نظــر

د طالبانو سياسي بصيرت، نوی زعامت، او مخالفت ….!!!

لیکوال :   موسی فرهاد     2015-08-08

د طالبانو اسلامي غورځنګ له ابتداء نه تراوسه پخپله ۲۲ کلنۍ دوره کې خورا سخت ازمویښتونه وګالل . خو ترټولو شدید امتحان دوه ځله ورباندي راغلی یو داچې د ۲۰۰۱م کال په وروستیو کې د امریکا په مشرۍ صلیبي ائتلاف پر افغانستان یرغل وکړ او اسلامي امارت شاتګ ته اړ شو ، طالبان سره وپاشل شول . د هیواد ، سیمي او نړۍ د ټولو سیاسیونو او کارپوهانو له نظره طالبان نور د هستۍ له صفحې څخه لیري شوي وو ، د بیا راتلو چانس یې په هرصورت ناشونی ؤ .

دویم امتحان دا ځل د امیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهد د وفات خبر ؤ چې طالبانو په لومړي ځل واورید ،  دلته هم خلګو ګمان کاوه چې نور نو د طالبانو د اسلامي حرکت په نوم بیړۍ په غرقیدو ده ، بیا امکان نلري چې دا کښتۍ څوک له ډوبیدو وژغورلای شي .

حقیقت هم همدا دی ، که د انساني عقل له لیدلوري ، ورته وکتل شي ، دا دواړي د تاریخ داسي حساسي شیبې وي چې د خلکو اټکلونه  باید هرو مرو سم  ختلي وای ، او د طالب  نوم بیا چا اوریدلی نه وای .

داچې طالبان څنګه وتوانیدل ، له لومړي ځل ازمویښته په  بریاليتوب سره را ووزي؛ په دې کې تر ټولو ستر رول د امیرالمؤمنین رحمه الله معنوي اثر  ؤ ، د هغه سیاسي بصیرت، سپیڅلتیا او ريښتینولي ، له دین او خاورې سره  اخلاص ، د حق په لاره کې ثابت قدمي ، د ستونزو په وړاندي متین عزم ، د ایمان جذبه او افغاني غیرت ؤ  چې مجاهدین یې له پاشل کیدلو ، ورک کیدلو او تباه کیدلو وژغورل ، د دوهم ځل لپاره یې  هغوی په خارق العاده ډول بیا منظم کړل ، جهادی صفونه یې د بنیان مرصوص په شان داسي مضبوط کړل چې د هغوی د قربانیو په مټ یې بالأخره د دین او وطن دښمنانو یرغلګرو ته ، نه هیریدونکی تاریخي شکست ورکړ .  خو خپله یې په همدې لاره کې  د وطن په غرو رغو کې خپل روح ، خپل خالق ج ته په داسي حال کې وسپاره چې د شهادت ارمان یې د خالدبن ولید رض په څیر قبر ته ورسره یوووړ ، ژوند یې ټول د الله په لاره کې په غزا کې تېر شو خو د شهادت هیله یې پوره  نشوه .  ولي د همغه ستر مجاهد صحابي اعزاز  یې هرو مرو خپل کړ ، د هیواد د آزادۍ د تاریخي اتلانو مل شو . د تاریخ په پاڼه کې یې د غزنوي ، ابدالي او میرویس خان غوندي خپل باب پرانیست  .   روح دي یې ښاد جنة الفردوس دي یې مأوی . برکات او فیوضات دي یې پر خلفو او ځای ناستو وي . آمین

دویم ځل هم طالبان له یو سخت مشکل حالت سره مخ شول ، چې ناڅاپه یې د خپل  رهبر  د وفات خبر واورید او د هغه له معنوي سرپرستۍ څخه یې د تل لپاره ځان یتیم احساس کړ .  نړیوالو شیطاني رسنیو هم له موقع نه په ګټي اخیستو د زهرجنو تبلیغاتو لپاره ښه تابیا ونیوله ، د مسلمانانو اذهان یې د لنډ وخت لپاره تسخیر هم کړل ، خو بیا هم د طالبانو هغو مشرانو چې د ملامحمدعمرمجاهد له هدف سره مخلصین وو ؛ د ښه فراست او سیاسي بصیرت څرګندونه وکړه ، ډېر ژر یې د یوې لویي خلا او ورپسي د لویو لویو فتنو مخه ونیوله ، هغه داچې د نوي زعامت په انتخاب کې یې سستي ونکړه ، د امیرالمؤمنین په ژوند کې د هغه له لوري غوره شوی نائب یې د هغه ځای ناستی وټاکه ، او د عامو مسلمانانو خصوصاً د مجاهدینو د بیعتونو لپاره یې لاره پرانیستله .

