نظــر

داندړو پاڅون …. انګیزه اوپایلې !

Ghazni weaponداندړولسوالي دغزني  ترټولو لویه ولسوالۍ ده چې په هغې کې له قرباغي  هزاره میشته اوناني تاجک میشته دوکلیوماسیوا نور ټول اوسیدونکي  پښتانه  غیرتي اندړ دي.

دهیواد په کچه ځیني تاریخې او علمي شخصیتونه لکه دانګریزي یرغل خلاف نومیالي مجاهد ملامشک عالم (اندړ)، دالحادي مفکورې خلاف  ستر مبارز اوداسلامي تحریک شهید پوهاند غلام محمد (نیازی) او دهیواد مشهور فزیک پوه ارواښاد پوهاند غلام صدیق محبي ټول دهمدې سیمې علمي ویاړونه دي.

داندړو ولسوالۍ دشیلګر په نوم هم یادیږي  خوداچې اوسیدونکي یې اکثریت اندړ دي نوځکه دهغې رسمې نوم داندړو لویه ولسوالۍ ده چې دټولو کلیو شمیره یې تر۴۰۰ هم لوړیږي .

دغزني ولایت په کچه اندړ قوم دنوموړي ولایت دنفوسوترټولوغټ اکثریت  تشکیلوي ؛ ځکه  له اندړو ولسوالۍ ماسیوادګیرو،دهیک،زنه خان ، او واغظ  ولسوالۍ هم  په دي قوم پوري تړاولري ، همداراز دغزني  دمرکز لویديځ لورته  دبغلې سیمه چې دزلزلې ،زرګر،ماموروال ،لیوان  اوپایه کلي په کې موقعیت لري  ټول اوسیدونکي اندړ اودقره باغ ولسوالۍ  چې  دبیلابیلو قومونو مختلط ترکیب لري هم  غټ قوم يي اندړ تشکیلوي ، په دې سره ویلای شو چې دغزني ولایت په پښتون میشته ولسوالیوکې داندړو قوم ترټولولوی او ګڼ نفوسه قوم دی .

داندړو پاڅون !

له تقریبا دریو میاشتو راهیسي  داندړو ولسوالۍ په ځینوکلیوکې  دطالبانو خلاف  وسله وال خلګ راپورته  شوي او داندړو پاڅون  ترنامه لاندې  له طالبانو سره  یې وسله واله مقابله پیل کړې .

دطالبانو په مقابل کې داندړو ولسوالۍ دغه پاڅون په پیل کې درسنیو لخوا دولسي پاڅون په نوم اعلان شو ، یوه اونۍ وروسته هغه  دغزني دخلګو پاڅون وبلل شو  خو تقریبا دوې اونۍ ورسته هغه  یواځې داندړو په پاڅون کې محصورشو،

دپاڅون  انګیزه !

داندړو ولسوالۍ دغزني په ولایت کې  دبهرنیو اوکورنیو ځواکونولپاره ترټولو نا امنه سیمه  ده ، بهرنیو او دولتي ځواکونوچې ددې سیمې دلاندې کولو لپاره  له تیرو یولسوکلونوراهسیې  په پوځې لحاظ کوم  زور استعمال کړ هغه کومه ګټه ونه کړه ، لهذا له تیرو دوه نیموکلونو راپدیخوا  امریکایانو دخپلو سیمه ایزو مرستندویانو په مرسته  داندړو  ولسوالۍ دلاندې کولو لپاره  په یوه بدیل پروګرام کاروکړ ، اوهغه  داچې دسیمې ځینې هغه کسان چې  مخکې  له  امریکایانو سره دخدمت  او کارکولو سابقه لرله   په سیمه کې  دولسي خلګو په نوم استخدام   او دهغوئ له  ولسي توب نه  په استفادې سره هالته  خپله واکمنې ټینګه کړي .

دغه  استخدام شوي  کسان څوک دی ؟

کوم کسان چې دامریکایانو لخوا ددې پروژې دپلې کولو لپاره استخدام شول هغه عبارت دي له :

۱ـ  لونګ فیضان  داندړو ولسوالۍ د ګنډیر دکلي او سیدونکی  دحزب  پخوانی قومندان  ، اوبیا دغزني پخوانی والی.

۲ـ  مامورجبار  داندړو ولسوالي  دخاني بابا کلا اوسیدونکی  دحزب پخواني  چارواکی ،اوبیادپارلمان پخوانی وکیل .

