نظــر

طالبانو ته د خواخوږۍ توصيې/ ملا عبدالسلام ضعیف

ملا عبدالسلام ضعیف

د محترم امیرالمؤمین رحمه الله تر وفات وروسته یو څو د خواخوږۍ توصیې:

دا چې امیرالمؤمنین رحمه الله خپله دنده په بریالیتوب سره پای ته ورسوله او د رحلت داعي ته يې لبیک ووایه نور د هغه مسؤلیت ورسره بشپړ سو، الله پاک دې د اخرت دغه لوی سفر وهغه ته روښانه او اسانه کړي، د هغه ددې رحلت سره اوس نو دښمنانو ته یو لوی فرصت په لاس ورغی، منافقانو ته د نفاق زمینه برابره سوه، رقیبانو ته د انتقام اخیستو دروازه خلاصه سوه، او ځان غوښتونکو او شخصیت پرستانو ته د خیانت چانس پیدا سو، لنډه دا چې هرې بلا سر راپورته کړی، او د فتنو دروازې خلاصې سوې.

په داسي وخت کې دوستانو مخلصو، په ځانګړي توګه مسؤولیت لرونکو کسانوته څه په کار دي:

لومړی: هر ډول اختلافاتو ته د پای ټکی اېښودل او په دغه اور اوبه تویول.

دوېم: هر کار کې مشوره کول او د خپلو ملګرو د نظرونو احترام او درناوی کول.

درېم : په ملګرو حسن الظن کول او د هر ډول تخریب، افترا، او تورونو څخه ځانونه ساتل.

څلورم: د خود خواهی، جاه طلبۍ او تکبر څخه ځانونه ليري کول.

پنځم: د قوم، سیمې، او ژبې په نومونو د مرداریو، بدبویو او تعصباتو څخه تېښته کول.

شپږم: د صف د یووالي له پاره هرې قربانۍ ته تیاریدل او په دې لاره کې تحمل، زغم او تواضع کول.

اووم: باید دې ته د ټولو پام وي چې په دې وخت کې به دښمنان او منافقین د نفاق اچولو له پاره ډیري تیزي منډي پېل کړي او هر مهم سړي ته به د خواخوږي او دوست په نامه ځانونه ورنږدې کوي، د همدوی د دامونو څخه ذهنونه او مغزونه خوندي ساتل.

اتم: د هر ډول مشکل او ستونزو د حل له پاره باید د خپلو افغاني علماء کرامو او بانفوذو اشخاصو څخه استفاده وشي او د دوی په منځګړيتوب سره ستونزې حل شي، ځکه افغانان زموږ د ټولنې په درد او درمل ښه پوهیږي، د ستونزو تشخیص ښه کولای شې، او ښه نسخه هم ورته موندلای سي.

نهم : اصلاحي اختلاف او یا هم اختلاف نظر ته په اهمیت سره کتل ضروري ده، تر څو د قناعت لاره وموندل سي، کنه نو د کوچنیو اختلافونو څخه هر وخت لویې ستونزې جوړیدلای سي، البته که توجه ورته ونه سي.