له نن نه تقریباً دوې اونۍ وړاندي ، د جولای په ۳۰مه نیټه د طالبانو رهبري شورا د خپل مشر وفات رسماً تائید کړ ، او یوه ورځ وروسته یې ملا اخترمحمد منصور د خپل نوی زعیم په حیث وټاکه . له دې اعلان سره سم د طالبانو ځینو کسانو له نوي زعامت سره مخالفت څرګند کړ ، له یوې غلي غونډي وروسته یې په غربي رسنیو کې خپل مخالفت او ملاحظات اعلان کړل . دوی استدلال کاوه چې:

– په انتخاب کې له بیړي نه کار اخیستل شوی .

– دویم دا چې د دوی نظر نه دی پوښتل شوی .

–  درېیم دا چې د انتخاب پرمهال اکثریت نه ، بلکي اقلیت حاضر و .

نو د دوی په وینا ، پکار دا ده چې یوځل بیا یوه سرتاسري غونډه را وبلله شي او له سره نوی زعیم تعین شي .

دا چې د دوی اعتراضات څومره پرځای او وړاندي شوی حل یې څومره ممکن دی ؟  په لنډه توګه به یې یادونه وکړو :

۱ –  لومړی ټکی چې دوی وایی په انتخاب کې عجله شوي ،  علماء کرام وایی چې باید له دې نه هم عاجل اقدام شوی وای ، ځکه چې په اسلام کې دا یو ډېر مهم اصل دی چې که یو امیر لیري کیږي او یا وفات کیږي ، نو د بل په انتصاب کې څومره چې ممکنه وي عاجل اقدام دي وشي ځکه چې د مسلمانانو انتظامي او جهادي امورو ته د امیر په نه شتون سره زیان رسیږي . همدا وجه وه چې د نبی کریم صلی الله له تدفین او تجهیز وړاندي صحابه کرام د امیر په ټاکلو مصروف شول .
دا بېله مسئله ده چې امیرالمؤمنین پخوا وفات شوی او ځای ناستی یې ناوخته ټاکل کیږي ، ځکه چې دا کار هم د شرعی علماء کرامو د فتوا له مخي شوی . دا جدا بحث ته اړتیا لري . چې اسرار او حکمتونه یې را وسپړل شي .

۲ –  دویمه خبره چې وایی د دوی نظر نه دی پوښتل شوی ، زما د مالوماتو له مخي حتی الوسع کوشش شوی چې د رهبري شوری ټول غړي ، او ورسره علماء کرام او نور اهل الرأی خلک راوغوښتل شي .  ترډېره حده دا کار شوی ، ولی ځینی اشخاص چې یا په بل ځای کې وو او یا شرایط ورته مساعد نه وو ، پر وخت د رسیدګي امکانات یې کم وو ، هغوی پاتي شوي دي . او هغه ډېر لږ وو .

۳ –   درېیم اعتراض چې وایی اکثریت نه ، بلکي اقلیت حاضر و . زه فکر کوم چې خبره بالعکس ده.  دا ځکه چې که موږ دواړه لوري په نومونو سره یاد کړو نو واقعاً چې د حاضرو اهل الرأی خلکو شمېر تر سلګونو ور اوړي او د غیرحاضرو وګړو شمېر لسګونو ته هم نه رسیږي په تیره بیا هغه خلک چې د شورا غړیتوب یې درلود او په جهادي چارو کې یې فعال رول درلود ؛ هغوی خو بیخي د ګوتو په شمېر وو .

تر دې بله مهمه خبره دا ده چې که فرضاً بیا هم د دوی اعتراض پر ځای وګڼو چې ګویا د اکثریت رایه پوښتل شوي نه ده ، باید ټول مجاهدین او ولس وپوښتل شي ؛ نو په دې سختو ، ضیقو او بوختو شرایطو کې خو یې د راغونډیدلو بل هیڅ صورت ممکن نه ښکاري ، پرته له دې چې د ریفرینډم یا ټول پوښتني په بڼه له هغوی نه پوښتنه وشي . چې نوی ټاکل شوی زعامت تصدیقوي او که یې ردوي ؟