۳ـ  حفیظ  داندړو ولسوالۍ  دعبدالرحیم دکلي اوسیدونکی  دحزب اسلامي پخوانی قومندان  او دمامور صاحب جبار او لونګ فیضان   دمنډو ترړوملګری .

فیضان  په۸ ۲۰۰ کال کې  دډیرکم وخت لپاره دغزني والي  او بیا وروسته  د۱۰۰۰۰۰ ډالرو په اختلاس له ولایته لیري  کړای شو

http://www.benawa.com/details.php?id=16969

دپاڅون  لپاره  دموفقیت  زمینه سازي .

لکه مخکې چې مو وویل امریکایانو  ددغې پروژې په احداث  ډیروختي  کار پیل کړی وه  ، خو دعملي کولو زمینه  ورته نه برابریده تر څوچې یې سږکال په پسرلي کې دخپلې  پروژې دعملي کیدو او موفقیت  لپاره  له یوه عجیب تکتیک نه کارواخیست او هغه په دې توګه چې امریکایانو دغزني والي ته  دستور ورکړ چې  په اندړو، دهیک او مرکزکې  دبي اسناده موټرسایکلونو په ګرزولو بندیز ولګوي ،والي سمدستي دغه دستور عملي  او دیوې اعلامیې  په ترڅ کې یې دبي اسناده موټرسایکلونو په  ګرځولو بندیز ولګاوه ، محلي طالبانو سمدستي دهغه په مقابل کې  په ښونځیو بندیز ولګاوه .

دتعجب ځای پکې داده چې  په موټرسایکلونو بندیز  څرنګه  دښونځیو دبندلو لامل وګرځیده اودغو دواړو قضیو څرنګه یوله  بل سره ربط پیداکړ ؛ حال داچې  هغه دواړه د کیفیت او نوعیت له لحاظه  په بشپړه توګه یوله بل نه  جلا  موضوع ګانې  او په هیڅ صورت  باید نه وای سره تړلې شوې .

په هرصورت !   دښونځیو په بندولو سره  امریکايي پروژې ته  دپلي کیدو زمینه مساعده  او پاڅون والوته  پلمه ورجوړه شوه  چې  له بده مرغه  د پلمې په جوړولوکې  په غیراګاهانه   ډول سیمه ایز طالبان هم  وکاریدل.

اسد خالد  دمامورصاحب جبار او لونګ فیضان  په  کار کردګي   دپروژې  تطبیق ته دوام ورکړ او سمدلاسه يې  ددوئ  ترمشري لاندې په رایوځای کړای شویو وسله والو باندې دولسي پاڅون نوم کیښود، خوداچې دپروژې دقوه کاردپرسونلوشمیر ډیرمحدود اودولسي پاڅون معیاريې نشواي پوره کولای نو دپروژې طراحانو  دهغې نوم  له ولسي پاڅون  نه  دغزني پاڅون ته  راواړاوه  ، خو دوخت په تیریدوسره  چې کله  په غزني کې دپروژې دتطبیق ساحه  یواځې  داندړو ولسوالۍ په  (۶)کلیوکې محدوده شوه  نويې دهغې نوم  دغزني له پاڅون  نه  داندړو پاڅون ته تغیر کړ.

دپاڅون په وړاندي  داندړو غبرګون .

په  اندړو ولسوالۍ کې دهمدغه  پاڅون  دپیل په هماغو لومړیو کې  دپاڅون والو په وړاندي  داندړوقوم  خپل غبرګون  ددغې  ولسوالۍ  په کچه  دمشهورقومي شخصیت  اوپخوانی جهادي قومندان  خیال محمد (حسیني )په وسیله  اعلان اونوموړی پاڅون  يې  دامریکایانو په دستور دڅوتنوغلواوداړه مارانو پروژه وبلله .

نوموړی دغه غبرګون   داندړو ولسوالۍ  دیوه مخور قومي مشر  په توګه  له رسنیوسره په څرګندونوکې اعلان کړ .

په نوموړې پاڅون باندې دامریکايي پروژې نوم هم  ښاغلي  الحاج خیال محمد حسیني  ایښی  او دهغې  داصلي طراح اسد خالد  نوم  همده  رسنیوته افشاء کړ .

