
اختلاف او د اطاعت مسئله
لطف الله خیرخوا
زموږ ټولنه کې هر فکر، چوکاټ، تشکيل، پديده او رجحان په خپل رنګ نه پاتې کيږي. يو عالم مثالونه لرو، چې دې هر اړخ په کې ترهوونکې بڼه اخيستې وي. د علت په اړه يې ممکن ډېر تحليلونه وي او تر ډېر ولږ بريده به پر ځای هم وي، مګر زما طالبانه فهم د هغو استادانو په ليکه ځي، چې وايي : اصل علت يې “ذاتي انطواء” ده. د خپل ذات په چورليز څرخېدل.
وګورئ هر فکر، نظريه، مبادئ، اصول، تشکيلات او ان د کار اساليب له اشخاصو ځاريږي. علت يې همدا دی، چې متنفذ شخص همدا غواړي او بې خاصيته متعهد يې دا هيله پر ځای کوي. همدلته ستونزه زيږي او همدلته خپله ريښه ټينګوي.
له هغو مفاهيمو، چې زموږ ټولنه کې يې خپل رنګ اړولی، تنظيم، جماعت او حزب دی. د دې تشکيلاتو اصل هدف شامل انسجام دی. دا تشکيلات کولی شي، چې هممهاله فکري، افرادي او حرکتي انسجام پيدا کړي. د دې انسجام په برکت پراګندګي ورکيږي او يو(موحد) قوت د مطلوب هدف په لور ځي.
دلته انسجام ډېر ضمني برکات هم لري. مثلا با استعداده او با صلاحيته افراد د خپل کار وزيار لپاره مناسب ځای موندلی شي. هغه مطلوب اغېزمن رول يې له همدې وړې ټولنې پر مخ ځي. کله يو انسان ډېر با صلاحيته وي، مګر د خپل استعداد د مؤثريت لپاره مناسب چاپېريال نه لري يا يې چل نه ورځي.
کله يو څوک په خپل صلاحيت و استعداد کې څه نيمګړتيا لري، د دې انسجام، ناستې پاستې، مشاهدې او ذهني مطالعې په برکت يې نيمګړتيا پوره کيږي. کله يو ډېر ځوړ انسان د با صلاحيته خلکو په ناسته پاسته عالي صفات وګټي.
هغه ستره ضمني ګټه يې دا ده، چې د افکارو د تبادلې رويه رغوي، د اختلاف زغم او د جړو مشوړو د پرانيستو حوصله پيدا کوي. ښه درځئ وګورو موږ سره هم تنظيم، جماعت او حزب همدا برکات لري؟
که نه مبتکر ذهن جامدوي؟
که نه مستعد اشخاص خپلې ټولې ښېګڼې ځان سره قبر ته وړي؟
که نه ځوړ انسان په کې نور هم ښکته ځي؟
بې له اعترافه بله لار نه شته؛ زموږ ټولنه کې تنظيم خپل مطلوب کار نه کوي. علت يې همدا “ذاتي انطواء” ده. يو څوک، چې مؤثريت ته د ذات له دايرې نه وځي، يو څوک، چې تاثر ته د ذات له دايرې نه وځي، يو څوک، چې د چا مؤثريت او د چا تاثر ته زمينه سازي د خپل ذات له دايرې بهر نه کوي، نو اصول، مبادئ، روحيه او تربيه د چا د ذات تابع کيږي؟ او که د کوزنيو په ژبه د ذات د افاديت لپاره بايد ذات د اصولو او مباديو پښو ته پرېوځي؟
هر څه کې چې ذات مطرح وي، تنظيم به څه ګټه وکړي؟ خلک په تنظيم فکر او اهداف ساتي، موږ پرې ذوات.
همدغه د ذات خبره د اختلاف د افاديت مخه هم نيسي. په تنظيم، جماعت او حزب کې سمعنا او اطعنا داسې اصل دی، چې په هر صورت بايد عملي شي. د هر اختلاف، د هر دوهم فکر، د هر ابتکاري ذهنيت لار بنده ده. بده لا دا، چې په بې اطاعتۍ او بغاوت تماميږي!
ابوبکر رضي الله عنه د مرتدينو او زکات مانعينو پر ضد د جهاد اعلان وکړ. عمر رضي الله عنه ورسره اختلاف وکړ، چې څنګه کلِمه ګوی وژنې؟
خلافت دی، حساس وخت دی، دښمنان لاس په کار دي، شورشونه اوج کې دي، مګر عمر رضي الله عنه باغي نه شو. په حکيمانه، مدلل او قانع کوونکي ځواب مخاطب شو : والله لاقاتلن من يفرق بين الصلاة والزکاة. والله لو منعوني عقالا يؤدونه الی رسول الله صلی الله عليه وسلم لقاتلتهم به!