نو بیا هم دغه کار په ډېر مهارت او صادقانه ډول په آزاد شکل ترسره شو ، د ټولو مجاهدینو نظر وغوښتل شو او هغوی ټولو یو په بل پسی نوی امیر تائید او بیعت یې ورسره وکړ ،  د 34 ولایتونو والیانو ،او د هغوی 34 نائبینو ، د 34 ولایتونو د ملکي او نظامي کمیسونونو مسئولینو ، 350 ولسوالانو ، د په لسګونونظامي محاذونو قومندانانو او د دسلګونو لویو او وړو دلګۍ مشرانو اوګڼ شمیر مخورو قومي او جهادي کورنیو ، د پوهنتونونو او مکاتبو د محصلینو شوراګانو ، د دیني مدارسو په زرګونو زده کوونکو او د هغوی استاذانو علماء کرامو ، او نورو عامو ولسي خلکو نوی امیر تائید کړ او بیعت یې ورسره اعلان کړ . چې دا ټول مسئولین او اهل الرأی خلک دي ، هر یو تر شا په سلګونو او لسګونو وګړي پیروان لري ، او دا چا په زور بیعت ته اړ کړي هم نه دي . خو بیا یې هم په خپله خوښه تائید او بیعت کړیدی .

زه فکر کوم چې د اعتراض کوونکو دغه اعتراض ته نور ځای پاتی نه دی ، او دا مسئله له هغه نه چې دوی یې حل کول غواړي ؛ تر هغه هم په ډېر ښه انداز حل شوي ده . که بیا هم خپل اعتراض ته دوام ورکوي ، نو هرو مرو به خلک د دوی پر نیتونو شکمن شي . چې هسي نه د دوی د مخالفت انګیزه خو به قدرت غوښتنه ، یا قومي تربګني او یا هم د پردیو د استخباراتي کړیو غوښتني نه وي ؟!  او امید لرم چې اعتراض یې د اصلاح په نیت وي ، نه د بد نیتي پربنسټ . ځکه چې پر بدنیتي بنا اعتراض بیا حل نلري ، پرته له رسوايی او ناکامي .

بله مهمه خبره دا ده چې د امیرالمؤمین رحمه الله کورنۍ او د امیرالمؤمنین د ځینو نژدې ملګرو لکه د سیاسي دفتر مشر طیب آغاصیب ، موقف هم تراوسه اعتراضیه بڼه لري او بي طرفي یې غوره کړي ده .  زما د مالوماتو پر آساس دغه ټکي ته رهبري شورا د علماء کرامو په مرسته په ښه جدیت سره توجه کړي، ولي چې د امیرالمؤمنین د کورنۍ اعتراض مجاهدینو ته هم د تشویش سبب کیږي ، ځکه چې امیرالمؤمنین ، د هغه زوی او د هغه کورنۍ د ولس او مجاهدینو په زړونو کې ډېر ستر ځای لري ، په ځوریدلو یې ټول مجاهدین ځوریږي او په ناراضه کیدلو یې د مجاهدینو زړونه ماتیږي . دا راز د هغه نژدې ملګري چې د نظام لپاره یې په سختو شرایطو کې قابل تحسین خدمتونه ترسره کړي ؛ د هیریدلو نه دي . نو په همدې آساس زما چې څومره مالومات دي ؛ نوی زعامت او رهبري شوری د دې مسئلې د حل لپاره ګړندۍ هلي ځلي کوي ترڅو قناعت بخشه شرعي لاره ورته ولټوي او د هغوی رضایت ترلاسه کړي .

ضروري یادونه :

د پورته لیکني مطلب هیڅکله دا نه دی چې ګویا نوي زعامت او یا د هغه ټاکونکو مشرانو، نه به هیڅ ډول تیروتنه صادره شوي نه وي ، او نه خپله دوی ځانونه معصوم ګڼي ، ځکه چې الله تعالی فرمایی : فَلَا تُزَكُّوا أَنْفُسَكُمْ هُوَ أَعْلَمُ بِمَنِ اتَّقَى} [32: النجم]   .

هغوی هم انسانان دي ، اشتباهات به ځیني صادر شوي وي ، کیدای شی ځینی کارونو کې یې ناسمي پریکړي کړي وي . خو دا په دې مانا نه ده چې هغوی به پخپلو کارونو کې تجدید نظر او مشوره نه کوي ، او نورو ته به د داسي مخالفت زمینه سازي کوي چې خدای مکړه د جهادي صف د ټوټه کیدو لامل شي .  خو تراوسه چې یې کوم رول لوبولی ، په هغه سره یې واقعاً د ښه سیاسي بصیرت څرګندونه کړي ده . او په ډېر حساس پړاؤ کې یې د لویې ستونزي مخه نیولي ده .

