افغانستان

ميدان وردګ: ترافیکي پېښه کې ۱۹ تنه ټپیان شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): د ميدان وردګو ولایت چارواکي وايي چې په دې ولایت کې د کابل ـ کندهار په لویه لاره ترافيکي پېښه کې د کوچنیانو او مېرمنو په ګډون ۱۹ تنه ټپيان شوي دي.

د میدان وردګو ولایت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کاږي، چې ترافيکي پېښه تېر ماښاما شاوخوا اته بجې د کابل ـ کندهار په لویه لاره د سید اباد ولسوالي اړوند په ټوپ دښته کې رامنځته شوه.

د دوی په خبره پېښه د یو ۳۰۳ موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده، چې د دوو مېرمنو په ګډون پکې ۱۹ تنه ټپیان شوي دي.

د کابل – کندهار په لویه لاره ترافيکي پېښې ډېری د ۳۰۳ ډوله موټر د چلوونکو له لوري پېښېږي، چې د مسافرو په وینا د دې موټر ډېر چلوونکي د نشې عادت لري.

تر دې وړاندې هم په ورته پېښو کې لسګونو کسانو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې وه،چې په کندهار او کابل کې د دې موټرو د شرکتونو مالکانو د خپلو موټر چلوونکو لپاره کوم واضح اصول نه دي ټاکلي.

د لارې ډېری مسافر شکایت کوي، چې موټر چلوونکي په موټر کې هم د چرسو سګریټ وهي، چې په نشه کې بیا د سپرلۍ غم او لارې ته پام ورسره نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بشرمل

دولت باید ددی خپل سرو شرکتونو مخه ونیسی چی زموږ ډیری کسان یی دغم په ټغرکښینول ، تاسی باور وکړی که څوک سفر ته زړه ښه کولای شی ددی نشه یی ،بی پروا او بی اخلاقه ډریورانو له لاسه او دولت باید په دی شرکتونو جرمانه وضع کړی او که نه دا مشکل به لاپسی غټ شی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx