دیني، سیرت او تاریخ

د اسلام د بري زېري

استاد عبدالمالک همت
لیکوال: استاد عبدالمالک همت

ليکوال: ډاکټر محمد بن عبدالله الدويش
ژباړن: عبدالمالک « همت »

نن مهال د اسلامي امت حال هر چا ته څرګند دى او دا هم څرګنده ده چي اسلامي ټولنه له هغه څه څخه چي د لوى څښتن جل جلاله خوښه ده څونه ليري سوې ده؟ په دې هکله زياتو څرګندونو او ثبوتونو وړاندي کولو ته څه اړتيا نسته. ځکه دا خبري له هيچا څخه پټي نه دي. خو لکه چي ليدل کيږي د دې واقعيتونو په وړاندي له ځينو غيرتمنو خلکو څخه د سم مسير او تګ لوري پر لور د اسلامي ټولني د بيا ورګرځېدو په هکله نهيلي او نااميدي څرګنديږي. ځکه دوى ويني چي له يوه لوري دښمنان د اسلام سره په جګړه کي او د هغه د بلونکو او دعاتو په وړاندي زښت زيات وران کاري کوښښونه کوي او له بله لوري ګوري چي خلک د لوى څښتن له دين څخه ورځ تر بلي ليري کيږي او په ډېرو کي د حق پالني او رشتيا ويلو احساس مړ سوى دى. له بله پلوه هم دوى ويني چي دښمنان له هره لوري ويښ او څارو دي او چي مسلمانان د خپل تېر مجد او سترتوب د بيا اعادې لپاره څه کوي ، د هغو په وړاندي ډول ډول خنډونه رامنځ ته کوي. البته دغه  د يأس او  نهيلۍ احساس که څه هم په واقعيت او عمل کي څه اغېزه نه ښندي، خو بايد له منځه يووړل سي، ځکه دا د کتاب او سنتو د لارښوونو سره مخالفه چاره ده او سمون نه ورسره لري. دا څنګه کېداى سي چي يو څوک دي د اسلام داعي وي او بيا دي لټۍ او نهيلۍ ته تسليم سي؟ په ټولنه کي له هلوځلو لاس واخلي او د هغه چا سره چي د سمون او بدلون لپاره تلاښونه کوي خپله مرسته وسپموي؟

له دې امله پر موږ باندي لازمه ده چي د دغسي ناسمو  اندېښنو د خاوندانو د دغسي افکارو د بدلون په موخه لاس په کار سو او ور ته ووايو چي هر څونه چي د امت حالت بد او خراب هم سي او د دښمنانو مکرونه تر دې لا زيات سي ، بيا هم راتلونکې د لوى څښتن د سپېڅلي دين ده او وروستى برى، عزت او غلبه د لوى څښتن د اولياوو او د هغه د ښو او غورو بنده ګانو ده. پر دې بنسټ دغه مقاله چي تاسي يې لولئ د قرآن کريم او نبوي سنتو د هغو نصوصو په باب ليکل سوې ده چي زېرى ورکوي چي راتلونکې د اسلام ده او عزت او غلبه د خداى د سپېڅلي دين په برخه ده.

لوى څښتن جل جلاله دي وکړي چي هغه څوک چي دغه مقاله لولي ګټه ځني واخلي او زموږ د نېکيو په تله کي يو څه ورزيات کړي.

لومړى : د قرآن کريم زېري

١.  د دين غلبې، ظهور او خپرېدو ته اشاره:

لوى څښتن فرمايي: ﴿هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ (33) ﴾  [التوبه:٣٣]

ژباړه: الله هغه ذات دى چي خپل پيغمبر يې د لارښووني او رښتياني دين سره لېږلى دى، چي هغه پر ټولو دينونو باندي لوړ او برلاسى کړي، که هر څونه هم د مشرکانو د اسلام له حق دين څخه او پر نورو دينونو باندي د هغه له بري څخه ښه نه راځي.
دغه راز فرمايي:

﴿يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ (8) هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ (9)﴾[الصف:٨ ــ ٩]

ژباړه: دوى غواړي چي د خولو په پوكلو سره د الله ( د دين )  رڼا مړه كړي ، او د الله پرېکړه داده چي خپله رڼا بشپړه خپره كړي كه څه هم د كافرانو دا هر څونه بده ايسي . (الله) هغه ذات دى چي خپل پېغمبر يې د هدايت او حق دين سره لېږلى دى، تر څو هغه پر ټولو دينونو لاسبرى كړي، که څه هم دا مشرکانو ته هر څوني بد ښکاري .

