نظــر

ملا محمد عمر، د ګنګوسو او حقیقت ترمنځ/ حامد میر

حامد میر – پاکستانی خبریال

د ملا محمد عمر د ژوند او مړیني اصلي کیسه لا تر اوسه نه ده ښکاره شوې. دښمنانو يې د سر بیه ۱۰ ملیونه ډالر ایښی و، مګر هغوی پر خپلو ډالرو او پرمختللي ټیکنالوژي ونه توانېدل چې د هغه ادرس مالوم کړي او نن د بندو دروازو تر شا یو د بل مخې ته اعتراف کوي چې د ملا محمد عمر د بندي کولو او یا په میزایل د ویشتلو خوب یې پوره نه سو.

د ملا محمد عمر ژوند د هغه د دښمنانو لپاره شکست و او د هغه مړینه هم د هغه د ځواکمنو دښمنانو لپاره د شکست او ماتي اعلان!

د ملا محمد عمر د ژوند او مرګ پر نابشپړي کیسې د طالبانو پر راتلونکي شننه او تحلیل کول یو ناممکنه کار دی او ځان غلطول دي.
د پام وړ خبره خو دا ده چې امریکا ته ډېر مطلوب کس چې د تیښتې په حالت کې او د نړۍ مخې ته د نه راتلو په حالت کې بیا هم وتوانېد چې طالبان دومره قوي کړي چې د امریکا غوندي قوي هیواد هغوی سره د مذاکراتو لپاره تیاره سي؟

د امریکې د تینک ټینک بروکنګز انسټی ټیوټ له یوې نوې څیړني سره سم له ۲۰۰۱ څخه تر اوسه، ۲۰۱۵ پوري د هغوی لپاره تر ټولو زیات ستونزمن کال وو، ځکه چې په دغه کال کې طالبان د افغانستان له جنوب څخه بیا تر شمال پوري په هر کونج کې ځانته ځای وموند او هلته پراخه سول.

یوه اړخ ته د افغانستان ځمکني حقایق دي او بل اړخ ته د ملا محمد عمر او طالبانو په اړه د ګنګوسو یو توپان جوړ دی، امریکا د ګنګوسو له لارې په نړیوالي میډیا کې پروپاګند کوي چې دوی جګړه کټلې ده، خو ملا محمد عمر یو ځمکني حقیقت جوړ سو او د امریکا په مخ کې یې مقاومت وکړ.

د ملا محمد عمر مجاهد ژوند او مړینه اکثره د ګنګوسو په مخ کې وه.

زه په دې اعتراف کوم، ډیر کلونه مخکې چې طالبان په افغانستان کې را پورته سول، ما ویل امریکا یې حمایت کوي، ځکه چې هغه وخت د امریکا د وزارت خارجې مرستیال رابن رافیل د طالبانو حمایت کوی، په ۱۹۹۵ کې د پاکستان لومړۍ وزیرې، بینظري زما د غلط فهمي د لیري کولو کوشش وکړ او د هغې وزیر داخله نصیر الله بابر ماته وویل چې پیپلز پارټي د طالبانو د حکومت حمایت د دې لپاره کوي ځکه چې د شمالي ټلوالي والاوو په کابل کې د پاکستان پر سفارت برید وکړ او طالبانو د پاکستان د ګټو د ساتني په خاطر وعده کړې وه.

د نصیر الله بابر په واسطه مي د ملا محمد عمر سره پيژندګلوي وسول، نصیر الله بابر د برهان الدین رباني، احمد شاه مسعود، حکمتیار او رشید دوستم سره هم ښې اړیکي لرلې.

هغه د طالبانو او د شمالي ټلوالي تر منځ د جوړجاړي لپاره هلي ځلي کولې، تر څو په افغانستان کې امنیت راشي او د افغانستان له لاري ترکمنستان څخه د ګیسو د پیپونه وارد کړل سي.
د امریکې یوه شرکت، یونیکال غوښتل چې د طالبانو له لارې دغه پلان کامیابه کړي، مګر طالبان د چا د لاسه آله نه وو او نه دې ته تیار وو چې د لاس آله سي.

