نظــر

په کابل کي د وروستۍ بې ساري خونړۍ او ورانوونکي پېښي په اړه

استاد عبدالمالک همت

له بده مرغه د ۱۳۹۴ کال د زمري د میاشتي د اوومي نېټې د شپې پر یوه بجه او پنځه دقيقې په داسي حال کي چي د کابل د یوې برخي مسلمانان د ورځي له ډول ډول ستړیاوو او پرېشانیو څخه د لوی څښتن د ورکړي نعمت د شپې او خوب څخه په ګټه اخیستنه د دې نړۍ له ناخوالو څخه سترګي پټي کړي او راحت يې کړی وو چي ناببره یوې سختي مرګوني او ورانوونکي چاودني د لس ګونو په شمېر د مرګ په خوب بيده کړل او د سل ګونو په شمېر يې ټپیان او د روغتونونو پر بسترونو پرې ایستل او ډېر د موټرو مستریان، غریبکاران، دوکانداران، د کوټو او کورو اوسېدونکي يې د شپې په زړه کي ودردول، ناآرامه يې کړل ، په سختو بخولو او کړاوونو يې اخته کړل او د ژوند ژواک وسایل او سرپناوي يې یا ځني واخيستې او یا يې ورکنډوکپر او وراني کړې.

استاد عبدالمالک همت
استاد عبدالمالک همت

دا ستر جنایت چاوکړ او د څه لپاره ؟ هیڅ نه دی معلوم او هیچا يې مسؤولیت پر غاړه نه دی اخیستی!! او دولت خو نو په خپلو خولو کي غرق، ناکامه دولت دی چي ایله خپل ځان وساتي.

ښه، دا کار يې د څه لپاره کړی دی؟ دا جهاد دي؟ او اشغالګرو ته يې د تاوان رسولو په موخه کړی دی؟ توبه نعوذ‌ بالله ! جهاد خو یو ستر عبادت دی او دا کار خو یو ستر جنایت باله سي. دې لوی جرم ته څنګه عبادت ویل کیږي او په دې جنایت او مخکنیو دغسي جنایتونو يې اشغالګروته څه تاوان اړولی دی؟ اشغالګر خو دلته پر دغسي خلکو باندي د ظلم کولو، د هغو د ځپلو اوغلامولو او د هغو د خاوري او شتمنیو د لاندي کولو لپاره را غلي دي. نو د جهاد له سپېڅلو او لویو موخو څخه خو یوه دا ده چي د اشغالګرو ظالمانو لاسونه د مظلومانو له ګرېوانو څخه لنډ سي او پر آرامه سي ، مګر دې او دې ته ورته کارونه خو دا مظلومان نور هم ځپی او لا يې خواروي ؟!

دا خو د خدای جل جلاله په مځکه کي سم دم فساد دی کوم چي تر ظلم هم بدتر دی. او د قرآن، سنتو، د پیغمبرانو د دعوت ضد عمل دی. قرآن او پیغمبران خو د اصلاح او سمون او د داسي چارو د ترسره کولو غوښتنه او بلنه کوي چي د خلکو د دې او هغي دنیا د نیکمرغۍ او سعادت لپاره وي، نه داچي د خلکو له جهاد او مجاهد څخه د هغو کرکه راوپاروي.

هر چا چي دغه کار کړی دی او یا يې دمخه دغه کار ته ورته کارونه کړي دي ډېر بد يې کړي، لوی څښتن جل جلاله دي سخته جزا ورکړي. د دغي او دغسي نورو پېښو شهیدانو روحونه دي ښاد او د جنت حوري دې په نصیب سي او پاته کسانو ته دې الله صبر جمیل ورکړي. ټپیانو ته يې عاجله شفا او تاوانیانو ته يې د الله له خزانو څخه د ښو نعمتونو او نعم البدل غوښتنه او دعا کوم.

ګورئ او واورئ! جهاد د خدای په مځکه کي فساد نه دي. جهاد د پاکستان د حکومت زیره خوري او غلامي نه ده. جهاد د رشتیانیو مجاهدینو د وینو او اتلولیو پر سر کشمکش او اختلاف او د کفارو په ځان پوري خندول او د اسلام او هیواد څخه د خلکو د زړونو تورول نه دی. پاکستان که د اسلام دوست وای او د امریکې او انګرېز غلام نه واي ولي يې د پولي د هاخوا طالبان پر ضد راپاڅېدل؟ او ولي يې وسله وال پوځ د هغو پر ضد پوځي عملیات کوي؟ ولي يې وژني؟ ولي يې اعداموي؟ ولي يې بندي خانې په دکي کړي دي؟ او داسي ولي او سوالونه نور هم بېخي ډېر دي. نو که غواړئ چي خسیرالدنیا والآخره او شوره او شرمنده سئ، نو د پاکستان د حکومت له بېخه مه راوزئ وما علینا الاالبلاغ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابراهيم مومند

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاتهُ همت صاحب الله تبارک وتعالی دې اجرونه درکړي، خبرې مو پر ځای دي. زه نه پوهېږم چې ستاسو ليکنې ته مشوره، توصيه، نصيحت، آګاهي او که دې ته ورته بل څه ووايم، خو په هر صورت که زما مجاهدين ورونه يې په سړه سينه، آرامو مغزو او په پوره غور او فکر سره ولولي، نو زما په آند ډېرو الهام ورکوونکو نقطو او پر ځای او عمده ټکو ته په کې اشاره شوې ده. ما ستاسو د ليکنې څخه په الهام اخيستنه په همدې موضوع باندې لنډه ليکنه وکړه، چې د ((شاه شهيد حمله او… نور لوستل »

بشرمل

محترم استاد عبدالمالک همت! ستاسی لیکنه می ولوستله واقعا په زړه پوری وه، زه نه پوهیږم چی ولی خلک او دولت دطالبانو په پالیسی اوس هم نه پوهیږی ، دطالبانو عمومی پالیسی داده چی په هره حمله کی ملکی کسان مړه اویا زیانمن شی نو دهغی مسولیت په غاړه نه اخلی او دغسی چو پ پاتی کیږی خو الله ته خو بازی نه شی ورکولای الله به یی په ورځ دمحشر شرمیدلی را وباسی او بیا به ورڅخه وپوښتی چی تاسی ولی داسی کول. بله خبره دپاکستان شوه که چیری پاکستان د طالبانو لاسنیوی ونکړی نو ددوی دجهاد ټغر به… نور لوستل »

نصرت منګل

زه نه پوهیږم چی دغربي افکارواعمالو پرمخ وړونکی په کومه طریقه پوه کړم که په لنډ ډول له تاسونه پوښتنه وکړم چی آیاپه دی ۱۴ کلونوکی موټربم دومره غټ زیان چیرته اړولی ده چی سلامت مارکیټ له خاوروسره خاوری شوی وی؟! آیا چیرته داسی ځمکنی بم هم شته چی دومره غټ تخریب وکړي؟! دابعضی لا دا هم وایې چی دا پاکستان ده نو دپاکستان طیارې په کومه لار راغلی؟! تاسو دهغی ژورې کندې عکسونه وګوری! هغه اشخاص چی تل یې دکفاروغلامی کړی او دافغانانوپه وژلو کی له همدې یرغلګرو سره مستقیم لاس لري هیڅ کله هم دداسی وحشتونو پړه په… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x