همدا شان فرمايي:
﴿هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَكَفَى بِاللَّهِ شَهِيدًا (28)﴾ [الفتح:٢٨]

ژباړه: الله هغه ذات دى چي خپل پيغمبر يې د هدايت او رشتيني دين سره لېږلى، تر څويې پر ټولو دينونو لاس برى کړي او الله د شاهد په توګه بس دى.

٢. مومنانو ته د نصرت او بري ژمني:

لوى څښتن فرمايي:

﴿أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَاتَلُونَ بِأَنَّهُمْ ظُلِمُوا وَإِنَّ اللَّهَ عَلَى نَصْرِهِمْ لَقَدِيرٌ (39) الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِنْ دِيَارِهِمْ بِغَيْرِ حَقٍّ إِلَّا أَنْ يَقُولُوا رَبُّنَا اللَّهُ وَلَوْلَا دَفْعُ اللَّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَهُدِّمَتْ صَوَامِعُ وَبِيَعٌ وَصَلَوَاتٌ وَمَسَاجِدُ يُذْكَرُ فِيهَا اسْمُ اللَّهِ كَثِيرًا وَلَيَنْصُرَنَّ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ إِنَّ اللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ (40) ﴾[الحج:٣٩ ــ ٤٠] ژباړه: هغو خلکو ته اجازه ورکړه سوه چي جګړه ورسره کيږي، ځکه چي د دوى سره ظلم سوى دى او په يقين سره يې الله پر مرسته ډېر ښه قادر دى. هغوى چي په ناحقه له خپلو کورونو وايستل سول، يوازي په دې خبره چي دوى وايي :
زموږ پالونکی (رب) الله دى. او که الله خلک يو د بل په وسيله نه اېسارولاى نو خامخا به خانقاګاني، کليساوي، عبادت ځايونه او جوماتونه نړول سوي واى، کوم چي په هغو کي د الله نوم ډېر ياديږي او الله به خامخا د هغه چا سره مرسته کوي چي د هغه مرسته کوي . بې شکه الله زورور او لاسبرى دى . دغه راز فرمايي:
﴿وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ رُسُلًا إِلَى قَوْمِهِمْ فَجَاءُوهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَانْتَقَمْنَا مِنَ الَّذِينَ أَجْرَمُوا وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ (47)﴾ [الروم:٤٧] ژباړه: او رشتيا ده چي موږ تر تا دمخه پيغمبران د هغو خپلو قومونو ته ولېږل او د څرګندو نښانو سره ورغلل  چي بيا مو له هغو کسانوچي جرمونه يې کړي وه غچ هم واخيست او د مومنانو سره مرسته پر موږ حق وه.

بيا فرمايي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا إِنْ تَنْصُرُوا اللَّهَ يَنْصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ (7)﴾ [محمد: ٧]

ژباړه: اى مومنانو! که تاسي د الله د دين مرسته وکړئ ، هغه به ستاسي مرسته وکړي او پښې به مو ټينګي کړي.
ورپسې فرمايي:

﴿وَلَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا الْمُرْسَلِينَ (171) إِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنْصُورُونَ (172) وَإِنَّ جُنْدَنَا لَهُمُ الْغَالِبُونَ (173) فَتَوَلَّ عَنْهُمْ حَتَّى حِينٍ (174) وَأَبْصِرْهُمْ فَسَوْفَ يُبْصِرُونَ (175)﴾ [الصافات:١٧١]

ژباړه: او بې شکه زموږ خبره  زموږ د استول سوو بنده ګانو په هکله لا دمخه سوې وه. چي په يقين سره به د هغو خامخا مرسته کيږي او دا چي زموږ لښکر به حتماً لاسبرى وي.  نو تر څه وخته له هغو څخه مخ واړوه او هغو ته ګوره. ژر به دوى هم (خپل انجام) وويني.

په پورتنيو آيتونو کي الله تعالي خبر ورکړى دى چي  د ده په مخلوقاتو کي د ده له سنتو او کړنلارو (قوانينو) څخه دادي چي خپل  بنده ګان به هرو مرو بريالي کوي، البته چي د ده بنده ګان د ده د دين نصرت ته ملاوتړي او د هغه د بري لپاره هلي ځلي پرلار واچوي. او که کله ناکله له دغه سنت څخه د کوم مصلحت او حکمت لپاره تخلف کيږي، نو دا د دغي قاعدې دماتېدو معنا نه لري.

په دې مورد کي بايد وپوهېږو چي  اعتبار پايلو ته دى او تل په پايله کي وروستي او اصلي ګټونکي مومنان وي.