په ۱۹۹۶ کې طالبانو خپل پوځي قومندان ملا محمد عمر څخه امیر المؤمنین جوړ کړ، د ۱۹۹۶ د اپریل په میاشت کې رابن رافیل قندهار ته سفر وکړ، خو ملا محمد عمر په شمالي ټلوالي کې د خپلو دښمنانو د ویرولو په خاطر د رابن رافیل سره د یوه انځور اخیستلو ضرورت هم محسوس نه کړ، بلکې د هغه پر ځای یې خپل معاونین د ملاقات لپاره ور ولیږل.

د ۱۹۹۶ د سپټمبر میاشتي په ۲۶مه نیټه طالبانو کابل فتح کړ. د همدې کال د نومبر په ۶مې طالبانو په اسلام اباد کې له شمالي ټلوالي سره د مذاکراتو لپاره چمتووالی وښود او نصیر الله بابر د یوه جوړجاړي پریکړي لپاره مسوده هم تیاره کړې وه، مګر د نومبر په ۵ مه د پوځ له خوا د بینظیري حکومت ړنګ کړل سو او په دې توګه دغه مذاکرات وځنډېدل او دواړه اړخونو یو بل ته د نیژدې کیدو موقع له لاسه ورکړه.

په نړیوالي میډیا کې دا تاثر ورکول کیږي چې د پاکستان استخباراتي ادارې (آی ایس آی) طالبان سره منظم کړل او پاکستان ملا محمد عمر پټ کړی وو.

د طالبانو په جوړښت کې آی ایس آی هیڅ کردار نه دی لوبولی، بلکي په ۱۹۹۴ کې آی ایس آی د طالبانو د یوه بل ډیر لوی مخالف ګلبدین حکمتیار سره ډیري نیژدې اړیکي وې، له طالبانو سره ابتدايي اړیکي نصیر الله بابر جوړي کړي وي، د هغه وروسته د لومړۍ وزیرې بینظیري په غوښتنه د آی ایس آی مشر جنرال جاوید اشرف قاضي طالبانو ته دعوت ورکړ چې اسلام اباد ته سفر وکړي، خو ملا محمد عمر اسلام اباد ته د سفر څخه معذرت وغوښت او خپل یو څو ملګري یې اسلام اباد ته راولیږل. په دغه ملاقات کې طالبانو د آی ایس آی او حکمتیار تر منځ پر اړیکو اعتراض وکړ، له هغه وروسته پاکستان د طالبانو ښه حمایت پیل کړ.

ملا محمد عمر چې څومره موده پر کابل واکمن وو، هغه د پاکستان ګټي په پام کي نیولي، خو نه یې هم د پاکستان څخه او نه یې هم د سعودي څخه امرونه قبول کړل، که څه هم دغه یوازیني هیوادونه وه چې د دوی حکومت یې په رسمیت منلی وو.

په ۱۹۹۷ کې د افغانستان د طالبانو یو پلاوی ته د امریکې د سفر دعوت ورکړل سوی وو، په همدې موده کې د عربو د یوې خیریه موسسې له لاري طالبانو ته داسي ترغیب ورکول سوی وو چې چین سره باید د سینکیانګ ایالت د مسلمانانو په هکله مرسته وکړي، که داسي وکړي نو دوی ته به ډیره زیاته ګټه وکړي.

د دې سازش په ناکامولو کې د پاکستان یوه دیني عالم مفتي نظام الدین شامزئي (وروسته کراچي کی شهید کړای سو) او مولانا فضل الرحمن خلیل ډیر مهم رول ولوباوه.

څه موده وروسته په پاکستان کې د چین سفیر لوشولین قندهار ته سفر وکړ او هلته ملا محمد عمر دغه سفیر ته اطمینان ورکړ چې طالبان به د چین په خلاف د یوه سازش حصه هم جوړ نه سي.