نوموړي دیاد پاڅون په اړه په خپل وروستي غبرګون کې له افغان اسلامي اژانس سره په مرکه کې داسې  وویل :

 په اندړو کې چې څه کیږي هغه دامریکایانو یوه پروژه ده چې له تیرو دوه نیمو کلو راهیسې یې دسرحداتو وزارت ترنظارت لاندې تنظیموله او دادی اوس یې په پلي کولو لاس پورې کړی ، داخلک ټول غله او داړه ماران دي  دسیمې خلک دهغوی ملاتړ نه کوي ، او دوی دبهرنیانو او حکومت داربکیانو په څير کارکوي ، زه نه دا خلک تاییدوم او نه یې ملاتړ کوم دوی دنورو په لمسون جګړه پیل کړې یوڅو کلي چې دوی له طالبانو څخه نیولې هلته هم حالات ښه نه دي.

http://www.afghanislamicpress.com

نوموړي قومي متنفذ  د طلوع  تلویزون  اوازادي رادیوسره  په  څرګندونو کې  هم  دیاد پاڅون په اړه داندړو غبرګون  په  پورته شکل  اعلان کړی .

ایا هغه ریښتیا  داندړو پاڅون دی ؟

که داندړو ولسوالۍ مساحت  او په غزني ولایت کې داندړو دقوم  ګڼ والی ته وکتل شي نو بیا دغه پاڅون  ته داندړو دپاڅون نوم ورکول  ناسم  دی ؛ ځکه  کومه سیمه چې  ددې پاڅون والو تر ولکه لاندې ده  دهغې دنفوسو شمیره په فیصدي لحاظ داندړو دقوم  دقومي  تراکم په نسبت  یو اعشاریا ۹۹ په سلوکې هم نشي پوره کولای  .

ځکه یواځې داندړو په ولسوالۍ داندړ میشته  کلیو شمیره تر ۴۰۰ لوړه ده ،او کوم کلي چې ددغو پاڅون والو ترولکې لاندې دي هغه په حساب   (  ۶) کلي دي  چې  له  غونډو، عبدالرحیم ، صاحب خان ، ګنډیر، کنصف  او قدم  خیل څخه عبارت دی ، نو په دې لحاظ  ویلای شو چې نوموړي پاڅون ته داندړو دپاڅون  نوم ورکول  دارقامو اوحقائقو له مخې   ناسم تعبیر دی .

داندړو پاڅون  تراوسه څه لاسته راوړنې لرلې؟

دغه  پاڅون چې  په سیمه کې    دښونځیو  دپرانستینې او دبیارغونې  پروژو دپلي کولو په پلمه  رامنځته شوی ده  تراوسه  په خپلو موخوکې هیڅ راز لاسته راوړنې نه دې لرلې ؛ ځکه  په هغو محدودو کلیوکې چې دپاڅون په نوم  وسله وال میشت دی ، هغه کلي عملا دطالبانو له ځواکونوسره  دجګړې په ډګر بدل شوي او دجګړې په حالت کې  دښونځیو پرانستل او درغنیزو فعالیتونو ترسره کول ناشونی  کاردی .

کوم کلي چې دپاڅون په نوم  وسله وال پکي میشت دي  هالته  اوسیدونکي  له ډیرواقتصادي  اوټولنیزو ستونزوسره مخ دی ، پاڅون وال هغوئ ته وايي چې یابه  له مونږسره دطالبانو خلاف  وسله اخلئ اویابه  له  دغو ګلیو کډه کیږئ .

دبیلګې په توګه  دګنډهیر دکلي اصلي اوسیدونکي  سید معصوم ،شیر محمد ،شاګل  اوشمس الحق اخنذاده چې داندړو دولسوالۍ په کچه  دسیمي مشهوره کورنۍ او دنسب له لحاظه  دنومیالي  تاریخي شخصیت  ملامشک عالم  (اندړ)  په  علمي  متنفذې کورنۍ پوري تعلق لري  چې ټول اندړ یې  له همدي  امله  خاص  درناوی کوي   ،خو اوس  هغوئ  ټول دپاڅون  دمشر لونګ فیضان لخواچې دهمدي  کلي اوسیدونکی  دی  دخپل کلي  پریښودلو ته اړیستل شوی  او په ډیروسختو شرایطوکې په نورو کلیوکې دکډوالۍ  اوغربت   دکړاوشپې تیروي .

دغه حقیقت داندړو ولسوالۍ  ټولو اوسیدونکوته ښکاره  اوهیڅ څوک تري انکار نه لري .

خپله پاڅون وال هم  چې  اصلي طراحان یې له پایلواولاسته راوړنو مایوسه  شوي له  ګڼ شمیر اقتصادي  اولوجیستیکي  ستونزوسره مخ دی او دپاڅون ساحه يې ورځ تربلې  محدودوه  او ورسکڼل کیږي .

