نظــر

ګتيزدافغانستان دمسئلى حل روښانه کړ

us troops inside afghanistanدافغانستان دمسئلى دحل په اړه په بن ، لندن ، برګسل ، ترکيه او نورو هېوادونو کې غونډې  او کانفرنسونه وشول په څه غونډو کې په افغانستان کې دروانې  جګړې  ، ا داري  فساد او تر ٢٠١٤ وروسته دبهرنيو پوځونو دايستلو په اړه پريکړى شويدى خو تراوسه پورې پدې پريکړه نده شوى چې دافغانستان دجګړى دپاى ته رسولو لار وګورى . دافغانستان دچارو يو شمير ړانده افغان سياستوال تل دغږيزو او انځوريزو رسنيو سره دافغانستان په اړه په زړه کونجاړه يو شان شخوند وهلى تل خپله نااهلي او دسياست نه ناخبرى پر ګاونډيانو وراچوي وائي چې  دادګاونډيانو لاسوهنې  دى چې جګړه يې دوامداره کړيده هيڅکله داسې نده .

په اصل کې دافغان چارواکو نااهلي  ، بې باوري  ، بې تجربه ګى او داوسنى سياست نه ناخبري  ده چې په افغان اولس دتپل شوى جګړى ځان نشى خلاصولې زه دې سياستوالو او کارپوهانو ته ړانده کارپوهان او سياستوال پدې وايم چې ګاونډيانو په افغانستان کې دخپلو اهدافو دپاره لاسوهنه پيل کړيده افغان چارواکى او تش په نامه ړانده سياستوال بيا ولي دګاونډيانو دلاسوهنې مخه نشي نيولى څه چې ګاونډيانو کوي بايد افغان سياستوال يې په مقابل کې وکړي خپله دفاع دهر هېواد فرض ده .

ګاونډيان دخپلو ګټو دپاره هر څه کوي افغان ړانده سياستوال هغې  زړى ببولالې په هره مرکه او ګردى ميز کې غږوي . دادى دايساف نظامي وياند ( کونتر ګيتز ) خبري  غونډې  ته وويل مونږ په افغانستان کې تر هغې پاتې يو تر څو جګړه وي يا ا فغانستان دترهګرو ځالو جوړيدو ته نه پريږدو دا دايساف او امريکه چې ورته نن ورځ ترهګر وائي  دا همدى امريکا په افغانستان کې ميشت کړيدى دچپاولګرو مجاهدينو په دوران کې چې دقدرت دپاره يې سره ښکرې  اړمې  کړى وى دهغې نظام د ړنګولو د پاره دنن ورځې  ترهګر همدى امريکا په افغانستان مسلط کړل معنى دا چې په افغانستان کې بايد په پوره لګښت جګړه روانه وي او امريکايي ورسره دناټو پوځونه په افغانستان کې حضور ولري .

دا دافغانستان ورانولو مکتوب يوځل جګړه مارو مجاهدو مشرانو ته ليږل شوى ؤ چې ترڅو مو يو بل سره په ښکرو اړمولو افغانستان نه وى وران کړى تر هغې به دکابل دولت سره سوله نه کوي په ١٩٨٦ م کې چې ډاکټر نجيب دکارمل نه واک واخيست دمجاهدينو په نامه يې ملګرو ملتونو کې غوښتنه وکړه چې که ګډ حکومت راسره نه کوي خپلو کې دى يو مشر وټاکى خو چې په سوله ييز ډول واک انتقال کړى کابل ورانولو ته قسم خوړولو ګوندونو دپېښور په نشاط ميل کې غونډه وکړه وې ويل چې يو کمونست هم په واک کې وي سوله نه کوو بيا همدې قسم خوړولو د دوستم او تڼى په شمول ټولو لوړ پوړو کمونستانو سره دکابل دکډواله لوکو وروسته ګډ حکومت جوړ کړ .

اوس هماغه مکتوب بيا ليکل شوى پکار ده چې زړى تجربى تکرار نکړو په خپله  دافغانستان داولس دژوند دبقا دپاره جرګه شو په خپلو کې يو پر بل باور ولرو ، داسلامي هېوادونو دسرپرستى لاندې يو داسې نظام جوړ کړو چې په امن سره انتخابات ترسره او ځواکمن افغان دولت جوړ کړل شي پدې صورت کې به امريکا او ورسره وحشي لښکرو ته دپاتې کيدو جواز په لاس نه ورځي .

او که دتير په څير افغانستان بيا کنډواله کول غواړي نو معنى به داوى چې امريکايان به دپکتيکا او پکتيا ښرنه کې په توره تيار کې وسلوالو ته دهيلکوپترو وسلې  او مهمات غورځوي جګړه به دوامداره وي ا و په افغانستان کې بۀ امريکانو ته تلپاتى اډو زمينه برابره کړى دافغانستان دمسئلى حل  په خپلو کې يو والى او نږدى  والي کې دى  چې پدې سره ستونزه حل شي .

ليک ډاکټرخاموش

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x