بل اړخ ته د پاکستان او سعودي د حکومتونو له خوا طالبانو سره په اړیکو کې بی خوندي راغلې وه، د سعودي د استخباراتو مشر ترکي الفیصل د ۱۹۹۸ په جون کي او بیا د همدې کال په سپټمبر کې ملا محمد عمر سره دوه ملاقاتونه وکړل او غوښتنه یې وکړل چې اسامه بن لادن دي د افغانستان څخه وایستل سي.

ملا محمد عمر انکار وکړ، کله چې ترکي الفیصل پر ملا محمد عمر د فشار راوړلو هڅه وکړل، نو ملا محمد عمر یو صحرايي پښتون په توګه ورته داسي سختي خبري وکړلې چې له کبله يې ترکي الفیصل باندي خولې را ماتي سولې.
په همدې موده کې د آی ایس آی مشر جنرال ضیاء الدین بټ ملا محمد عمر ته ولیږل سو، د ملاقات مقصد اسامه بن لادن وو، بټ هم ناکامه را وګرځېد.

ملا محمد عمر د اسامه په خاطر خپله واکمني په خطر کې اچولې وه، د ۱۹۹۹ د اګست په میاشت کې د ملا محمد عمر پر کور د یوه لوی باروړونکي موټر په واسطه چاودنه وسول، چې په ترڅ کې د هغه د یو زوی او میرمني په شمول د کورنۍ څلور غړي ووژل سول، ملا محمد عمر خپله هم معمولي ټپي شو، مګر د دې برید وروسته د امریکا په اړه د هغه موقف کې نوره سختي هم راغله.

د همدې برید په جواب کې اسامه بن لادن د امریکا د تجارتي مرکزونو او پنټاګون د بریدونو طرحه جوړه کړه، مګر ملا محمد عمر د دغې طرحي څخه بې خبره وو.

د ۲۰۰۱ د سپټمبر په ۱۱مه په امریکا د اسامه بریدونو نه صرف د القاعده او ملا محمد عمر لپاره بلکي د ټولي نړۍ د مسلمانانو لپاره ستونزي زیات کړل.

د همدې میاشتي په ۱۶مه جنرال پرویز مشرف د آی ایس آی مشر جنرال محمود احمد ملا محمد عمر ته ولیږه او غوښتنه یې ځیني وکړل چې اسامه بن لادن دي له هیواده وشړي. ملا محمد عمر ډیر سخت خفه وو چې اسامه بن لادن د هغه اطاعت ونه کړ، خو بیا یې هم جنرال محمود احمد ته د «نه» جواب ورکړ.

اوس د پاکستان او سعودي په شمول ټوله نړۍ د طالبانو په خلاف سره متحد سول، د همدې کال په نومبر کې د طالبانو د واکمني تر ړنګېدو څو ورځي مخکې ما په کابل کې د طالبانو د وزیر داخله ملا عبد الرزاق څخه وپوښتل چې تاسو د اسامه بن لادن په خاطر خپله واکمني له لاسه ورکول غواړئ؟

هغه جواب راکړ چې د دوی مشر ملا محمد عمر ته تر واکمني د افغانستان د خلکو عنعنات زیات مهم دي.

څو ورځي وروسته د طالبانو واکمني ختم سول، مګر طالبان ختم نه سول!

د طالبانو د نه ختمېدلو لویه وجه د هغوی طبقاتي رول دی، د نړۍ په نزد دا یو سخت دریځی مذهبي تحریک دی، خو په حقیقت کې دا د شتمنو قومي مشرانو، ظالم او مفسدو قومندانانو او جنګسلارانو په خلاف د عادي افغانانو او دهقانانو یو وسله وال تحریک دی، د دوی مشر هیڅ داسي څه نه لري چې د هغه پر ختمېدو دي ووېریږي.

ملا محمد عمر په ۲۰۱۲ کې خپله تګلاره بدله کړل، هغه د شمالي افغانستان د تاجکانو، اوزبک، او هزاره ګانو سره اړیکي پراخي کړلې، د بامیانو، دای کنډي او غزني شیعه ګان یې هم له ځانه سره ملګري کړل او دایران سره یې هم ښې اړیکي جوړي کړلې.