د جهادي صف د یو والي هڅه یې په اخلاص کړي . پکار ده چې موږ او تاسو ټول مسلمانان د هغوی او د نوي زعیم پر نیت او کړنو  تر هغو شکمن نشو ، ترڅو مو چې ناسم او غیر شرعي کار ترسترګو شوی نه وي .  کنه خدای مکړه د خدای له لوري به د ستر عذاب مستحق شوي یو.

له هغوی (مشرانو او نوي زعیم) نه مي یوځل بیا هیله دا ده چې د نیک مصلحت او د نظام د علیا مصالحو د تحفظ په خاطر له هرډول شرعي او معقول تنازل څخه ځان ونه سپموي ، ترڅو ډېری نارضایتونه په آسانۍ سره حل کړای شي او د دښمنانو هیلي نیمګړي پاتي شي .

و اِلی الله المشتکی وبه المستعان

پای :  ———————————————————-  !!!

موسی فرهاد
2015-08-08

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حریا شملزۍ

الله تعالی دی اجرونه درکړی قناعت بخښونکی لیکنه دی کړی الله تعالی دی همداسی وکړی چی خفګان پاتی نشی چی د د ښمن د خندا شی او د امیرالمومینین کورنۍ په اعتماد کی اخیستل نهایت ضروری ده او رضایت یی هم اسانه د ځکه هغه د یوی داسی کورنۍ غړی ندی چی پخپله د امتیاز غوښتنه وکړی

م.طاهر

ملا محمد عمر مجاهد دوه کاله مخکی وفات سوی او د اسلامی امارت تولی تاکنی په دی دوره کی د ملا محمد اختر منصور له خوا سوی که هغه والبان وی او که قومندانان ، نو زه فکر کوم چی اکثره دا کسان د ملا اختر منصور اعتمادی کسان دی او د بعیت په پروسه کی خامخا رول لوبولی وی .مونژ ته دا سوال په طبعیی دول پیدا کیژی چی د ملا محمد عمر وفات ولی له ولس نه پت وساتل سو او مونژ خو په دی ایمان لرو چی مرگ حق دی.خلفای رااشدین وفات سو خو د هغوی رحلت… نور لوستل »

سبا ظاهر

طاهر جانه زمونږ او ستاسو لپاره دمره دلیل بس ده چی اسلامی امارت راته وایی چی دا کار یی د دینی علمآو په فتوی کړی ده

محمد

هیڅ مشکل نشته انشآالله چی کومی خبری مخکی ته راغلی دا به هم حل شی ځکه چی په اسلامی امارت کی ډیر پوه او وړ خلک کار کوی داسی نه دی لکه د اشرف غنی حکومت چی تر اوسه سروهل ګرځی

شاه ولیکوټي

ځیني کسان دځینو خلګو پر رضائیت ډیر ټنګار کوي ، خو که یو څوک داسي نظر لري چې هغه داسلامي ارزښتونو سره بالکل اړخ نه لګوي ،بیا که دهر چا دکورنۍ غړی وي

شاه ولیکوټي

(په مخکي پسي ) التفات ورته نه دی په کار ، کورنۍ په اسلام کۍ هیڅ حیثیت نه لري ، هغه که دهرچا کورنۍ وي ، دنوح علیه السلام ځوی ، دنبي کریم صلی الله علیه وسلم اکا ابوطالب یې ښه مثالونه دي ، بلکه اسلامي نړۍ داهل امیرانو دد نا اهله ځامونو او لمسیانو دلاسه و دغه در په دره حالت ته رارسیدلې ده چې اسلامي تاریخونه یې په مثالو ډک دي ، که دامیرالمؤمنین دکورنۍ غړی اهل وای ، بیابه امیرالمؤمنین خپله په اسلامي امارت کښې وړ زعامتونه ورکړی وای ، ځکه امیرالمؤمنین داوسني عصر په امیرانو کښې… نور لوستل »

عبید

طاهرجانه حزبی راته شکاری ته چا په دی خبر کری چی اوسنی تشکیلات نوی زعیم حفظه الله کری .هسی خط دی زده کری هرسه چی دی ولیکل

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x