افغانستان

هلمند: په تېرو شپږ میاشتو کې ۳۶۲ ملکي وګړو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۱۸مه، ۱۳۹۴ل): د روان میلادي کال په تېرو شپږو میاشتو کې په هلمند کې د ۳۶۲ ملکي وګړو د مرګ ـ ژوبلې خبر ورکړل شوی دی.

په هلمند کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې د جګړې د ښکېلو غاړو له لوري یوازې په هلمند کې ۱۲۸ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۳۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

هلمند کې د دې کمیسیون مشر بلال صدیقي د جګړې دواړه لوري ملامت بولي، خو په وینا په ملکي تلفاتو کې د طالبانو له لوري مسوولیت زیات دی.

د هغه په خبره چاودنې د ملکي تلفاتو په ډېرښت کې تاثیري ثابتې شوې دي، ځکه خو دوی د دېر مسوولیت ګوته طالبانو ته نیسي.

د بشري حقونو کمیسیون د دولتي چارواکو له لوري د روان کال د لومړي میاشتې په لومړۍ شپه په سنګین ولسوالي کې د واده پر ګډونوالو د توغندیز بريد په اړه پخپله راپور کې څه نه دي ويلي.

د جنورې په لومړۍ شپه د سنګين ولسوالي په رباطک سیمه کې د ملي اردو له لوري د واده پر مراسمو توغندیز بريد شاوخوا دېرش ملکي وګړي ووژل او ۶۲ نور يې ټپیان کړل.

د هلمند ولایت د ۲۱۵میوند قول اردو مرستیال ومنله، چې هاوانونه د ملي اردو لخوا توغول شوي دي، پر دې سربېره د هلمند د ولایتي شورا غړي بي بي سي سره په مرکه کې ددغې پېښې په تړاو وویل چې بريد دولتي عسکرو کړی او د طالبانو له خوا د وژل کېدو غچ يې له ملکي خلکو واخسیت.

نوموړي زیاته کړې چې له دې پيښې یوه ورځ وړاندې د اردو ۸ تنه عسکر ووژل شول، چې په غچ کې يې پرون شپه له څلورو پوستو څخه د واده پر مراسمو د هاوان (راکټ) مرمۍ وتوغول شوې، او ګڼو خلکو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

په ورته توګه د فبروري په ۲۸مه، چې د تېر لمریز کال د کب له نهمې سره يې سمون خوړ، د بې بې سې د راپور له قوله د دولتي ځواکونو د «ذوالفقار» په عملیاتو کې د ولسي خلکو ۶۰ کورونه او باغونه ونړول، چې د همدې عملیاتو په لومړۍ ورځ – سلواغې ۲۶مه – يې د سنګین په مالمند بازار کې د موټر پلرونکو ۲۰۰ دوکانونه لولپه کړل.

نږدې میاشت وړاندې د جولای په اوومه د هلمند مدني ټولنې د هغو سپین ږيرو تصویرونه خپاره کړل، چې د اربکيانو له لوري له لوټ وروسته ډبول شوي و.

زیانمن شوي وګړو وویل چې اربکيانو يې له کورونو، موټر، موټرسایکل او تراکتورې له ځان سره بیولي دي او ان سپین ږيري يې مرګوني ډبولي دي.

تر يادې پېښې یوه ورځ وروسته د هلمند د نوزاد په چنګولک سیمه کې د اردو عسکرو نيمه شپه د خلکو پر کورنو هوانونه ور وتوغول چې د يوې کورنۍ درې مېرمنې، درې ماشومان، یو ځوان او یو سپین ږيری پکې شهیدان او یو بل ماشوم ټپي شو.

ياده دې وي ملکي وګړي د جګړې له دواړو لوريو غواړي چې د ملکي تلفاتو د مخنيو لپاره باید هڅې وکړې، د دوی په خبره د جګړې هر لوری دی خپل مقابل وپېژني.

دوه ورځې وړاندې یوناما هم پخپل شپږ میاشتني راپور کې د ملکي تلفاتو اویا سلنه برخه طالبان ملامت بللي و، چې طالبانو پخپله اعلامیه کې دا راپور رد او د دولتي معلوماتو پر اساس يې برابر کړی وباله.

د ديني علماوو په قول هرڅوک چې د بیوزله انسانانو له ژوند سره دا ډول بي غوري کوي ، هغوی به حتما یوه ورځ د منتقم خدای جل جلاله له حساب سره مخ کیږي او د خپلو کړنو او بي غوریو پوښتنه به تري کیږي.

دغه ډول بي هدفه بریدونه نه مذهبي توجیه لري او نه قانوني ، مرتکبین هم د مذهب او هم د قانون له مخې تر مؤاخذې لاندې نیول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نعمان

دا دې نده یاده کړې چې چړیانو څومره ملکیان مردار کړي دي

توبه دا خبریالان هم یوطرفه قضاوت کوی الله ته به ځواب ووایاست

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x