افغانستان

باميانۍ پېغلې د عسکرو له خوا د ځورونو له امله ښوونځي ته نشي تللی

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): باميانۍ پېغلې وايي چې د عسکرو د ځورېدو له امله ښوونځيو، کار ځایونو او د خپلو خپلوانو کره په ډاډه زړه نه شي تللی.

د «امید زنان» په نامه یوې موسسې د خپلې څېړنې په پایله کې ویلي، چې ډېری باميانۍ پېغلې د کوڅې له ځورولو سر ټکوي، چې د دوی پر زده کړو، کارونو او ټولنیزو اړیکو يې تاثیر کړی دی.

د زهرا په نوم يې پېغلې ازادي راډیو ته وویل، چې تر نورو « کوڅه ګشتو» ځوانان په سیمه مېشت عسکر د نجونو په ځورولو کې لاس لري.

زهرا وايي چې پولیس يې په بېلابېلو پلمو په لارو کې دروي، پوښتنې ترې کوي او په «چل – چل» کې ترې د تلیفون شمېره اخلي.

د هغې په خبره له همدې ځایه ان خبره اجتماعي شبکو ته رسوي او کورنیو ته يې ستونزې جوړوي.

دا لومړی ځل نه دی چې د پولیسو له لوري د پېغلو د ځورولو شکایتونه کېږي، تر دې وړاندې په ګڼو سیمو کې د پولیسو له لوري ورته پېښې تکرار شوې دي.

څو ورځې وړاندې د هرات د شینډنډ ولسوال هم په يوه کور کې په زور د جنسي تېري پر تور له دندې ګوښه او زنداني کړل شو، په ورته توګه په لرو پرتو سیمو کې پولیس او د هغوی قومندانان ورته کړنې تکراروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شیرعلی صافی

په محمدی شریعت چی عمل نکوی نو دا به یی حال وی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x