ورزش

استرالیا د انګلینډ په وړاندې شرموونکې ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (شنبه، زمری ۱۷مه ۱۳۹۴ل): نن د انګلینډ او استرالیا تر منځ څلورمه ټیسټ لوبه پای ته ورسیده چې دغې لوبې کې د انګلینډ حیرانوونکې توپ اچونه او د استرالیا شرموونکې توپ وهنه استرالیا له ماتې سره مخ کړه. استرالیا دغې لوبې کې په ۷۸ منډو او یو پړاو توپ وهنې ماتې وخوړه.

انګلینډ لوبډلې د لوبې پچه وګټله او د توپ اچونې کامیابه پریکړه یي وکړه. استرالیايي لوبغاړي لومړی وار توپ وهنې کې د انګلینډ لوبډلې توپ اچوونکو په وړاندې بې وسه ثابت شول.

استرالیا لوبډلې خپل لومړۍ وار توپ وهنې کې یوازې ۱۸.۳ اوره لوبه وکړه او خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره يي یوازې ۶۰ منډې جوړې کړې.

د استرالیا لوبډلې لپاره کلارک په ۱۵ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۱۰ او جونسن په ۲۵ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۱۳ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړونکي لوبغاړي شول.

د انګلینډ لوبډلې لپاره براډ حیرانوونکې توپ اچونه وکړه. براډ خپل ۹.۳ اورونو کې یوازې ۱۵ منډو ورکولو سره د سیالې لوبډلې اته لوبغاړي له مخې لرې کړ. له براډ پرته ووډ او فېن هم یوه یوه ویکټه واخیسته.

انګلینډ خپل لومړی وار توپ وهنه یوازې د ۶۰ منډو په تعقیب پیل کړه. د انګلینډ لوبډلې په ۸۵.۲ اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۹۱ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه.

لومړی وار توپ وهنې کې د انګلینډ لوبډلې لپاره رووټ په ۱۷۶ توپونو د ۱۹ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۳۰ او بییرسټو په ۱۰۵ توپونو د دولسو څلوریزو په مرسته ۷۴ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړونکي لوبغاړي شول.

د استرالیا لپاره لومړی وار توپ اچونې کې سټارک تر ټولو زیاتې ویکټې اخیستوونکی توپ اچوونکی و. سټارک خپل ۲۷ اورونو کې ۱۱۱ منډې ورکړې او ۶ ویکټې واخیستې. له سټارک پرته هذلووډ دوه او جونسن یوه ویکټه واخیسته.

استرالیا خپل دوهم وار توپ وهنه د ۳۳۱ منډو په تعقیب پیل کړ. استرالیايۍ لوبډلې دوهم وار توپ وهنې کې په ۷۲.۴ اورونو کې خپل ټولو لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۵۳ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يي د ۷۸ منډو په توپیر وبایلله.

دوهم وار توپ وهنې کې د استرالیا لپاره راجرز په ۸۳ توپونو د لسو څلوریزو په مرسته ۵۲، وارنر په ۷۴ توپونو د نهو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۶۴ منډې جوړې کړې. وجز په ۱۱۸ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۵۱ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

دوهم وار توپو اچونې کې د انګلینډ لوبډلې لپاره سټوکس خپل ۲۱ اورونو کې شپږ، ووډ خپل ۱۷.۴ اورونو کې درې، او براډ خپل ۱۶ اورونو کې یوه ویکټه واخیسته او په دې ډول دغې لوبې کې يي د استرالیا لوبډلې ته پرته له دې چې دوهم وار توپ وهنه وکړي سخته ماتې ورکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x