دپاڅون والو  ناکامي  اوله هغوئ سره  دقومي  متنفذینو او علماووحساسیت او نه ملاتړ  په هغو لیکنوکې هم ښه څرګندیږي  چې په دې وروستیوکې  دپاڅون والو لخوا په ځينو ویب پاڼوکې  خپرې شوې .

 http://taand.com/index.php?mod=article&cat=Mehwar&article=34917

داندړو له پاڅون نه الهام اخیستونکي  پاڅونونه

داندړو له پاڅون سره  وروسته   دهیواد په یوشمیرنوروسیموکې  هم دځینورسنیو لخوا  دولسي پاڅونونو په نوم  خبرونه  خپاره شول  ،خو دهغوئ اغیزه  یواځې په همدغه  خبرنشولوکې ختمه اونوريي اوس په هماغو سیموکې   کوم فیزکي  اثر نه محسوس کیږي .

پاڅونونه   که دکرزي  دواکمنۍ  الترناتیف

یولس کاله مخکې چې امریکایانو  دخپلو سیاسي  موخو دترلاسه کولو په غرض  په افغانستان یرغل وکړ اودلته يې دحامدکرزي  ترمشرۍ لاندې ګوډاګۍ  اداره  رامنځته  کړه  اوس داسې ښکاري  چې  دغه  اداره  له  پوځي ،امنیتي اواداري  لحاظه  دامریکایانو لپاره  دهغوئ  داهدافو  په  ترلاسه کولوکې پاتې راغلې .

امریکایان  اودهغوئ  نړیوال ملاتړي  هم نور دخپلو پوځي او اقتصادي ستونزو له مخې نشي کولای  چې په افغانستان کې خپل  اوږدمهاله  پوځي ماموریت ته دوام ورکړي ،چې دغه کار په پوځي اوسیاسي لحاظ  دامریکایانو لپاره  په افغانستان کې دښکارماتې مانالري او دوئ یې منلوته زړه نه ښه کوي .

امریکایان  چې په افغانستان باندې دخپلې واکمنۍ له خیالونو اوس پوره مایوسه شوي  دخپل  شریر طبیعت له مخې غواړي  له افغانستان څخه  په داسې حال کې پښې سپکې کړي  چې دلته   دافغانانو په منځ کې دکورنۍ جګړې  خطرناکه فتنه  ترشاپریږدي   او دهغې په وسیله  په افغانستان کې دخپلو دائمي اډودپاتي کیدو لپاره زمینه مساعده کړي .

امریکایانو له عراق څخه دخپلو ځواکونو دایستلو په مهال هم  عین  تکتیک وکاراوه ، هغوئ چې کله  دعراقي مقاومت  په مقابل کې  دنوري المالکي دحکومت  ناکامي حس کړه  نو سمدستي يي  دالصحوات (ولسي  بیداري ) په نوم  دمحلي ملیشو تشکیلات ایجاد کړل  چې نن هماغه  الصحوات  هم  دالمالکي له دولت او هم  دهغه له مخالفینوسره په جګړه دي  اوپه دې توګه په عراق کې  دعراقیانو ترمنځ   دکورنۍ جګړې لمبې  همداسې  بلې پاتې دي

که څه هم چې دعراق اوافغانستان ترمنځ شرائط توپیر لري  اودلته دالله فضل دی  نژادي او مذهبي  (شیعه ـ سني ) اختلافات هغه حدته ندی رسیدلی لکه دعراق  ،خوامریکایان چې  دافغاني جګړې ملاماتوونکو پوځي او اقتصادي تاوانونویې  سدله سره ایستلی دغه شرائط په پام کې نه نیسي  اوغواړي چې  په افغانستان  کې هم  دولسي پاڅونونو په  پلمه  دکرزي داداري  بدیل قوت کې ایجاد  او دهغوئ په وسیله خپلې نیمګړې هیلې پوره  کړي .

دغه  په اصطلاح  پاڅونونه چې  دیوشمیر نالوسته اوغیرمسؤلو افرادو لخواپرمخ بیول کیږي  هیڅ لوري  ته دهیڅ ډول  مسؤلیت  تعهد هم نه لري او نه يي خلګ مسؤل بولي ، هغوئ نه منظم  اداري اوپوځي تشکیلات لري او نه هم دحکومت داري  قانوني  تګلاره  بس یواځې دا چې  دګډوډیو په ایجادولوسره  په افغانستان کې دامریکایانو تروتلو وروسته  دافغانانو ترمنځ دکورنۍ  ورانوونکې  ناراواجګړې لړۍ دوامداره وساتي.

شاهد (غزنیوال)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x