اهل تشیع او ایران سره د خپلي پالیسیو په بدلون دوی دا ثابته کړل چې د پاکستان او افغانستان د طالبانو تر منځ ډیر ژور فرق دی.
د ۲۰۱۵ د می په میاشت کې د طالبانو یو مهم پلاوي ایران ته سفر وکړ، چې د کابل حکومت وزیر داخله نور الحق علومي چې د شمالي ټلوالي نمایندګي کوي، خپل ژور خپګان څرګند کړ، که چیري طالبان ایران ته نه تلای، نو د افغانستان استخباراتو شاید د ملا محمد عمر د مړیني خبر نه وای را پورته کړی.

نور الحق علومي پخوانی کمونیسټ پوځي جنرال دی او ډاکټر نجیب د حکومت په دوره کې د کندهار والي وو.
د کابل حکومت سره د مذاکراتو د پیلیدو باوجود د طالبانو د شریعت مجله پر علومي باندي ډیر شدید انتقاد کړی، ځکه چې علومي په بندي خانو کې د طالبانو پر بندیانو باندي تشدد او سختي زیاته کړې، د علومي د سخت دریځۍ او مشکوک چلند څخه طالبان په مذاکراتو کې هم ډیر محتاط دي او په مقابل اړخ کې د افغانستان ملي امنیت هم د مذاکراتو په اړه سنجیده نه ښکاري.

نړیوال قوتونه چې په افغانستان کې د طالبانو او حکومت تر منځ مذاکراتو ته ډیره لیواله دي، باید په یاد ولري، چې په دغه مذاکراتو کې به د هغوی لپاره د یو څو وزارتونو په واسطه د طالبانو رانیول ډیر ګران کار وي.

د طالبانو په کمزوري کولو او د داعش په تقویه کولو به کله هم افغانستان ته امن را نه شي، د ګنګوسو له لارې د میډیا جګړه ګټل کیدای شي، خو د افغانستان په لیري پرتو کلیو او غرنۍ سیمو کې ځمکني حقایق نه شي بدلیدای.

د ملا محمد عمر نوم او د طالبانو غرني او صحرايي جنګیالي به د کابل پيسه داره واکمنانو په مخ کې هر وخت ځمکني حقیقت جوړیږي او دردوی خوبونه به حراموي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حریا شملزۍ

که د پاکستان باټي او دوه مخی پالبسی روانه وه افغانان به صلح په خوب هم ونه وینی اوس یی د سمیع الحق وار ده چی ځان د افغانی حقانیانو معنوی پلار بولی د پاکستان تر ټولو متعصب او شیطان صفته فعالین ږبرور دی چی د افغانانو له اسلام دوستی نه یی تل غلطه استفاده کړی اوس چی یی زموږ سیاسی دفتر هم خالی صلاح کړ الله دی خبر کړی
پاکستان هغه هیواد ده چی د عسکری و دانیو په مخ یی لیکلی وی
ایمان ‘ تقوی ‘ جهاد فی سبیل الله
او هلته د مجاهدبنو څرمنی پکښی اړوی

talha

یاره حامد میره که پاکستانی نه وای یو افرین مې درته لیکه حقیقت دي ویلی

الحاج استاذ بیانزی

زه د حمید میر ځینی خبری تاییدوم چه حقایق یی ویلی ، مګر دا خبره چه په دی ۱۵ او یا شلو کالو کی یی له دی حقایقو یوه خبره هم نه کوله هغه وخت یی شپو په سر او نیکتایی په غاړه وه ، که نوری مادی لاسته راوړنی وی ، په هر صورت که اوس یی هم د ښه نیت څخه ویلی لمانځته یی کوو ، مګر په لیکنه کی یی ځینی د نه منلو خبری اوس هم شته چه هغه دی د سپټبمبر د یوولسمی پیښه رښتینی د اسامه د پلویانو او د اسامه په نقشه ګڼی… نور لوستل »

محمد

زما په ضعیف عقل شاید بعضی خبری واقعیت وی

عبدالواسع سحر

د حامدمیر دغہ کالم کلہ او پہ کوم اخبار کی شائع سوی دی ؟لطفاکہ جواب راتہ راکڑی

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x