fbpx

د روژې د ماتولو په وخت کي مهم کارونه

ليکوال: مولوي عصمت الله عزام

بسم الله الرحمان الرحيم

الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد:

متاسفانه موږ خلگ د روژې د ماتولو په وخت کي ټول پام دخوراک په لور اړوو او په دغه مبارک وخت کي ډېره لويه موقع له لاسه ورکوو، چي داسي باید ونه کړو ځکه معلومه نه ده چي بيا به زموږ په ژوند کي دا مبارکه مياشت راشي او کنه؟

نو د روژې د ماتولو په وخت کي دغه لانديني کارونه  که وکړو، نو ان شاءالله په دې مبارکه مياشت کي به مو د خير په کارو کي ونډه دپام وړ وي هغه دادي :

۱: په حديث شريف کي راغلي دي

ان للصائم فرحتان فرحة حين يفطر و فرحة حين يلقى ربه.

د روژاتي لپاره دوه خوشحالۍ دي، يوه دروژه مات په وخت کي او بله د خپل رب سره د ملاقات په وخت کي .

د روژې د ماتولو د وخت خوشحالي خو مو په برخه کيږي، د هغي بلي خوشحالۍ لپاره بايد داسي هڅه وکړو چي داسي روژه ونيسو چي د هغي بلي خوشحالۍ هم مستحق شو.

۲: د روژې د ماتولو په وخت کي دُعاء نه رديږي يعني هرو مرو قبليږي، نو په دې وخت کي ډېري دُعاګاني کول پکار دي، خو له بده مرغه چي موږ اکثره خلګ په دې وخت کي هم له خبرو نه وزګارېږو. او بيا که وزگار شو، نو يوازي مو توجه د خوراک په لور وي، په انتظار يو، په دې وخت کي هم راته دُعاء کول گران معلوميږي.

په حديث کي راغلي دي: د دريو دُعاء نه رديږي: يو د روژاتي دعاء د روژې د ماتولو په وخت کي، د عادل باچا دعاء او د مظلوم دُعاء چي هغه الله پاک تر ورېځو پورته کوي، د اسمان دروازې ورته خلاصوي او الله پاک فرمايي: زما دي په خپل عزت قسم وي چي زه به هرو مرو ستا مرسته کوم، که څه هم (د مصلحت له کبله) وروسته شي (مسند احمد، ترمذي، ابن خزيمه، ابن حبان)

نو دغه وختونه نه دي ضائع کول په کار او په دُعاگانو کي پوره برخه اخيستل پکار دي.

يوه خبره چي يادول يې فائده مند راته ښکارېږي هغه دا چي په دُعا‌ء کي لاسونه پورته کول د دُعاء له آدابو څخه دي، که څوک لاس پورته نه کړي نو هم دُعاء کيږي.

د روژې د ماتولو په وخت کي ځيني کسان له دې امله دُعاوي نه کوي، چي فکر کوي، خلگ به راته ريا کار ووايي، نو له دې تُهمت څخه د ځان ژغورني له امله دُعاوي نه شي کولای چي دا د تاسف ځای دی. نو د دې لپاره اسان  علاج دا دی چي دلاس له پورته کولو پرته دي دُعاوي وغواړي.

۳: د روژې د ماتولو په وخت کي هغه دعاګاني لوستل کومي به چي رسول الله صلی الله عليه وسلم لوستلې .

دوه يې دلته ذکر کوو: اَلحَمدُلله الذي اَعَانَني فَصُمتُ وَرَزَقَني فَاَفطَرتُ  (بيهقي شعب الايمان 3408)

ژباړه: ټول د کمال صفات د هغه  الله لپاره خاص دي چي زما مرسته يې وکړه، نو ما روژه ونيوله او ماته يې روزي راکړه، نو روژه مي ماته کړه؛

بله دعاء دا ده :

ذَهَبَ الظَمَأُ وَابتَلَت العُرُوقُ وَثَبَت الاَجرُ ان شَاءَاللهُ تَعَالَی (رواه ابوداود باسناد حسن، مشکات 1175)

{تنده لاړه، رګونه لانده شول او ان شاءالله تعالی اجر ثابت شو}

بله دَُعاء دا ده :
اللهم لک صُمتُ وعلی رزقک افطرتُ.

