ټولنیزه برخه

ښکنځل د اسلام له نظره؟

عبدالرقيب رقيب

موږ وینو چي زموږ په ټولنه کي ښکنځلي ډیري کیږي مخکي به داسي فکر کیدو چي بي علمه او نالوستي خلک ښکنځل کوي اوس چي د خواله رسنۍ ګورو نو لوستي کسان داسي ښکنځلي کوي چي هیڅ وجدان یي نه برداشوي دومره بدي خبري یو بل ته سره کوي چي له قلم سره ظلم او وحشت بلل کیږي قلم هغه پاکه اله ده چي الله تعالی په قران کریم کي پرې قسم اخستی دی او الله تعالی په هغو شیانو قسم اخلي چي ورته عزتمن وي په دي اساس مي لازمه وبلله چي د ښکنځل په اړه څه معلومات راټول کړم او له خلکو سره یي شریک کړم ګوندي د یو چا د پوهاوي او د بل چا له دې کاره د لاس اخستلو سبب وګرزي:

بسم الله تعالی
یوچا ته داسي خطاب کول چي بد ورلګیږي ښکنځل بلل کیږي هغه که د نقص ښکارندوي وي که سپکي سپوري وي او که بهتان وي.

په احادیثو کي دا هم ثابته ده چي د لعنت او قذف تفسیر په ښکنځل سره شوی دی لعنت د الله تعالی له رحمت نه د شړلو په معنا ده او قذف په یو چا د زنا تور لګولو ته ویل کیږي مطلب دا چي د ویونکي له نیت او حالت سره یوه بده خبره ځان بدلوي تهمت په ښکنځل بدلیږي او ښکنځل په تهمت ، همدا رنګه لعنت هم بدلیدونکی دی .

بعضي هغه مشخص الفاظ درسره شریکوم چی فقهاو د ښکنځلو په نوم یاد کړي دي هغه لکه فاسق ، فاجر ، ړوند ، کوږ ، غل ، کافر ، منافق ، خبیث ، دروغجن ، چوغلګر ، داسي نور هم شته .

د ښکنځل شرعي حکم د ښکنځل کونکي او ښکنځل ورته کیدونکي له ذات او حالت سره فرق کوي ، کله ښکنځل الله تعالی یا رسول الله یا ملائکانو ته وي ( نعوذ بالله ) او کله ښکنځل یوې طبیعي پیښي ته وي لکه باران ، توپان ، مرض ، ګرمي ، یخ او داسي نور او کله بي ګنا انسان ته وي او کله هغه چا ته وي چي خپله یي مخاطب ته ښکنځل کړي وي .

الله تعالی ته په خپل اختیار ښکنځل کونکی که مسلمان وي مرتد کیږي او مرګ یي جائز ګرزي او که ذمي کافر وي ذمه یي ختمیږي او مرګ یي جائز ګرزي .

منل شویو انبیاوو او ملائکانو ته په خپل اختیار ښکنځل کونکی که مسلمان وي مرتد ګرزي او مرګ یي جائز دی او که ذمي کافر وي په وژلو کي یي د فقهاوو اختلاف دی .

اسلام ته ښکنځل کول کفر دی ، او که کوم مشخص مسلمان ته د هغه دین یا اسلام ور وښکنځل شي نو که هدف یي له دینه د هغه اخلاق وي د حنفي مذهب له نظره شوني بلل شوي ده چي کافر نه شي خو دا یو بعید احتمال دی ډیر باور نه شي پرې کیدلاي .

په دې خبره ټول علماء متفق دي چي صحابه کرامو ته ښکنځل کول په یقین سره حرامي دي ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم امر کړی دی چي : صحابه وو ته ښکنځل مه کوئ که ستاسو هریو د احد د غره په شان سره زر د خیر په ځاي مصرف کړي بیا به هم د دوي نیمی یا څلورمي ته ونه رسیږي ، اوس په دې کي خبره ده که کوم مسلمان صحابه کرامو ته ښکنځل وکړي څه حکم لري؟ بعضي فقهاء یي کافر بولي خو اکثر فقهاء یي کافر نه بولي بلکي فاسق یي ګڼي او دا قول قوي بلل شوی دی .