په يمامه کې حافظان شهيدان شول. عمر رضي الله عنه سره وېره پيدا شوه، چې قران کريم ضايع نه شي. ابوبکر رضي الله عنه ته يې مشوره ورکړه، چې قران راجمع کړه، ښه به وي. ابوبکر رضي الله عنه ورنه پوښتنه کوي : کيف افعل شيئا لم يفعله رسول الله صلی الله عليه وسلم؟
کوم کار چې رسول عليه السلام نه دی کړی، زه يې څنګه وکړم؟ مګر عمر رضي الله عنه نه مايوسه کيږي. ګيله نه کوي، چې دې قربانيو سره سره او دې علم سره سره مې څوک خبره نه مني، بلکې ټينګار کوي او په کراتو مراتو ورته راځي، ورته وايي : هو والله خير. ابو بکر رضي الله عنه د عمر رضي الله عنه د ټينګار په اړه وايي : فلم يزل يراجعني. پښتو کې يې اسانه تعبير “همداسې راپسې کلک شو” کولی شو.
تر هغې چې د ابوبکر رضي الله عنه شرحِ صدر وشو. بيا دواړه زيد بن ثابت رضي الله عنه ته ورغلل. ابوبکر رضي الله عنه ورته وويل : ته کاتبِ وحي وې، ځوان هم يې، هوښيار هم يې، څه تهمت هم درباندې نه شته. قران کريم راټول کړه. دی ورته وايي : کيف تفعلان شيئا لم يفعله رسول الله صلی الله عليه وسلم؟
ابوبکر رضي الله عنه ورته دا نه وايي، چې ته ولې د خليفةُ رسولِ الله خبره نه منې؟ ولې اطاعت نه کوې؟ بلکې زيد رضي الله عنه فرمايي، چې زه ورپسې کلک شوم، چې د خپل سوال ځواب پيدا کړم. فلم ازل اراجعه. همداسې ورپسې ونښتم، تر دې، چې زما هم شرحِ صدر وشو.
د علي رضي الله عنه او معاويه رضي الله عنه د موضوع او ورسره د خوارجو فتنې په اړه مشران صحابه کرام رضوان الله تعالی عليهم اجمعين بې طرفه پاتې شول. نه چا باغيان وبلل، نه يې تنګ کړل، بلکې معذور وګڼل شول.
علت دا و، چې خلک څومره هم لوړ وو، د اصولو او مباديو تابع وو. د ذات خبره مطرح نه وه، ځکه خو هغه اجتماع کې د جاهليت د دور هغسې خلک په هغو شخصيتونو واوښتل، چې د نړۍ نقشه يې بدله کړه. تر ننه يې د ژوند کردار هماغسې ژوندی پاتې دی او تر ننه يې خلک امامان ګڼي او تر قيامته به يې ګڼي.
درځئ ذات به خپل کار کوي. فکر،مبادي او اصول وساتو!
خيرخواه صاحب له ليکنې دې ډېره ډېره مننه، خو که په تعبير کې لږ راساده شې ښه وي، موږ خو ټول ستا په څېر ماستران نه يو. مجبوره يو چې ستا پر مضمون د پوهېدو لپاره يو ځل د ابن خلدون پر(مقدمې) او د ماوردي او ابویعلی پر احکام سلطانية) ځانونه ښه پوه کړو او بيا ستاسې پر پېچلو او له رمزونو ډکو عبارتونو سر خلاص کړو.
یرا سلامت خانه سمه خبره دی ورته کری، خیر خواه صیب خو په تفسیر کی ماستری اخيستى بیا یی یو وخت اراده وه چی په عربی ژبه کی دکتوراه واخلی، اوس یی لا زینی جملی همداسی په عربی پری ایخی او پشتو ته یی ندی ترجمه کری لکه دابوبکر زواب عمر ته دزکات دمانعینو په هکله، که چرته یی په عربی کی دکتوراه وکره نو بیا به یی مقالی تولی عربی ژبی ته واوری بیا دابن خلدون په مقدمی هم کار نه کیژی.
په لیکنه دی برکت شه ملګری ،خوګوره چي مشهوری بیانو خلک درنه نوره استفاده کوي بیا به په دی موفق کی اوس په څیر بی پروا نه لیدل کیږی ته به هم دنور په څیر محطاط او… ځی ..