نظــر

په څو وروستیو جریاناتو لنډې تبصرې

parliment-votingششپر  په پارلمان کې

کله چې دولسي جرګې په لومړنیو انتخاباتو کې  له  زابل ولایت څخه عصمت قانع ناکام شو ، نو بیا یي خپل د زړه تاو ددې مسخره جرګې په اړه په یوه شعر باندې ایستلی وو ، قانع ویلي  وو چې

زرداد او مسعود نشته نوره ګردپکې راټول دي
لوپر دپاټکونو لنډه غر په پارلمان کې

دغه راز نوموړي  په همدې قافیه  بریتور په پارلمان کې ، جاني واکر په پارلمان کې او دپارلماني معجون نور عجیب او غریب اجزاء ښوولي  وو، چې  دافغانستان دولسي جرګې په نامه څنګه  ګډوله ترې جوړه ده .
خو له قانع دهمدې لړۍ یو هم قافیه توری پاته وو ، چې هغه ( ششپر )  وو دقانع دوی په سیمه (زابل) کې دښځو جنګ ته ششپر وایي ( بر وزن جمپر)  شاید دقانع به هغه وخت دازړه ته نه لویده چې دامسخره پارلمان به یو وخت دششپر ( دښځو دجنګ ) شاهد هم وي .

دکرزي مقننه قوه  چې تردې پخوا یې د ځوانو ، سپین روبو او ښځمنو وکیلانو د لفظي شخړو ، ښکنځلو ، بوتل جنګیو ، بوټ جنګیو او نورو قسماقسم شخړو سختې صحنې ترشا پرې ایښي ، په دې وروستیو کې یوځل  بیا دخونړیو معرکو په ډګر اوښتی .
دجرګې له منځه یو لیک شوی خبر وایي ، چې ددوشنبې په ورځ وروسته له هغه چې  غونډه سري شوه او خبریالان له تالاره ووتل دجرګې دوو ښځینه غړو هماسلطاني او نسیمې نیازۍ ترخپل مابین فزیکي شخړه کړې چې په پایله کې دغزني وکیله هماسلطاني ټپي شوې هم ده .

بله غاړه دمشرانو له جرګې څخه  یو لنډ خو دقیق خبر وایي چې دجرګې یوه مشر غړي دتجارت وزارت له منسوبینو سره دحساب او کتاب  په مهال په خپلو اعصابو کنترول له لاسه ورکړی ، او دجنګ ددانې  له اخیستلو وروسته یې چې کله غوښتل دتجارت وزارت په یوه مامور ګوزار وکړي ، په غلطۍ ګوزار دفوائدې وزارت دیوه مأمور په ککرۍ لګیدلی ، چې  په دې توګه  دسناتورانو غونډه په وینو سره پای ته رسیدلې ، ټپي مأمور تراوسه په شفاخانه کې بستر دی ، او دسناتور صاحب قضیه څارنوالۍ ته تللې .

دایوازې مقننه قوه نه ده چې تردې حده  په کې حالات خونړي او بیړني دي ، دوروستیو راپورونو له مخې دارګ دننه هم  حالات خورا نازک پړاو ته رسیدلي ، دارګ دننه داځل دجنجال محور  مصنوعي مارشال قسیم فهیم دی ، نوموړی چې له یوې خوایې په بدخشان کې په نږدې قومندانانو دقاچاق تورونه لګول شوي ، بله غاړه یې یو نږدې همسنګر بسم الله محمدي هم بې اعتباره اعلان شوی دی .

له ارګ څخه دراوتلیو خبرونو له مخې مارشال یوځل  دارګ دننه په امنیتي غونډه کې دکرزي په امنیتي سلاکار دادفر سپنتا باندې ورسور شوی دی ، او په زغرده یې ورته ویلي چې ( ستا پلار هم نه شي کولای چې دده قومندان داشکاشم  قاچاقبر ولسوال نذیر ته  چپ وګوري )  دغه راز کله چې محمدي بې اعتباره اعلان شوی له هغه وروسته هم دنوموړي  شوګر خطرناکې کچې ته  پورته شوی اوپه لومړني برید کې یې  دپارلمانیانو او کرزي په ادرس  څو ښکنځلې او پټکې توغولي دي .
تجربو ثابته کړې ، چې نفاق دبربادۍ پیلامه ده ، د کرزي مقننه او اجرائیه قواوو دننه دنفاق تاوده اورونه که له یوې خوا د دیموکراسیانو په  اضطراب ، زړه تنګي  او رواني شکست باندې دلالت کوي له بلې خوا دا هم په زباد رسوي چې نور  ددې جوړښت دبقا لپاره  خپل منځي توافق په بشپړه توګه له منځه تللی  ، او زرده چې دا کوږ/نیم کښ بار په نیمه لار وغورځیږي .

