افغانستان

ناټو: بېګاني برید کې ۹ بهرنيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۱۷مه ۱۳۹۴ل): هغه برید چې بېګا د شپې پر ۱۰ بجو او ۱۰ دقيقو د بهرنیو ځواکونو په یوه مرکز شوی و، په کې لږ تر لږه د ناټو ۹ پوځي او ملکي قراردادیان وژل شوي دي.

د ناټو ځواکونو لخوا رسنیو ته لېږل شوې خبرپاڼه د دې برید د پخلي تر څنګ وايي، تېر ماسخوتن په کابل ښار کې د ناټو ځواکونو په یوه مرکز برید وشو چې په ترڅ کې یو نظامي او اته د «غوڅ ملاتړ» د ماموریت ملکي قراردادي بهرنیان ووژل شول.

ناټو د وژل شوو بهرنیانو هویت نه دی څرګند کړی.

د راپورنو له مخې د بهرنیانو دغه مرکز په قصبه سیمه کې پروت دی. په یاد مرکز د شپې ناوخته لومړی ستره، وروسته څو پرلپسې ۵ نورې چاودنې وشوې او هممهاله ورسره ډزې پیل شوې.

د بهرنیو ځواکونو پر دغه مرکز برید د پولیسو په اکاډمۍ تر برید ۲ ساعته وروسته وشو. طالبانو د پولیسو په اکادمۍ برید چې شاوخوا ۲۷ پولیس په کې وژل شوي، مسوولیت پر غاړه اخېستی خو د بېګاني برید په اړه یې لا تر دې دمه څه نه دي ویلي.
ویل کیږي دغه مرکز چې بېګا پرې برید شوی د امریکایي ځواکونو اړوند دی.

تر دې وړاندې ناټو ځواکونو د یوه عسکر وژنه منلې وه.

ناټو ځواکونه تل د خپلو عسکرو دقیق تلفات او هویت رسنیو ته نه په ډاګه کوي.

بل پلو د کورنيو چارو وزارت ويلي چې په دې بريد کې لس تنه ساتونکي ټپيان شوي هم دي.

په روان کال کې د بهرنیانو لپاره دا تر ټولو خونړی ګوزار و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حریا شملزۍ

الحمد لله. الله اکبر ولله الحمد

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x