خپل پلار او مور ته ښکنځل کول له غټو ګناهونو څخه ده او د بل چا خوله ورته برابرول هم دا حکم لري نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: یقینا چي په خپل مور او پلار لعنت ویل له غټو ګناهونو څخه ده ، پوښتنه وشوه چي یا رسول الله څنګه به یو کس په خپل مور او پلار لعنت وایي؟ رسول الله ورته وفرمایل چي د بل چا پلار او مور ته ښکنځل وکړي او هغه د ده پلار او مور ته ښکنځل وکړي دا په خپلو والدینو لعنت ویل دی .

د پلار له طرفه اولاد ته ښکنځل هم ناروا ده خو په سزا ورکولو کي یي اختلاف دی .

ذمي کافر ته هم ښکنځل جواز نه لري مثلا په افغانستان کي چي کوم هندوان یا سیکان اوسي هغوي ته ښکنځل کول ګنا ده .

د مشرکانو خدایانو ته هم ښکنځل کول په قران کریم کي منع شوي ده سورة الانعام یوسل اتم ایت فرمایي چي د مشرکانو خدایانو ته ښکنځل مه کوئ چي بیا هغوي الله تعالی ته ښکنځل کوي .

یو عام انسان ته ښکنځل کول په اسلام کي منع ده ابوداود روایت کړی چي یو کس وایي رسول الله په کلکه راته وویل چي هیچا ته ښکنځل ونه کړې له هغه وروسته مي نه ازاد انسان او نه غلام ته ښکنځل کړي ده نه مي اوښ نه مي پسه ته ښکنځل کړي ده .

او هغه چا ته ښکنځل کول هم په دې روایت کي منع شوي ده چي تا ته یي ښکنځل کړي وي دا صحابي وایي ما ته رسول الله دا هم وویل چي که چا ښکنځل درته وکړه او یا یي د هغه څه پیغور درکړ چي په تا کي وو ته ښکنځل مه ورته کوه او مه ده ته پیغور ورکوه ځکه د ده د کړنو وبال د ده دی . او یو بل راویت کي راځي چي ستا له طرفه ملائکان ځواب ورکوي ته د ښکنځل ځواب په ښکنځل مه ورکوه خو بعضي فقهاء د ښکنځل ځواب په هغسي ښکنځل جائز بولي او دلیل د ابوداود یو بل روایت یادوي چي رسول الله اجازه ورکړي ده ، او د روژتي په هکله اتفاق دی چي چا ته به د ښکنځل ځواب په ښکنځل نه ورکوي ځکه دا کار د روژې ثواب له منځه وړي بخاري شریفه روایت لري چي رسول الله روژتي ته سپارښتنه کوي که څوک بد رد درته ووایي تاسو ورته وایئ چي روژه می ده په بدو ځواب مه ورکوئ .

مسلمان عادل مړي ته ښکنځل کول په اتفاق د فقهاو سره حرام ده ځکه رسول الله علیه السلام فرمایلي دي چي مړو ته ښکنځل مه کوئ ! او که مړی کافر وو یا په ښکاره فاسق وو بیا اختلاف شته بعضي فقهاء ورته ښکنځل کول روا بولي ځکه نصوص پکي مختلف راغلي دي او ابن بطال مړو ته ښکنځل د غیبت په شان بولي دی وایي چي غیبت د عادل مسلمان جائز نه دی نو ښکنځل هم ورته جواز نه لري او غیبت د کافر او فاسق روا دی نو ښکنځل هم ورته روا ده .

وخت ته ښکنځل کول هم په شریعت کي جواز نه لري له رسول الله څخه روایت دی چي وایي الله تعالی فرمایي چي شپو ورځو ته ښکنځل مه کوئ ځکه دوي زما په اختیار کي دي بدلوم رابدلوم یي د ځیني پاچاهانو پسي نور راولم ابن حجر رحمه الله فرمایي چي په دې لحاظ وخت ته ښکنځل په حقیقت کي الله تعالی ته راجع کیږي ځکه وخت د هیڅ شي اختیار نه لري د وخت له تیریدو سره ټولي پیښي د الله تعالی کړني دي .