 پاڅونونه که ماڅونونه

کابل چاپ خدمتګار ورځپاڼې او ځینو نورو غرضي او مرضي رسنیو څرخی ګډ کړی ،  چې دطالبانو په خلاف پاڅون پیل شوی ، دوی وایي  پاڅون تیرژمی  دغزني له اندړو پیل شوی ، وروسته یې مقر ، لغمان او آن غور ته سرایت کړی  ، بي بي سي هم همدا خبره کوي او وایي دطالبانو خلاف پاڅون روان دی ، او ځیني  فیسبوکي کوڅه ډب  چې زه یې ( انټرنیټي اربکیان ) بولم هم  په بدلو نومونه دا څو میاشتې همدا سرینده غږوي .
پښتانه وایي ( په یوه اوزه جشن نه جوړیږي ) خو ددغو رسنیو له پله پسې راپورونو او تبلیغاتو څخه ښکاري چې دوی غواړي  له دې دروغجنو تبلیغاتو او هیاهوی په استفاده په یوه  اوزه جشن جوړ کړي ( مطلب په څوتنو پوډري اربکیانو ولسي پاڅون رامنځته کړي  )

دولس په اړه مشهوره ده چې ترټولو زورور ځواک دی ، او پاڅون یې هم له توپان او سیلاب سره تشبیه کیږي ،چې هیڅ انساني زور یې په وړاندې مقاومت نه شي کولای ، درښتینو ولسي پاڅونونویاد شوی زور په عربي هیوادونو کې تیرکال ولیدل شو ، چې دتونس مشر یې په څو اونیو کې تیښتې ته اړ کړ ، حسني مبارک یې زنداني او اوسپنیز قذافي یې په وینو ولاړه .

خو راشئ  داربکیانو ادعائي پاڅون ته  ، چې د شپږومیاشتو له  تیریدو وروسته  په شلګر کې لاهم دپایندي  او قدم خېلوکلیو  له  محدودې نه دی وتلی ، ددهیک په اولنګیر کلي کې یې ټولټال دری ساعته مقاومت کړی او دمقر په کوهبند کې دټولو ( څلورتنو ) پاڅونوالو ( اربکیانو ) په سرخوړلو سره  په ظرف دڅو ساعتونو کې پای ته رسیدلی

 دلغمان دبادپښ او دسرپل او فاریاب دورته پاڅونونو په اړه ویل کیږي چې ( ادم نشته بوی یې شته ) مطلب په دې قسمت کې  انټرنیټي اربکیانو بړستن چورت غږولی او کوم واقعیت نلري .

کوم څوک به چې نه ددین وو او نه هم ددنیا او په اصطلاح هسې خالي بت به وو نو زموږ یوه استاد به  ( کتع او بتع ) باله ، کتع او بتع دعربي ژبې د ( جمع ) لپاره اضافي تاکیدات دي ، چې خپله مطلوب نه وي ، لکه په پښتو کې چې وایي  ، کار مار ، کتابونه متابونه  او داسې نور  مرحوم  خالص بابا به هم   هغه شعر چې هسې به په دروغو دشعر نوم پرې ایښودل شوی وو ، شعر نه بلکې ( معر ) باله  ، دشلګر او ځینو نورو سیمو داربکي پاڅونونو هڅو ته چې ګورو ، نو پاڅو ن نه بلکې ماڅون ورته ویلی شو ، ځکه ولسي پاڅونونه چې موږ لیدلي او یا تاریخ ثبت کړي داسې نه وي لکه  دشلګر اربکیان  .

بله داچې خپله دامریکایانو او دکرزي دحکومت په باور دطالبانو مقاومت  داشغال په خلاف یو ولسي هیواد شموله  پاڅون دی ، او هوښیاران وایي چې  ( سیګانه د دوو ډولو ځای نه دی )

زخمي افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x