( يا الله! ستا لپاره مي روژه ونيوله او ستا په روزۍ مي ماته کړله)

۴: د ډوډۍ د خوړلو ځانګړي اداب شته، لکه په راسته لاس خوراک کول، بسم الله د خوراک په پيل کي لوستل او داسي نور..

د هغو آدابو په دې مبارکه مياشت کي په ځانګړي توګه مراعت کول پکار دي .

۵: په دې وخت کي د الله پاک شکر ادا کول چي هغه موږ ته هدايت راکړی، د اسلام مبارک دين يې را په برخه کړی، د روژې او نورو عباداتو توفيق يې را کړی او د روژې د ماتولو لپاره يې روزي راکړې ده .

۶: د روژې د ماتولو په وخت کي دا هڅه کول چي يوه روژه نيوونکي ته د روژې د ماتولو لپاره څه ورکړو ځکه دا هم يو ډېر مهم عمل دی، تر دې چي د هغه د ثواب په اندازه الله پاک تاته هم ستا د خوراک د ورکولو له کبله درکوي .
او دا ثواب د يوې خورما په ورکولو او يا د يوه گلاس اوبو په ورکولو سره هم حاصلېږي. نو په دې کي پوره کوشش کول پکار دي.

۷: په دې مياشت کي ډېري صدقې کول پکار دي او بايد د روژې د ماتولو په وخت کي د هغو بې وزلو او غريبانو حالت له پامه ونه غورزوو چي د خوراک لپاره په کور کي څه نه لري .

۸: د روژې د ماتولو په وخت کي د ځان او نورو مسلمانانو لپاره له الله پاک څخه د مغفرت او بښني دعاوي کول .

۹: د اسلام د ستر لارښود جناب محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم او د هغه د ملګرو حالت هم بايد په پام کي ونيسو چي پر هغوی به څو څو شپې د لوږي په حالت کي تېرېدلې، تر دې چي د لوږي له امله به يې ډبري په نسونو پوري تړلې .

۱۰: بايد له ډېر خوراکه ډډه وکړو، نه بايد د روژې د ماتولو په وخت کي ډېر خوراک وکړو او نه هم  د پېشنمي په وخت کي ځکه د روژې د نيولو يو حکمت او غرض دا دی چي مالدار خلګ د لوږو له حالته خبر شي، د هغوی د لوږي او د تکليف احساس دوی ته وشي،که خوراک ډېر وکړل شي، چي په روژه کي وږی نشي نو بيا د روژې دغه ستر
مقصد انسان ته په لاس نه ورځي.

۱۱: د روژې په ماتولو کي بيړه کول .

په حديث کي راغلي دي: ما زالت أمتي بخير ما أخرت السحور وعجلت الفطور {زما امت به تر هغه پر خير باندي وي، تر څو چي دوی پېشنمی ځنډوي او روژه مات په تلوار سره کوي}

يعني دا تقوی او پرهېزگاري نه ده چي څوک روژه په اول وخت کي نه ماتوي. بلکي دا ګناه او بدعت دی.

۱۲: روژه بايد په خورما (کجورو) باندي ماته کړل شي. ځکه دا سنت طريقه ده او په دې کي روغتيايې لويې ګټي هم شته،که خورما نه وه نو بيا دي په اوبو سره ماته کړل شي لکه څنګه چي په حديث کي راغلي دي .

۱۳: د روژې د ماتولو لپاره د حلالي روزۍ هڅه کول.

۱۴: د روژې د ماتولو په وخت کي بايد خپل هغه مؤمنان او مجاهدين  وروڼه هم له ياده ونه باسو چي د ډول ډول کړاوونو سره لاس او ګرېوان دي، په ځانګړي توګه زموږ په جګړه ځپلي هيواد افغانستان کي . هغوی ته بايد دُعاوي وکړو او څه ډول مرسته مو چي ورسره په وس پوره وي، هغه بايد ترې ونه سپموو.

وصلی الله علی نبينا محمد و علی آله وصحبه اجمعين

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د