fbpx

العشر الاواخر: د روژې وروستۍ لسیزه

احسان الله احسان

د هري ګټي او تجارت لپاره يو موسم مقرر وي، تجاران د هغه موسم لپاره ډير انتظار کوي، د هغه لپاره تيارى نيسي مزدوران زياتوي چي کار  يي تيز وچليږي، ښه ښه مالونه راوړي چي ګټه يي زياته سي، الله پاک د خپل مخلوق لپاره هم د عباداتو يو موسم ټاکلى دى، پوره يولس مياښتي خلک ازاد ګرزي نه ورباندي پابندي وي او نه ځيني څه زياته مطالبه، خو کله چي د رمضان مياښت راښي نو د الله پاک لپاره ټول خلک روژه نيسي، او کوښښ کوي چي څونه يي وس وي دغونه زيات عبادت وکړي، خو الله هم د دې مياښتي لپاره د جنتو د تياري ، او د دوزخ د دروازو دبنديدلو ، او د شيطانانو د تړلو حکم کوي،

کله چي انسان د الله لپاره پوره شل ورځي روژه ونيسي، نور عبادات وکړي، د الله د رحمة او مغفرت څخه برخمن سي، يوازي دا پاته وي چي الله پاک يي د دوزخ د اور څخه د خلاصون اعلان وکړي.

د سلمان فارسي رضي الله عنه څخه روايت دى: چي د دې مياښتي اوله برخه رحمة دى او درميانه برخه يي مغفرت دى او اخيره حصه يي د اور څخه خلاصون دى.
دغه وجه ده چي رسول الله صلى الله عليه وسلم به د روژي په اخيري لسو ورځو کي دونه کوښښ کاوى چي په نورو ورځو کي به يي نه کاوى.

د علي رضي الله څخه روايت دى چي کله به د روژي اخير لسمه راغله نو نبي کريم صلى الله عليه وسلم به خپل کورني د شپي را پورته کول چي د الله عبادت وکړي.

او د عائشة رضي الله عنها څخه روايت دى چي کله به د روژي اخيري لسمه راغله نو نبي کريم صلى الله عليه وسلم به خپل لنګ وتاړي، او شپه به يي په عبادت کي تيروله او خپل کورني به يي را پاسه ول.

سفيان ثوري رحمه الله وايي: چي د روژي په اخيري لسو ورځو کي ماته دا ډير خوند راکوي چي د شپي تهجد کوم او ښه په کوښښ سره يي ادا کړم، او خپل کورني او بچيان چي د لمانځه وس لري را پاسه وم.

اي د الله نيکو بندګانو د فايدي او د ګټي وخت دى فام چي ضايع نه سي بيا الله خبر چي تر بلي روژي به څوک مړه که ژوندي وي، شپه او ورځ کوښښ وکوړئ چي  الله مو د اور څخه خلاص کړي، خپل کورني تشويق کړئ چي د اور څخه  خلاص ومومي، ذکر تسبيح لمونځ تلاوت درود هر څه چي اسانه وي په هغه کي ځانونه مشغول وساتئ.

او د ډير ګټي خبره خو لا داده چي د الله څخه دعاوي وغواړئ، د خپل مظلوم ملت او بيچاره امت د مظلوميت څخه د خلاصون دعا وکړئ.

تر ټولو ښه او غوره لاره خو دا دى چي په دې شپو کي اعتکاف وکړل سي، په اعتکاف کي هره لحظه په عبادت کي حسابيږي، الله دې موږ هم په هغو بندګانو کي حساب کړي چي په دې روژه کي به يي د عتق من النار اعلان په نصيب وي آمين.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د