نړۍ

امريکايي پوليسو يو تور پوستی ځوان وژلی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، زمري ۱۸مه ۱۳۹۴ل): د امريکا ټيکساس ايالت کې پوليسو يو تور پوستی امريکايی په ډزو وژلی دی.
امريکايي رسنۍ وايي، چې يو سپين پوستي ۴۹ پوليس ټيکساس ايالت کې د فوټبال د سيمه ييزې ډلې يو فعال لوبغاړی په داسې حال کې وواژه، چې د ټيکساس ارلينګټن سيمه يې د موټرو سودا کوله.

د ټيکساس پوليس وايي، چې دوی داسې معلومات تر لاسه کړي وو، چې دغه افريقايي الاصله امريکايي ځوان د موټر تښتولو هڅه کوله او پوليسو، چې دغه تور پوستي ته د تسليمۍ امر وکړ، نو هغه د تېښتې هڅه وکړه، چې له امله يې پوليسو پر نوموړي ډزې وکړې او ځای پر ځای يې وواژه.

د ټيکساس پوليسو دغه ۴۹ سپين پوستی وژونکی پوليس بې ګناه بللی او زياتوي، چې د براډ ميللر په نوم دغه پوليس له تېر يو کال راهيسې د پوليسو ليکې ته راغلی، ډېره تجربه نه لري او له همدې امله يې دغه تور پوستی افريقايي الاصله امريکايي ځوان وواژه.

له دې وړاندې هم څو څو ځله سپين پوستو امريکايي پوليسو تور پوستان وژلي او امريکايي محکمې يې وژونکو ته براءت ورکړی دی.

د امريکا تور پوستان دغه ډول کړنې د دوی پر ضد توکميز چلند بولي.

له تېر يو کال راهيسې امريکا کې د تور پوستانو وژنې او ترور يو ځل بيا زيات شوی او په مقابل کې يې تور پوستانو څو څو ځل د امريکا په لر و بر کې له تاوتريخوالي ډکې مظاهرې او لاريونونه کړي او امريکا د ځان لپاره زندان او جهنم بولي.

د امريکا تور پوستي ولسمشر بارک اوباما د خپلې واکمنۍ له پيله څو څو ځل ويلي، چې د تورپوستانو پر ضد بايد روان تاوتريخوالی او توکميز چلند پای ته ورسيږي، مګر په عملي ډګر کې اوباما تر اوسه په دې نه دی توانېدلی، چې پر تور پوستانو د بريدونو او ظلمونو مخنيوی وکړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x