افغانستان

هلمند: سنګين کې نهه پوليس ووژل شول

نن ټکی اسیا (يکشنبه، زمري ۱۸مه ۱۳۹۴ل): د هلمند ولايت سنګين ولسوالۍ څخه تر لاسه شوي خبرونه وايي، چې طالبانو د يو ارتباطي عسکر په مرسته شپږ پوليس وژلي، څلور يې ټپيان کړي او يو يې ژوندی ځان سره بوولی دی.

افغان اسلامي اژانس د سنګن ټولنيزې شورا د رييس حاجي غلام جان له قوله ليکلي، چې تېره شپه طالبانو د خپل يو ارتباطي پوليس په مرسته د سنګين بازار ته څېرمه کندهار اډې «سورغوږيانو» کلي کې پر يوه پوسته بريد وکړ، شپږ پوليس يې ووژل، څلور يې ټپيان کړل او يو يې له ځان سره بوولی دی.

حاجي غلام جان وايي، چې د سنګين امنيه قوماندانۍ چارواکي په خپلو کې يو بل سره دښمني پالي او له همدې امله د سنګين دغې پوستې ته مرستندويه ځواکونه نه دي لېږل شوي.

د غلام جان په وينا طالبانو له بريد وروسته د پوستې ټول مهمات، وسلې او مرمۍ له ځان سره وړي دي.

د سنګين د امنيه قوماندانۍ د هماهنګۍ دفتر چارواکو افغان اسلامي اژانس سره په خپلو خبرو کې منلې، چې طالبانو پر يوه پوسته بريد کړی، مګر د تلفاتو په اړه يې له څه ويلو ډډه کړې.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي افغان اسلامي اژانس ته ويلي، چې ملګرو يې د يو ارتباطي پوليس په مرسته پر دغه پوسته بريد کړی، چې له امله يې نهه پوليس وژل شوي او يې په تېښته بريالی شوی دی.

قاري احمدي زياتوي، چې طالبانو په دغه بريد کې ګڼ پوځي مهمات او وسلې هم نيولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x