بسم الله الرحمن الرحیم
قال تعالی: كُلُّ نَفْسٍ ذَآئِقَةُ الْمَوْتِ… (آل عمران 185)
د راپورونو پر اساس د طالبانو د اسلامي تحریک مشر ملا محمد عمر مجاهد آخند د ورپیښې ناروغۍ له امله وفات شوی دی.
انا لله وانا الیه راجعون
جمعیت اصلاح افغانستان متوفی ته له الله تعالی څخه د بښنې دعا کوي، کورنۍ، خپلوانو او دوستانو ته یې په دې اړه خپل تعزیت وړاندې کوي او هغوی ته له الله تعالی څخه د صبر غوښتنه کوي.
په دې کې شک نه شته چې ملا محمد عمر مجاهد د هېواد د تېرو دوو لسیزو یوه مهمه او مطرحه څېره وه او تاریخ به د هر بل شخصیت په څیر د هغه د کړنو په اړه خپل قضاوت کوي.
ملا محمد عمر مجاهد په خپله وروستۍ اعلامیه کې چې د کوچني اختر په اړه یې صادره کړې وه، د سولې د بین الافغاني خبرو ملاتړ کړی ؤ، چې له شک پرته یو پرځای او د سولې په لاره کې یو غوره ګام ؤ.
جمعیت اصلاح افغانستان هېله لري چې د ملا محمد عمر مجاهد په مړینه د سولې روانه پروسه ټکنۍ نه شي او د حالاتو نزاکت ته په کتلو سره د بین الافغاني خبرو او سولې لپاره اړوندې خواوې لا ګړندي ګامونه پورته کړي، ترڅو له دې غمځپلي هېواد نه د جګړې ټغر ټول او ځای یې تلپاتې سوله، دایمي استقرار او ثبات ونیسي او پدې ترتیب زمونږ مظلوم او دردیدلی ملت د ډاډ او هوساينې ساه واخلي.
وما ذالک علی الله بعزیز
جمعیت اصلاح افغانستان
جمعه، د ۱۳۹۴ هجري لمریز کال د اسد نهمه نیټه