د روژې مبارکه میاشت

د ليلة القدر د شپي منظر

da QADAR shpaبسم الله الرحمن الرحيم
د الله رب العزت پر دې امت د ډيرو سترو نعمتو له جملي څخه يو هم د ليلة القدر د شپي نعمت دى.

د دې شپي په امتياز کي الله جل جلاله پوره سورة نازل کړى ده.

عبادت يي د زرو مياشتو د عبادت  ثواب لري.

دا شپه د سلامتيا شپه ده شيطانان هيچا ته هم کوم تکليف نه سي رسولى.

د انس رضي الله عنه څخه روايت دى چي د ليلة القدر په شپه جبريل عليه السلام د ملايکو په يوه ټولۍ کي را کښته کيږي او د الله پر هر بنده هغه که په ولاړه او يا په ناسته د الله په ذکر اخته وي صلاة او سلام وايي.

په تفسير قرطبي کي دي چي له سدرة المنتهى چي د جبريل امين مسکن هم دى او له ټولو اسمانو څخه ملايکي را کښته کيږي وزمکي ته  را ځي د مومنانو پر دعاو امين وايي تر دې پوري چي سهار سي.

د ابوهريرة رضي الله عنه څخه روايت دى چي په دې شپه دشګو د شمير په اندازه سره ملايکي را کښته کيږي.

د ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت دى چي په دې شپه کي د لوح محفوظ څخه  د راتلونکي کال ټول کارونه لکه رزق باران ژوند مرګ تر دې پوري چي د حاجيانو نومونه هم لکل کيږي.

دا ليست  وڅلورو لويو ملايکو ته سپارک کيږي لکه جبريل مکايل اسرافيل او عزرايل عليهم السلام.

عکرمه رحمه الله وايي چي په دې شپه د بيت الله د حاجيانو نومونه او د پلرو نومونه يي هم ليک کيږي، پر دې ليست نه څوک زياتى کولاى سي او نه کمى.

خليل رحمه الله وايي چي په دې شپه کي دونه ملايکي وزمکي ته را کښته کيږي چي زمکه ورباندي تنګه سي.

دا ملکي تر سهاره پوري د مومنانو پر دعاوو امين وايي.

د نافع رحمه الله څخه روايت دى چي هغه وايي دا شپه ټوله د خير او برکة شپه ده په دې کي شر له سري سته دى نه.

ضحاک رحمه الله وايي چي په دې شپه کي الله پاک يوازي سلامتيا مقدره کړيده، او په نورو ورځو کي له سلامتيا سره بلاوي هم وي.

په دې ورځ کي د شيطان له تاثير  څخه ټول مومنان نر او ښځي په امن  کي وي.

او دا شان  له مجاهد رحمه الله څخه روايت دى چي د ا د سلامتيا شپه ده په دې شپه کي شيطان هيڅ هم نه سي کولاى نه چا ته تکليف رسولاى سي او نه هم څه ضرر.

او امام شعبي رحمه الله بيا وايي چي په دې شپه کي ملايکي پر هغه خلکو سلام وايي کوم چي په مساجدو کي په عبادت اخته وي، او تر سهار پوري پر هر مومن تيريږي او ورته وايي چي السلام عليک ايها المومن.

په تفسير رازي کي يي ليکلي دي چي په دې شپه ځکه ملايکي راکښته کيږي چي د الله د بندګانو عبادت وويني او د دوى د الله په بندګي کي د کوښښ مظاهره وکړي.

د ليلة القدر د شپي ځيني علامي:

د دې شپي په سهار به د لمر شعاعي ډير کمي وي دا له دې امله چي په دې شپه کي به ډير انوار را وريدلي وي، او يا له دې امله چي سهار چي جبريل عليه السلام او ملايکي بيرته واسمانو ته خيزي نو جبريل عليه السلام به خپل وزر وغوړه وي د لمر شعاعي به پټي سي.

د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت دى چي فرمايي د دې شپي د علامو څخه دا دى چي دا شپه به  داسي صافه وي لکه سپږمۍ چي راختلي وي.
ډير به ارامه وي نه به يخ په کي وي او نه به ګرمي.

او په دې شپه کي به تر سهار يو ستورى هم ويشتل نه کوي.

او د دې شپي په سهار به لمر د څورلسم د سپږمۍ په شان بلکل برابر  راوخيزي  شعاعي به نه لري.

او په دې سهار به له لمر سره يو شيطان هم نه را خيږي.

په دې شپه کي به نور زيات وي.

د مسلمان د زړه اطمينان به په دې شپه کي ډير زياده وي.

زړه به يي د عبادت لپاره زيات شوقمن وي.

په سترګو کي به يي اوښکي نه تکيکيږي.

بندن به يي ځژ ځژ کيږي.

بلکي خوله به ورباند راځي.

په دې شپه کي به بادونه بلکل ارام وي تيز به نه چليږي.

په دې شپه کي به  ډير د الله بندګان په خوب کي د الله ديدار وکړي.

په دې شپه به انسان د شپي په عبادت کي تر نورو شپو زيات خوند محسوسه وي.

نو اي د الله بندګانو د الله څخه وويريږئ د الله عبادت وکړي د دې شپي د قدر څخه برخمن سي، په صحيحين کي روايت دى چي په دې شپه چي څوک د ايمان په حال کي په اخلاص سره د الله لپاره په عبادت مشغول سي الله پاک به د ده تيرسوي ټول ګنهونه معاف کړي.

په بل حديث کي د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت دى چي د دې شپي  د ماښام او ماخستن لمونځ که څوک په جماعة سره وکړي نو ګواکي دى ددې شپي د قدر څخه برخمن سو.

عائشي رضي الله عنها د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه چي که ماته معلومه سي چي دا شپه د ليلة القدر شپه ده نو زه به څه په کي وايم، ده ورته وفرمايل چي دا وايه: اللهم انک عفو کريم تحب العفو فاعف عني.

الله رب العزت دي زموږ ټولو ته د دې شپي برکات را په نصيب کړي. امين

احسان الله احسان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x