
د بغلان ولایتي شورا: طالبان په پلخمري کې د پلټنې زنځير لري
نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): د بغلان ولايتي شورا وايي چې طالبان د دې ولایت په مرکز کې پراخ فعاليت لری، چې د لویو لارو پر سر يې د پلټنې په موخه زنځيرونه جوړ کړي دي.
د ولايتي شورا رییس محمد صفدر محسني وايي چې طالبان د پلخمري په ښار په تېره بیا پنځمه ناحیه کې بشپړ واک لري، ازاد ګرځي او خپل فعالیتونه ترسره کوي.
محسني پژواک اژانس ته ويلي چې په دې ولایت کې د امنیتي مسوولینو کمزوري د دې سبب شوې ده، چې وسله وال مخالفين د ولایت په مرکز کې ازاد فعالیت ترسره کوي.
د نوموړي په خبره څو ځلې يې له امنیتي ارګانونو سره د طالبانو د پراخ نفوذ اندېښنه شریکه کړې ده، خو په وینا يې هغوی هیڅ اقدام نه دی کړی.
د ولایتي شورا رییس وویل چې ښايي د امنیتي ارګانونو تر منځ نه همغږې او یو پر بل بې باوري د دې سبب وي، چې پر وړاندې يې د اقدام کولو زړه نه شي کولی.
د پلخمري اوسېدونکي وايي چې طالبان د پلخمري په پنځمه حوزه کې د موټرو د تلاشۍ لپاره زنځيرونه اچولي او شکمن کسان پوښتي.
له پلخمري سره څېرمه د ډنډغوري ساحه بشپړه د طالبانو په واک کې دی، چې د ولایتي شورا په قول وخت ناوخته ترې پر دولتي ودانیو توغنديز بريدونه هم کېږي.
د ولايتي شورا منشي سمیع الدين ناظر هم مني چې طالبان د بغلان د دوشی په قریه برفک، تاله برفک او زاغه کلیو کې هم پراخ نفوذ لري او په وینا يې ولس د دولت پر ضد اقداماتو ته هڅوي.
دا په داسې حال کې دی چې په شمال فارياب کې د ګډ حکومت د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال ملېشې د طالبانو پر ضد د عملياتو په نامه په جګړه بوخت دی، چې د سیمې داوسېدونکو په قول په نږدې تېرو دوو اونیو کې يې زرګونه کورنۍ کډوالې شوې او تر شلو ډېر د پښتنو کورونه د طالبانو د ملاتړ په تور سوځول شوي دي.