مرسي د امنيتي او طبي ستونزو له امله له خوړو اعتصاب کړی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، زمري ۱۸مه ۱۳۹۴ل): د مصر بندي ولسمشر دکتور محمد مرسي زندان کې له خوړو اعتصاب کړی او لامل يې دا ښودلی، چې د ده په ګومان دغه خواړه خوندي نه دي او کېدای شي د زندان مسؤولينو د استخباراتي چارواکو په لمسون دغو خوړو کې زهرجن مواد اچولي وي. له لندنه خپرېدونکې الشرق الاوسط عربي ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي، چې تېره ورځ د مصر بندي ولسمشر دکتور محمد مرسي د محکمې پر مهال له قاضيانو وغوښتل، چې د ده په ګومان ده ته ورکول کېدونکي خواړه خوندي نه دي او له همدې امله يې له خوړو اعتصاب کړی دی.

د الشرق الاوسط په وينا محمد مرسي له محکمې وغوښتل، چې د شکرې ناروغي او نورو روغتيايي ستونزو له امله محکمه بايد د طبي څېړنو امر وکړي او د دغو طبي څېړنو لګښت به دکتور مرسي په خپله ورکوي.«زه د شکرې او پر څو نورو ناروغيو اخته يم، محکمه بايد امر وکړي، چې د خپل روغتيايي حالت لپاره مې طبي څېړنې وشي، چې خپل دغه اوسني درمل جاري وساتم او که د ډاکټر په مشوره او غوښتنه يې بايد بدل کړم»

د ورځپاڼې په وينا محمد مرسي ويلي، چې د ده په ګومان ده ته ورکول کېدونکي خواړه خوندي نه دي او دی نه شي کولای، چې دغه خواړه وخوري، نو محکمه بايد اجازه ورکړي، چې دی خپل خواړه ځان لپاره په خپله راوغواړي.

بل پلو د مرسي مدافع وکيل عبدالمنعم عبدالمقصود رويټرز خبري اژانس سره په خپلو خبرو کې ويلي، چې موکل يې له طبي ستونزو سره مخ دی، د زندان خواړه د امنيتي ستونزو له امله نه خوري او وايي، که دغه خواړه يې وخوړل، نو يوه لويه پېښه رامنځته کېدای شي.

د مرسي مدافع وکيل زياتوي، چې زندان کې محمد مرسي ته پنځه مهمې ستونزې پېښې شوي او موکل يې له ده د ليدو غوښتنه کړې، مګر حکومت ده ته اجازه نه ورکوي، چې دی خپل موکل دکتور محمد مرسي سره وګوري.

د محمد مرسي زوی اسامه مرسي د رسنيو له لارې حکومت ته ګواښ کړی، که په پلار يې هر څه وشول، نو مسؤول به يې کودتاچي رژيم وي.

اسامه الجزيرې تلويزون سره په خپلو خبرو کې وويل، چې پلار يې د شکرې او په څو نورو ناروغيو اخته دی او له همدې امله د زندان خواړه د ځان لپاره زيانمن بولي او پر حکومت يې تور لګولی، چې د ده پلار ته د طبي او قانوني اسانتياوو مخنيوی کوي.
اسامه مرسي وايي، چې د زندان چارواکي د ده پلار سره ډېر ناوړه چلند کوي او په دې وروستيو کې دوی داسې باوري معلومات تر لاسه کړي، چې د مصر ټاکل شوي ولسمشر محمد مرسي ژوند ته سخت ګواښونه متوجه دي او حکومت د ده پلار ته د قانوني او طبي اسانتياوو مخنيوی کوي او دا کار د دوی لپاره ګواښ دی.

«که حکومت محمد مرسي ته طبي او قانوني اسانتياوې ور نه کړي، نو موږ به نړيوال قانوني فورم ته رجوع وکړو»

مصر کې د بشري قربانيانو د څېړنو مشر هيثم ابو خليل وايي، چې زندان کې دکتور مرسي سره روان چلند د نوموړي د تدريجي مرګ په معنا دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د