هره ټولنه یا مقاومت چې د یوه فکر او هدف له پاره متعهد وي هیڅ کله نه خرابیږي، په دې شرط چې یوازې فکر او هدف ورته مهم وي، نه شخص او اشخاص، ځکه شخص د فکر په تړاو ارزښت لري اوبس، او که په دغه ټولنه کې شخص یا اشخاصو تر فکر زیات ارزښت وموندی هغه وخت به ټولنه د خرابۍ خوا ته روانیږي، که داسي اثار ولیدل سي باید مخه یې بیرته د فکر یا فکري محتوی سره سم ونیول سي، ځکه هر کله چې شخص یا اشخاصو ته تر مفکورې اهمیت ورکول سي هغه یا هغوی به ضرور فکر یا فکره د خپلو منافعو یا اغراضو قرباني کوي، لکه څنګه چې د شخص عمر لنډ دی نو همدومره به د هغه فکرې/ فکر عمر هم لنډ وي، ځکه چې د ده د شخصیت دا ډیر اهمیت به د فکرې یا فکر اهمیت تر خپل سیوري لاندې راولي او داسي مثالونه اوس په دنیا کې خورا ډیر دي، او بېساري ناخوالې یې هم راولاړي کړي دي. د یوې فکرې ټولنې له پاره متعهد شخص یوازي د فکرې سمبول په توګه کارول کیږي، نه د هغه شخص د اهمیت په توګه، او دا شخص باید هیڅ کله هم دومره مهم نه سي چې دی یا نور خلک فکر وکړي چې دا وړۍ بې له ده نه شړۍ کیږي. که خبره همداسي سوه بیا نو د هغه د بې ځایه کیدو او بېلارې کیدو سره ټول ارمانونه خاورې کیږي، هیڅ وخت باید یوه فکرې ټولنه د شخص یا اشخاصو تر وجود پوري محدوده نه وې، او نه هم د هغوی د خواهشاتو قرباني سي.

زماپه نظر په دغه مهم او اساس وخت کې اختلاف ته لمن وهل، یا د اختلاف اصل ته وده ورکول، داسي مانا لري لکه خپل د سنګر ملګرې چې د دښمن طرف ته يې مخه وې او د حراست یا مقاومت په حال کې وي، دښمن یي هم تيښتې ته اړ کړی وي، خو د شا له خوا يې خپل ملګری پرې حمله وکړي او په څټ کې يې پر برچه ووهي، په دې کار سره به دښمن دوې ګټې لاسته راوړي، یو دا چې د شکست مخه به يې ونیول سې او بل دا چې په ده پسې تعقیبونکی دښمن به په خپله له منځه ولاړ سي.

هیڅ یوه ټولنه که څه هم وړه وې تر هغه پورې له منځه نه ځي ترڅو چې خپلې پولې (د پښو پوندې) په خپله ونه وهي، او له خپل دننه څخه ونه وهل سي، همدا وهل اختلاف او د یوه او بل د پښو وهل دي، هيڅ حکومت له منځه نه ځي ترڅو چې له خپل منځه تخریب نه سي، هیڅ مقاومت نه سي ختمېدلای ترڅو چې په خپلو ملګرو باندې یې باور ختم نه سي.

او که مسؤل شخص او یا اشخاص د اختلاف د ورکولو له پاره، د صف د توحید له پاره یا د قدرت په تمه، یا د قدرت څخه د لیري کیدو د قربانۍ په خاطر تقصیر کوې نو الله جل جلاله به یې د عزت پر ځای خامخا د ذلت سره لاس اوګریوان کړي، او د دنیا او اخرت دروند مسؤلیت به یې هم په ذمه باندې پاته سي.

د منځ خبرې وړونکي، غوړمال او حقیقت منحرف کونکي ته دې الله جل جلاله هدایت وکړې، دوی هم باید د هغه خدایه څخه وبیریږي چې سبا ته ورتلونکې دي، د بل له پاره او د کومې تمې په خاطر دي د دې لوی صف د وېشلو سبب نه کیږي.

دا ځکه چې د صف توحید ساتل د سولې او امنیت له پاره خورا مهم او د هرې فیصلې ضمانت کولای سي، موږ د افغاني قضیې ژوندي شاهدان یو چې د صف تفرق مو ګټلي ګټې د لاس څخه وایستي او ناخوالي يي تر اوسه هم ګالو، د ټولو افغانانو په اختلاف کې په ځانګړي توګه د طالبانو په اختلاف کې د دین او وطن د دښمنانو ګټې او زموږ د ټولنې تباهي نغښتي ده.

الله جل جلاله دي ټول افغانان په دې باندې متحد کړې چې د اختلافاتو پر خلاف سره یو شي، او د نفاق جنازه په مهارت سره د خپل ټاټوبي څخه وباسي.

