ټکنالوژي

وینډوز ۱۰ (Windows 10) له دې ځایه په وړیا ډول ښکته کړئ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمری ۱۸مه ۱۳۹۴ل): مایکروسافټ کمپنۍ غواړي په بازار کې شته د وینډوز اپریټنګ سیسټم ټول ډولونه له منځه یوسي او له همدې امله يي خپل نوی او وروستی اپریټنګ سیسټم یعني وینډوز ۱۰ يي کاروونکو ته معرفي کړ.

مایکروسافټ کمپنۍ اعلان کړی و چې دغه اپریټنګ سیسټم به د دغې کمپنۍ وروستۍ اپریټنګ سیسټم وي او یوازې د لنډې مودې لپاره به کاروونکو ته په وړیا ډول وړاندې کیږي تر څو د وینډوز مختلفو ډولونو کاروونکي په یو اپریټنګ سیسټم یعني وینډوز ۱۰ را ټول کړي.

د ځینو راپورونو پر بنسټ یو کال وروسته به د دغې وینډوز ښکته کولو بیه ۲۰۰ امریکايي ډالر وي خو اوسمهال د دغې وینډوز رسمي ورژن په وړیا ډول وړاندې شوی.

وینډوز ۱۰ د مایکروسافټ کمپنۍ تر ټولو پیاوړی اپریټنګ سیسټم دی چې تر دې دمه يي د زیات شمیر کاروونکو توجه په جلبولو بریالی شوی.

د مایکروسافټ کمپنۍ دغه اپریټنګ سیسټم کې د وینډوز ۷ (Windows 7) او وینډوز ۸ (Windows 8) ټولې ځانګړتیاوې ځای پر ځای شوي او مایکروسافټ کمپنۍ یو ځل بیا خپل نوی اپریټنګ سیسټم کې د سټارټ مینیو (Start Menu) برخه زیاته کړې.

طریقه:
– لاندې ورکړل شوی لینک خلاص کړئ.

https://www.microsoft.com/en-us/software-download/windows10

– د پاڼې په لاندینۍ برخه کې د (Download Tool Now (32-bit version) او یا (Download Tool Now (64-bit version) اپشن کلیک کړئ.

– پورتنی اپشن کلیک کولو سره به یو فایل ستاسو سیسټم ته ښکته شي.

– ښکته شوی فایل خلاص کړئ او په اتومات ډول به د وینډوز ۱۰ ښکته کیدل پیل شي.

– د دغې وینډوز ښکته کولو لپاره باید انټرنیټ او هاټمېل (Hotmail) اکاونټ ولرئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x