د نن سرلیکنه

ولې د ولسي وګړو له ژوند سره داسې بې غوري کیږي؟!- سرلیکنه

نن ټکی اسیا- سرلیکنه: د جمعې په شپه یوځلې بیا د کابل ښارپه شاه شهید سیمه کې یوې درنې چاودنې د بیشمیره ولسي وګړو ژوند واخیست ، ډیر شمیر یې ټپیان او ډیرو نورو ته يي درانه مالي تلفات ور واړول.

دا ډول خونړي بریدونه که د هرچا له لوري په هرغرض تر سره کیږي د اسلام د مقدس دین له اساساتو سره په ټکرکي او تر سره کوونکی به یې حتما تر الهي مؤاخذې لاندې نیول کیږي.

که له مذهبي اړخه د جهاد اهدافو ته وکتل شي نو په هغو کې د ګډوډیو له منځه وړل ، د انسانانو د ځان او مال ساتنه او د الهی کلمې لوړ والی دی ، همدا راز که د وضعي سالمو قوانیو مقررات په پام کې ونیول شي هغه هم د ټولني د خوندیتوب، سالمیت او د هغې د رفاهیت او آسودګي په غرض وضع شوي دي.

دغه ډول بریدونه چې نه د جهاد د مذهبي اهدافو له مقتضیاتو سره برابروي او نه هم د وضعي سالمو قوانینو رعایت ورکي مد نظر نیول شوی وي د بیګناه انسانانو له تباهي پرته بل هیڅ مفهوم نه لري.

هرڅوک چې د بیوزله انسانانو له ژوند سره دا ډول بي غوري کوي ، هغوی به حتما یوه ورځ د منتقم خدای جل جلاله له حساب سره مخ کیږي او د خپلو کړنو او بي غوریو پوښتنه به تري کیږي.
دغه ډول بي هدفه بریدونه نه مذهبي توجیه لري او نه قانوني ، مرتکبین هم د مذهب او هم د قانون له مخې تر مؤاخذې لاندې نیول کیږي.

داچې زمونږ په هیواد کې د اجنبي یرغلګرو د اشغال له وجې د جګړې اور بل دی ، د دغې تحمیلې جګړې په ترڅ کې تل دا ډول خونړي بریدونه متوقع وي، خو دجګړې ښکیل لوري دا مسؤلیت لري چې د مذهبي او قانوني مقرراتو په رعایت سره د دې ډول بوږنوونکو پیښو مخنیوی وکړي او خپل پلویان پری نږدي چې په داسې بي يروايي سره د مظلومو انسانانو ویني توی او د هغوی شتمني او ملکیتونو د اور او باروتو خوراک کړي.

د شاه شهید خونړۍ پیښه په داسې مهال کې رامنځته کیږي چې تر هغې یوه ورځ وړاندې د ملګرو ملتونوسازمان په افغانستان کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه خپل کلنی رپوټ خپور کړ چې له مخې یې د ولسي مرګ ژوبلې کچه د تیرکال په نسبت لوړه ښودلې.

هرکال د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو د رپوټ په مقابل کې د جګړې ښکیل لوري د ولسي وګړو د وژنې پړه پرمقابل لوري ور اچوي او د خپل ځان د برائت لپاره دلائل اقامه کوي، خو که حقیقت ته وکتل شي نو د جګړې ټول ښکیل لوري په ولسي مرګ ژوبله کې دخیل دي او تر اوسه یې هیڅ لوري خپل کوم هیڅ فرد د ولسي مرګ ژوبلې په اړه په قناعت پښونکي ډول نه دی مجازات کړی چې له امله یې په هیواد کې د بیګناه انسانانو د مرګ ژوبلې کچه مخ په لوړیدو ده.

که د جګړې ښکیل لوري خپل ځان د شرعي او قانوني مقرراتو په رعایت مکلف او پابند نه کړي د ولسي مرګ ژوبلې دا کچه به نوره هم لوړه او ډیر بیوزله انسانان به د ځان به وینو لمبول شي.

خدای تعالی دي په خپل رحمت سره نور د مظلومو افغانانو پرحال رحم وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x