باد ته هم ښکنځل روا نه دي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی چي فرمایي: باد د الله تعالی له رحمتونو یو رحمت دی چي کله ګټي راوړي او کله تاوانونه راوړي کله که مو باد ولید نو ښکنځل مه ورته کوئ بلکي له الله تعالی څخه یي د ګټو سوال کوئ او له شره یي پنا غواړئ !.

تبي ته هم ښکنځل منع ده ځکه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم یو وخت د ام سائب په نوم د یوې میرمني پوښتني ته راغی ورته یي ویل چي څه حال مو دی ؟ هغې ورته وویل چي تبه مي ده لا بارک الله فیها رسول الله ورته وفرمایل چي تبي ته ښکنځل مه کوه ځکه تبه د مسلمان ګناهونه رژوي . دلته خو یو د ښکنځل حکم معلوم شو او بله دا خبره معلومه شوه چي ښېرا هم کله کله ښکنځل بلل کیږي ځکه لا بارک الله فیها ښېرا ده او رسول الله یي تفسیر په ښکنځل سره کړی دی ځکه دې ښځي د ښکنځل په توګه کارولي وه.

عزتمنو لوستونکو که پورتني بیان ته ځیر شو په مجموع کي ټولي ښکنځلي د ایت او حدیث له مخي ناروا بل شوي دي فقط یوه دوه مسئلې وې چي هلته جواز ورکړل شوی وو او هغه هم اختلافي وو او دا خبره هم جوته شوه چي ښکنځل فقط فحش خبرو ته نه ویل کیږي بلکي د احادیثو په رڼا کي یاده شوه چي یو چا ته ترخه خبره او داسي نور هم ښکنځلي دي مطلب دا چي د یو انسان خوا بدول په ترخو خبرو سره اګر که کافر وي جواز نه لري په دي اساس موږ ته لازمه ده چي د ژبي او قلم ډیر خیال وساتو تر څو د الله تعالی دا نعمت د الله تعالی په نافرماني کي ونه کاروو بعضي خلک د خپلو ښکنځلو لپاره دا استدلال کوي چي فلان راته ښکنځل وکړه ځکه خو یي زه هم ورته کوم نو پورته ثابته شوه چي د ښکنځل قصاص په ښکنځل سره جواز نه لري هو، که ښکنځل تر قضا پوري ورسیږي او هلته په دوو شاهدانو ثابته شي قاضي به تعزیر ورکوي هغه نور بیان یي پورته ذکر دی ، او بعضي خلک له حق څخه د دفاع په خاطر جزباتي شي او سپکي سپوري ووایي چي دا ډول کار هم د حق دفاع نه ده بلکي حق تر پښو لاندي کول ده ځکه حق عبارت دی له اسلام څخه او په اسلام کي ښکنځل کول منع ده امام احمد رحمه الله فرمایي څوک چي د حق په دفاع کي ښکنځل ک
وي پوه شه چي نیت یي خراب دی ځکه حق ښکنځلو ته ضرورت نه لري. الله تعالی دي موږ ټولو ته توفیق راکړي چي په مستقیمه لاره تګ وکړو .

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

یادونه : د دې لیکني اقتباس مي له ( الموسوعة الفقهیة الکویتیة) څخه کړی دی خو ډیرو هغو کتابونو ته مي هم سر ورښکاره کړی دی چي موسوعې به حواله پرې ورکړي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پوپلزای

یو جهان مننه والله ما ته دی زما کمزوری را په ګوته کړه او بل دا چی لاره می هم د حلولو پیدا کړه . بس د نن نه می د الله پر توکل اراده ده چی دشمن ته به هم کنزا نه کوم .

غ.حضرت

کښنځل کول د شیطان قمچینه ده چه د مسلمان پر پاک وجود وهل کیږی، بناً باید شیطان ته اجازه ورنکړه شی چه دا قمچینه زموږ پر بدن را حواله کړی او حوصله به ددې باعث وګرځی چه قمچینه بیرته د شیطان کوس تیزن پر تور مخ ور حواله شی. ( شیطان ته کنځاوی مزه کا او هغه چا ته چه د شیطان پر لیاره روان وی، البته لږ کرار غوندی چه سم وا نه وریدل شی؟ ؟؟؟؟؟؟ .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x