افغانستان

چارواکي: کندوز کې د ۴ قومندانانو په شمول ۲۰ اربکیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۱۷مه ۱۳۹۴ل): د کندوز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې د اربکیانو په یوې غونډې د طالبانو سرتیري برید ۴ قومندانانو په شمول ۲۰ اربکیان وژلي.

د کندوز څخه ورکړل شوي راپورونه وايي چې دغه پېښه نن ماښام مهال د خان اباد ولسوالۍ اړوند په شورا بندر سیمه کې د ځای پر ځای شوو چاودیدونکو توکو له کبله رامنځته شوې ده.

د خان اباد ولسوال حیات الله امیري د یادې چاودنې پخلی کړی او په وینا یې چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې «سیمه ییز پولیس» په یوه ځای کې سره راټول شوي وو.

هغه ویلي چې په دغو ۲۰ وژل شوو اربکیانو کې څلور قومندانان هم شامل دي.

طالبانو ددغه برید مسوولیت پر غاړه اخېستی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا نن ټکی اسیا ته رالېږل شوې خبرپاڼه وايي چې یوه تن سرتیري بریدګر يې نن ماښام مهال د خان اباد ولسوالۍ اړوند په شوراب بندر سیمه کې د اربکیانو په یوې مهمې غونډې برید ترسره کړ.

مجاهد زیاته کړې چې سرتیری بریدګر «پلی روان وو، وتوانېد چې په حساس وخت کې د غونډې منځ ته ځان ورسوي او هلته په ناستو مشهورو اربکي قومندانانو او ساتونکو اتلواله حمله ترسره کړي».

طالب ویاند د وژل شوو اربکي قومندانانو نومونه قومندان قدیرک، قومندان سردار، قومندان تور، قومندان محمدالله، قومندان قلندر، قومندان فيض محمد او قومندان نادر هزاره ښودلي دي.

هغه ویلي چې په دغه ستري برید کې د ۷ قومندانانو سربېره ۲۴ اربکیان وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان دي.

د کندوز د برید دغه خبر په داسې حال کې ورکول کيږي چې بېګا شپه د پولیسو په اکادمۍ طالبانو سرتیری برید وکړ چې په ترڅ کې تر ۲۰ زیات پولیس ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

ددغه برید ۲ ساعته وروسته طالبانو د بهرنیانو په یوه مرکز سرتیری برید وکړ. ناټو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې په دغه خونړي برید کې د ناټو ۹ ملکي او نظامي کارکوونکي او قراردادیان وژل شوي دي.

طالبانو ددغه برید مسوولیت له یو څه ځنډ وروسته پر غاړه واخېست او لامل یې «امنیتي ستونزو له کبله دوی ته خبر نه رسېدل» وښودل. ذبیح الله مجاهد ددغه برید په اړه ویلي چې د دوی څلور سرتیرو بریدګرو له «شلو ډير بهرني اشغالګر عسکر چې مهم کسان هم په کې شامل وو» وژلي او ګڼ شمېر نور يې ټپیان کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمودالغزنوی

ألحمدلله )دمورشیدی موشه دغازی زامنو،،پدی قومندانانوکی ترټولوډیرظالم قدیرک وه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x