دیني، سیرت او تاریخ

شهید او شهادت ( اته ویشتمه برخه )

ليكوال: م. محمد نعيم

امام شعراوي رحمه الله وايي په دې کې چې شهید ژوندی دی دوه مهمو ټکو ته اشاره ده: یو دا چې کله کفار مسلمان ووژني معنی یې دا نه ده چې هغه یې مړ کړ، بلکې له یو ژوند نه بل ژوند ته لاړ، نو کفار دې په دې نه خوشحالېږي چې یو مسلمان یې مړی کړی، نه، مړ شوی نه دی، بلکې بل ژوند ته انتقال شوی، بل همدارنګه مومنانو ته تسلیت دی، ډاډ دی چې شهید مړ نه دی، مسلمانان دې نه خپه کېږي چې ددوی یو کس کفارو مړ کړی، مړ نه دی، بلکې له یو ژوند نه بل تر هغه غوره ژوند ته تلی.

او بل په دې کې دېته اشاره ده چې دا دین به د شهیدانو په وینو ساتل کېږي، د شهیدانو وینې به د نورو راتلونکو نسلونو لپاره د لارې مشالونه وي، د شهیدانو د وینو په برکت به راتلونکي نسلونه ژوندي پاتې کيږي. [1]

ځینې علمای کرام فرمايي چې د شهید د ژوند معنی دا ده چې نوم به یې تر قیامته پورې ژوندی دی؛ هغه داسې چې په قرآن کریم کې د ده ځانګړې یادونه شوې ده، تر څو چې دا دنیا وي، دا قرآن موجود وي، دشهیدانو نیک نوم او یاد به هم ژوندی وي.

په رښتیا هم چې دشهید د ژوندیتوب یوه نښه همدا کېدای شي چې خلک یې تل یادوي، د خلکو د ژبو په سر وي، دخلکو په زړونو کې ځانګړی ځای لري، هر څوک شهید ته درناوی لري، مینه ور سره لري، ځکه خو په اسلامي ټولنو کې د شهید کورنۍ په خپل شهید ویاړي، په داسې حال کې چې هېڅوک د خپل کوم دوست، یا ملګري په عادي مرګ نه ویاړي.

الله جل جلاله په څلورمه پاره کې د سورت آل عمران په ۱۶۹، ۱۷۰ او ۱۷۱ آیتونو کې د  هغو شهیدانو په اړه  چې د احد په غزا کې د هجرت په دریم کال په شهادت ورسېدل داسې فرمايي:

( وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ (169) فَرِحِينَ بِمَا آَتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ وَيَسْتَبْشِرُونَ بِالَّذِينَ لَمْ يَلْحَقُوا بِهِمْ مِنْ خَلْفِهِمْ أَلَّا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ (170) يَسْتَبْشِرُونَ بِنِعْمَةٍ مِنَ اللَّهِ وَفَضْلٍ وَأَنَّ اللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُؤْمِنِينَ (171)

ژباړه: او هېڅکله د هغو کسانو په اړه چې دالله جل جلاله په لاره کې وژل شوي، د مړو ګومان مه کوه،  هغوی ژوندي دي، د خپل رب په وړاندې روزي ور کول کېږي. په هغه څه خوښ دي چې الله جل جلاله له خپلې پېرزوینې ور کړي، او په دوی پسې د هغو کسانو په شهادت یو بل ته زیري سره ور کوي چې لا نه دي شهیدان شوي او ددوی په څېر جهاد کوي؛ ځکه په دوی هېڅ  ډار نشته او نه  هم دوی غمژنېږي.  د الله جل جلاله له لوري په لویو پېرزوینو او نعمتونو یو بل ته مبارکۍ ور کوي، او الله جل جلاله هېڅکه د مومنانو اجر نه ابته کوي.

شیخ عبد الرحمن بن ناصر بن السعدي په خپل تفسیر ( تیسیر الکریم الرحمن في تفسیر الکلام المنان ) کې وايي دا خبره چې دوی ته د الله جل جلاله په وړاندې روزي ور کول کېږي، د بدنونو راحت او آرامۍ ته اشاره ده، او دا چې دوی به د خپلو نورو ملګرو په ورتګ یو او بل ته زیري ور کوي، دا یې د زړونو خوشحالۍ ته اشاره ده[2]

سبحان الله! په شهیدانو الله جل جلاله دومره لوړې او سترې پېرزوینې کړې دي، آن خلک یې له دې منع کړي چې هسې د مرګ ګومان پرې وکړي، دا خو لا څه چې باور پرې وکړي. شهیدان په حقیقت کې د الله جل جلاله نازولي میلمانه دي؛ ځکه خو یې تر خپل عرش لاندې ځای ور کړی. په رښتیا هم چې الله جل جلاله ډېر غیرتي ذات دی، مسلمان چې کله د الله جل جلاله په دین غیرت وکړي، خپل سر د الله جل جلاله په لاره کې وښندي، الله پاک يې په داسې ځانګړي ډول نازوي، دومره لویې او سترې پېرزوینې  پرې کوي.

