افغانستان

امرخېل: وروستيو پېښو زموږ د ځواکونو «بې وسي» په ډاګه کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): په پلازمېنه کابل کې د تېر ماښام له پرلپسې چاودنو وروسته د امنیتي ځواکونو په اړه تبصرې ګرمې شوې دي.

د ښار اوسېدونکي وايي چې دې بريد دا په ډاګه کړه، چې يا يې پر وړاندې امنیتي ځواکونه بې وسه دي یا هم پکې شريک دي.

د پوځي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخېل وايي چې دې بريدونو دا په ډاګه کړه چې د مخالفينو پر وړاندې زموږ امنیتي ځواکونه بې وسه دي.

د هغه په خبره د پولیسو اکاډمۍ کې زورورې چاودنې سره طالبانو خپل زور وښود، کوم چې تر دې وړاندې يې د دوی د مشر د وفات له امله د کمزوري کېدو اوازې خپرې شوې وې.

نوموړی وايي چې طالبان دغه ډول بريدونه په دولت کې د ننه کسانو په مټ ترسره کوي، هغه له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې طالبان د امنیتي ځواکونو د بې پراويۍ په تمه وي او ورته بريدونه ترسره کوي.

د امرخېل په خبره کله چې میاشت شاوخوا موده کې بريدونه غلي شي، نو امنیتي ځواکونه داسې انګېرې چې دوی زورور شوي او بريدونه نور نه کېږي، خو طالبان له همدې حالته معلومات لري او د دوی په منځ کې کسان لري.

پر دې سربېره د هغه په خبره د طالبانو نوي مشر له دې چاودنې دا پیغام درلود، چې طالبانو سره یو دي او د یو هدف لپاره په ګډه کار کوي.

ياده دې وي تېر ماښام د کابل په پنځمه حوزه کې د پولیسو اکاډمۍ کې سرتېري بريد تر پنځوسو پوري عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اړولې ده، پر دې سربېره د پنځلسمې حوزې اړوند هوايي ډګر ته څېرمه په قصبه سیمه کې د ناټو یو عسکر ووژل شو او دوه نور ټپیان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

امرخیل ( غلامخیل ) صاحب اولنی غلام جنرال دی ، چه د مجبوریت له مخی یی حقیقت ویلی ( چه د طالبانو اخرنو حملو د دوی بی وسی په ډاګه کړه ) خو زه وایم چه ستاسی بی وسی له اولی ورځی چه د څو ډالرو په خاطر مو د د خاوری او دین د دشمنانو سره د خاوری ، خلکو او خپلواکی د پلورلو معامله وکړه ، دا دری واړه تر ناموس زیات اهمیت لری نو دوی چه دغه لوی ناموس وپلورلو د خپلو وړو ناموسونو پلورل خو به یی خامخا کړی وی دا چه دی وایی چه زمونږ… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x