افغانستان

بدخشان: د قومندان په ګډون ۱۹ عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۱۷مه، ۱۳۹۴ل): د ملي دفاع وزارت وايي چې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د ملي اردو ۱۲ عسکر وژل شوي دي، خو طالبانو یوازې په بدخشان کې د قومندان په ګډونو د لسو عسکرو د وژل کېدو او نهو نورو د ټپی کېدو خبر ورکوي.

د دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په بدخشان، کاپیسا، سرپل، خوست، غزني، روزګان، فارياب او لوګر کې د عملیاتو په مهال يې یو سل پنځلس مخالف وسله وال وژلي او د اردو دوولس عسکر وژل شوي دي.

طالبانو د فاع وزارت د پورته دعوې په اړه څه نه دي ويلي، خو رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې يې د بدخشان په کوف آب ولسوالي کې د قومندان په ګډون د ۱۹ عسکرو د مرګ ـ ژوبلې خبر ورکړی دی.

طالبان وايي چې د دې ولسوالۍ په ګڼو سیمو کې يې د نښتو په اوږدو کې قومندان جمعه خان او ۹ عسکر وژلي او ۱۰ نور يې مرګوني ټپیان کړي دي.

دولتي سرچينو د طالبانو د دې څرګندونو په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

د شمالي ولایت بدخشان په کوف آب کې ښايي دا لومړی ځل وي چې د نښتې خبر ورکول کېږي، خو تر دې وړاندې د دې ولایت په جرم، کشم او ګڼو نورو ولسوالیو کې طالبانو پراخ بريدونه ترسره کړي دي.

دا په داسې حال کې دی چې د هېواد پلازمېنه هم له تېرو دوو ورځو راهیسې د مرګونو بريدونه شاهده وه.

تېر ماښام د کابل د پنځمې حوزې اړوند د پولیسو اکاډمي کې د ننه د سرتيري بريد نږدې ۵۰ عسکرو ته مرګ ـ ژوبله واړوله، ورسره هم مهاله د پنځلسمې حوزې اړوند په قصبه سیمه کې چاودنو او نښتو نهه بهرنیان ځای پر ځای ووژل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x