د البقره سورت په آیت کې الله جل جلاله مسلمان شهیدانو ته په خوله له مړو ویلو منع کړې، او سورت آل عمران کې یې د شهیدانو په اړه د مرګ له ګومان کولو هم منع فرمايلي. په دې معنی چې په خوله مړه ویل خو څه، آن په زړه کې هم داسې مه راتېروئ چې شهیدان مړه دي!

دنوموړو مبارکو آیتونو د شان نزول په اړه په مسند امام احمد کې دا ډول روایت راغلی: (  عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « لَمَّا أُصِيبَ إِخْوَانُكُمْ بِأُحُدٍ جَعَلَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ أَرْوَاحَهُمْ فِى أَجَوَافِ طَيْرٍ خُضْرٍ تَرِدُ أَنْهَارَ الْجَنَّةِ تَأْكُلُ مِنْ ثِمَارِهَا وَتَأْوِى إِلَى قَنَادِيلَ مِنْ ذَهَبٍ فِى ظِلِّ الْعَرْشِ فَلَمَّا وَجَدُوا طِيبَ مَشْربِهِمْ وَمَأْكَلِهِمْ وَحُسْنَ مُنْقَلَبِهِمْ قَالُوا يَا لَيْتَ إِخْوَانَنَا يَعْلَمُونَ بِمَا صَنَعَ اللَّهُ لَنَا لِئَلاَّ يَزْهَدُوا فِى الْجِهَادِ وَلاَ يَنْكُلُوا عَنِ الْحَرْبِ. فَقَالَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ أَنَا أُبَلِّغُهُمْ عَنْكُمْ فَأَنْزَلَ اللَّهُ عَزَّ وَجَلَّ هَؤُلاَءِ الآيَاتِ عَلَى رَسُولِهِ (وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِى سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتاً بَلْ أَحْيَاءٌ ). [3]

ژباړه: له عبد الله بن عباس رضی الله عنهما څخه روایت وايي، رسول الله صلی الله علیه وسلم و فرمایل:  کله چې د احد په غزا کې ستاسو وروڼه شهیدان شول، الله جل جلاله یې ارواح د شنو مرغانو په ګېډو کې کړل، د جنت ویالو ته ورځي مېوې یې خوړي، او  بېرته د عرش په سیوري کې د سرو زرو څراغونو ته راځي، کله یې چې خپل ښه ښه څښاکونه، خوراکونه ، ښه ژوند او ښه خوب ولید، ویل ای کاش پاتې مسلمان وروڼه مو په هغه څه خبر وی چې الله جل جلاله له مونږ سره وکړل، تر څو له جهاد  سره بې مینې، او له جګړې نه انکاري نشي. الله جل جلاله ورته ویل زه به یې ستاسو له خوا خبر کړم، نو الله جل جلاله دا آیتونه په خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم را نازل کړل: (وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِى سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوَاتاً بَلْ أَحْيَاءٌ ).

سبحان الله! الله تعالی شهیدانو ته څومره لوړ مقام او لوی عزت ور کړی، داسې چې هیلې یې خپله ورته پوره کوي، د دوی د زړه خبره د قرآن کریم د مبارکو او سپېڅلو آیتونو په بڼه دنیا ته را لېږي، تر څو تر قیامته پاتې شي، او ټول پرې خبر شي، او هر څوک چې قرآن کریم تلاوتوي، او پرې پوهېږي.  په زړه کې یې د شهادت ولولې په څپو شي.

نور بیا…
_______________________
[1] تفسیر الشعراوي، سورت البقرة، آیت ۱۵۴.
[2] – تیسیر الکریم الرحمن في تفسیر الکلام المنان للشیخ عبد الرحمن بن ناصر بن السعدي، ص: ۷۲، لومړی چاپ. موسسة الرسالة. کال: ۱۴۲۰ هـ ق.
[3] – مسند امام احمد.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x