وينا سمدستي وروسته د سعودي امنيتي چارواکو نوموړی ونيو.

زيد حامد په لس کاله بند او سلګونو درو محکوم شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x