د خپلواک او ازاد هیواد په هېله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
23 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمود

السلام عليكم. ضعيف صاحب الله تعالى دي اجرونه دركري. بلكل پر زای توصیی دی. خدای دی وکی چی عملی سی. مننه

عبدالله

که زما اختیار وای او چا زما منلای، یا زما په خوښه کیدای، نو ضعیف صاحب مې د اسلامي امارت د امیر په توګه مقرراوه.
ضعییف صاحب داسې هستي ده چې د طالبانو په تحریک کې جوړه نه لري.

شاه ولیکوټي

امیران نور لږ دي چې ته ضعیف صیب هم پکښې ور زیاتوي .

یاسر

راست گفت مجاهد درد دیده
باید اضافه کنم که صبر ما اخر دارد درصورت اختلاف از خون شهدا دفاع کرده از منافقین انتقام خواهیم گرفت

افغان ځلمی

شاه ولیکوټی امیر کړی ، چه ــــــ ــــ یی په لینګو وبهیږی

غوربندی

ضعيف صيب تاسو ته سلامونه او احترامات د مشر ملاصيب رحمه الله تعالی د شهادت، اسارت او وفات مسله د وحشي اشغال د هری لحظي متوقع خبر وو. هغه بختور دي چی په داسي حال کی یی رحلت او خاتمه وشوه چی په خپل موقف باندی لکه د غره په شان مستحکم ولار وو. رحمه الله تعالی. زه په دي وسیله له عمیق حزن سره مل د مرحوم مشر ملاصيب کورني ته تسلیت عرض کوم او له خداوند متعال سخه ورته د صبر او ز غم توفیق غوارم. همدارنگه تولو مسلمانانو ته چی د مشر ملاصيب د رحلت خبر دردولي… نور لوستل »

ابووليدفريد

ضعیف صاب ستاسومشوري يقينادزړه له تله دي الله دي ستاسوغوندي دامارت خواخوږي مشاورين ډيرکړي اوالله دي زموږټولومشرانوته توفيق ورکړي چي ستاسوغوندي خواخوږوملګرومشوري په غوروګوري وايه وري اوعمل ورباندي وکړي اوداختلافاتوټولي دروازي وتړي

الحاج استاذ بیانزی

ضعیف ملا صاحب ، ته دی الله ج اجرونه ورکړی ، هغه څه یی لیکلی چه د اسلامی نظام اصول او غوښتنی دی ، دا توصیی نه یوآځی اوس بلکه په هر وخت او هر څای کی تری باید کار واخستل شی چه هغه له فرد څخه شروع کیږی ، د یوی کوچنی کورنی ، لوی کورنی ، چم ګاونډ ، کور کلی ، هیواد او نړی ته رسیږی ، اسلام انفرادی او ټولنیز نظام دی د ژوند په هر اړخ کی رڼا او لار ښودنه ده ، که ټول نړیوال ورته لبیک ووایی انسانان به په کلی ډول له… نور لوستل »

حریا شملزۍ

د ضعیف صاحب قوی مشوری باید عملی شی او نور مهم وخت بیځایه ضایع نشي او مشران دی په میړانه د کشرانو ستونزی او پوښتنی واوری او په اطمینان دی قناعت بخښونکی جوابونه ورکړی کشران دی مشرتابه ته د ملاصاحب په ځیر احترام ولری
په خپلو علماو دی بسنه وشی د توری مدرسی تور ملایان مو خطا باسی
مننه

اسماعیل

ضعیف صاحب الله ج دی تل سر لوری بریالی ولره تاسوپه حقیقت کی وتولوافغانانوته یوسترملی ضعیم شخص یاست

شبیراحمد عثماني

محترم ضعثف صیب! الله تعالی دې ژوندی او موفق ولره! ستاسوهره مشوره ډیره پرځای او له یوعالم ګټوڅخه ډکه ده الله تعالی دي وکړي چې ټول وروڼه ستاله مشورو ګټه واخلي. دطالبانواسلامي تحریک چې دتیرو دوولسیزوپه اوږدو کې کومې قربانۍ داسلام او هیواد لپاره ورکړي شایدساری ونلري اوس چې په لومړي ځل داختلاف اوازونه پورته کیږي زما په خیال لاسته راوړي سوبې مو له لاسه وتونکي شي. هغه وروڼه چې مخالفت کوي هم باید پدې پوه شي چې ددوی اختلاف به سیوا له زیانه بله څه ونلري او هغه څوک چې ددې اختلاف په لمنځه وړلو کې هڅه نکوي او… نور لوستل »

غوربندی

محترم مشر حقدار استاد بيانزي صيب تاسو ته سلامونه أو احترام، له مقدمي تيريژم، او ستاسو د هغي فرمودی په ارتباط چی د اسلامی اخوت په مسیر کی جغرافيوي حدود مردود او له شریعت سخه خارج شميري ملاحظه لرم، بعض موارد داسي دی چی مقبولیت او ایجاد یی شامل او متقابل وی، که زه د دوه افغانيو مقابل کی ستاسو ساعت غلا یا قبض کرم نو دی معاملي ته بیع نشي ویل کيداي،یا دا چی سوک په ظلم سره د چا خور یا لور اختطاف او بیا پري جنسی تیری وکري دی ته هم د نکاح نوم نشو ورکولاي، ولی?… نور لوستل »

حامد

ضعيف صاحب ديري شي توصيي وراندي كري . الله متعال دي اجر وركرى .
خو يوه مهممه مساله چي بايد جواب شي هغه دلوي ملا صيب وفات دي . بدي اره سم او كره معلومات وراندي شي . زكه كه رشتيا هم دي به كراجي كي د فوجيانو به روغتون او د هغوي تر درملني لاندي وفات شوي وي نو دوه جدي سوالونه مطرح كيداي شي :
1:ولي فوجي روغتون كي…؟
2:خبل مرگ ومر كه د فوجيانو به لاس ؟

basetkhan

دضعيف صاحب توصييې دمنلواوتوجه وړدي الله تعالی دي ده ته دخيرژوندورنصيب کړي خوداراته معلومه نشوه چې دنوي اميرالمومنين دبيعت په هلکه يې اظهارمافی الضميرونه کړ؟

جمیل انوري

ضعیف صاحب ! الله تعالی دي اجرونه درکړي ، خدای دي وکړي چې په مشورو عمل وشي تاسو خپله فریضه سرته ورسوله ، په رښتیا هم دامیرالمؤمنین رحمه الله مرګ ته خلګو ډیر شوګیرونه وکړل ورته انتظارؤ چې څه مهال به له دې موقع نه استفاده وکړي ، ډېري هلي ځلي یې وکړي ، خو بیاهم لله الحمد لکه څرنګه چې یې تمه کیده هغسي غټ درز نه شو پیدا ، دعلماء کرامو اومخلصو مسلمانانو دعاګاني او دمجاهدینو دوینو برکت ؤ زه نور څه نه وایم بس الله تعالی دي خود غرضه ، ناپوه او دبل په اشارو چلیدونکي تباه… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

غوربندی صاحب السلام علیکم ! غوربندی صاحب تاسی ته به پته وی که نه به وی چه زه د دی ایت چه وعتصمو بحبل الله … و لا تفرقو . له مخی د اسلامی خوځښتونو سره غړیتوب نور نه خوښوم ، د طالبانو سره خو می بیخی لیدلی هم نه دی مګر هعه چه چیری می میلمانه لیدلی وی . نو غړیتوب یی نه لرم او هغوی هم دا خبره کوله چه هغوی د اسلامی خوځښت په نوم څه نه لری اسلامی امارت یی هم د اسلامی حکومت نوم وو د دی امله یی د نورو پرتله او د هغو… نور لوستل »

حکمت الله عاصم

ستاسی خبری سمی دی خو زه یو څه ویل غواړم اول داچی تاسی ولی خپل کشران په تیاره کی داسی ساتی لکه دوی چی هیڅ عقل نه لری، دا په دی وایم چی دالقاعده مشر اسامه هم په پاکستان کی وو او دامریکایانو له خوا ووژل شو، ملاعمر هم په پاکستان کی ووژل شو، او همدارنګه حقانی هم له دغسی سرنوشت سره مخامخ شو او همدارنګه طالبانو خپل نوی مشر هم له ملکه بهر په پاکستان کی وټاکلو او همداشان ددوی کمیسون ، شورا دملاعمر کورنی ، ورور او زامن ټول په پاکستان کی دی نو تاسی بیا څنګه ځانونه… نور لوستل »

بشرمل

محترم الحاج استاد ستانکزی صاحب! تاسی لیکلی وو چی (او بله خبره می دا اغا صاحب د دلیل په ځواب کی لیکلی چه د اسلامی امت پولی د انګریزی جغرافیاوی پولو سر ه متفاوتی دی ، همدغه کویته پرون دننه او کیدی شی صباته هم دننه او یا افغانستان هم بارنی او یا پاکستان لکه د پخوا په شان د لوی هند برخه جوړه شی هر چیر ی چه مسلمانان هستوګنه لری هغه زمونږ د اسلامی امت هیواد دی ، هو د پاکستان چارواکی که پرونی غلامان د افغانستان د کابل چارواکی ننی غلامان دی ، او د کفارو اشغال… نور لوستل »

ahmad

ضعیف صاحب اسلام علیکم کور دی ودان الله دی خیر درکړی ډیر ښی خبری دی ډیره ښه توصیه ده دا خبری دنن لپار خو ډیری ضروری دی عمل کول یی او داوسنی قضی اړین اړخونه جوړوی ټول مشران اوکشران دی دغو خبرو ته دالله لپاره او ددی عاجز اومظلوم ملت په خاطر متوجی شی اختلافات دی لری کړی

بابر افغان

زه دمحترم ضعیف صاحب دمننه ترسنګ ټولو ملګرو ته په احترام قائل یم، او له ملګرونه په خاصه توګه څوک چی دښاغلی منصور سره دبیعت غوښتونکی دی او وعتصمو بحبل الله جمیعاولاتفرقو راته دلیل پیش کوی، پوښتنه لرم هغه داچی اتفاق اواتحاد په هرسه کی پکار دی که داسلامی شریعت په اصولو کی دننه دننه؟ دوهم دښاغلی منصور په اړه ډیر ی دوسییی سته چی تراوسه ورته جواب ندی ویل شوی چی له مخی یه ورته دامیرالمؤمنین لقب نشی ورته صادق کیدل لکه دمجاهدینو له صفه دصالح کسانو لیری کول اوعزل کول اودعلماء شوری ته په داسی شرط اختیار ورکول… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

مسلمانانو ورونو السلام علیکم !
دا ډیره مهمه، اړینه او دلچسپه موضع ده ، مونږ یی په اړه تبصره ولیکله مګر د تبصری له ححم څخه زیاته شوه ، تصمیم یم ونیولو چه لیکنی ته یی واړوم ، لیکنه بیا لږو نورو معلوماتونو ته اړه لری . انشالله ډیر څه په پکی راونغاړم او ستاسی حضور ته یی د لوستلو د پاره انشالله درواستوم مننه

حبيب الله افغان

ضعیف صاحب اسلام علیکم کور دی ودان الله دی خیر درکړی ډیر ښی خبری دی ډیره ښه توصیه ده

الحاج استاذ بیانزی

که څه هم زما تبصری زیاتی شوی ، مګر دا چه ځینی ورونه می به نامه مخاطب کړی مجبوره شم چه د درناوی له خاطره یی نیوکی بی ځوابه یا بی معلوماته پاتی نه شی . بشر مل صاحب ، لمړی خو دی زما نوم ستانکزی خطای کی لیکلی زه ستانکزی نه یم ، تاسی زما ټول یو پرو ګراف ښکته کړی چه مونږ دی غوربندی صاحب سره مطر کړی وو ، به کار خو داوه چه دغوربندی صاحب خبره هغه راسره وکړی ، مګر دا چه بیا هم تاسی زما به پروګراف څه لیکلی زه به همدومره ولیکم چه… نور لوستل »

Back to top button
23
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x