٣. په مځکه کي د مومنانو د غښتلتيا ژمنه:

لوى څښتن فرمايي:

﴿وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آَمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ (55)﴾ [النور: ٥٥]

ژباړه: له تاسي څخه چي کومو کسانو ايمان راوړى او سم کارونه يې کړي، الله وعده ورسره کړې ده چي خامخا به يې په مځکه کي هماغه شان خليفه ګان وګرځوي، لکه هغه خلک چي تر دوى دمخه يې خليفه ګان ګرځولي وه او حتماً به يې هغه دين ورته محکم کړي چي دوى ته يې خوښ کړى او تر بېري وروسته به يې حالت په امن بدل کړي. يوازي مابه لمانځي، هيڅ شى به نه راسره شريکوي او له هغه وروسته چي کوم کسان کافران سول نو فاسقان به وي.

په پورتني آيت کي الله تعالى د مسلمانانو سره ژمنه کړې ده چي  دوى به په مځکه کي خليفه ګان کوي او دين به يې ورته پياوړى کوي. او الله تعالى هغه ذات دى چي د خپلي ژمني مخالفت نه کوي. په دې صورت کي به نو مسلمانو ته د خداى تر وعده بله پورته هيله  څه وي؟

٤.  د کافرانو د مکرونو  ضعف او د هغو د تلاښونو  ناکامۍ ته اشاره:

له هغو خبرو څخه چي ډېر مسلمانان نهيلي کوي يوه داده چي مسلمانان ويني چي کافران سره د دې چي بېل بېل مليتونه او مذهبونه لري بيا هم د اسلام او مسلمانانو په هکله پر سازشونو او چلونو سره يو لاس دي او څه پلانونه چي د مسلمانانو سره د جنګ او د هغو د دين او عقايدو د ورانۍ لپاره جوړوي او پلي کوي په هکله يې په يوه زړه او يوه خوله دي. په داسي حال کي چي مسلمانان د هغو له دې پلانونو او سازشونو څخه غافل دي او د دې سازشونو پايلو ته سره د دې چي پرله پسي پلي کيږي او تر سره کيږي نه متوجه کيږي.

بالاخره داسي ګڼي چي مسلمانان چي د خپل تېر سترتوب او عظمت د بيا راګرځېدو لپاره هرڅه کوښښونه کوي د کفارو د سختو ګواښونو سره مخامخ کيږي او په نطفه کي يې خنثى کوي او دښمنان د دوى د ډلو د بېلتون سره سره د مسلمانانو له هيڅ خوځښت او ويښتيا څخه يوه شېبه هم سترګي نه پټوي. نو اى مسلمانه وروره! زما سره دغه آيتونه ولوله او فکر پکښي وکړه.

لوى څښتن فرمايي:

﴿وَكَانَ فِي الْمَدِينَةِ تِسْعَةُ رَهْطٍ يُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ وَلَا يُصْلِحُونَ (48) قَالُوا تَقَاسَمُوا بِاللَّهِ لَنُبَيِّتَنَّهُ وَأَهْلَهُ ثُمَّ لَنَقُولَنَّ لِوَلِيِّهِ مَا شَهِدْنَا مَهْلِكَ أَهْلِهِ وَإِنَّا لَصَادِقُونَ (49) وَمَكَرُوا مَكْرًا وَمَكَرْنَا مَكْرًا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ (50) فَانْظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ مَكْرِهِمْ أَنَّا دَمَّرْنَاهُمْ وَقَوْمَهُمْ أَجْمَعِينَ (51) فَتِلْكَ بُيُوتُهُمْ خَاوِيَةً بِمَا ظَلَمُوا إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآَيَةً لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ (52)﴾ [النمل : ٤٨  ــ ٥٢]

ژباړه: په هغه ښار كي نهه قبايلي مشران وه چي په هيواد كي يې فساد خپراوه او كوم د اصلاح كار يې نه كاوه . هغوى په خپلو منځو كي سره وويل په خداى باندي په قسم خوړلو سره ژمنه وكړئ چي موږ به د شپې له مخي په يرغل كولو سره صالح (علیه السلام) او دهغه كورنۍ ووژنو او بيا به دهغه ولي ته ووايو چي موږ دهغه د كورنۍ د وژني په وخت كي موجود نه وو ، موږ بيخي رښتيا وايو .  دا دسيسه خو هغو جوړه كړه او بيا موږ يو تدبير ونيوه چي هغوى ورڅخه خبر نه وه .

اوس وګوره چي دهغو د دسيسې عاقبت څه سو ، موږ هغوى او د هغو ټول قوم تباه كړل .  دغه دهغو تش پراته كورونه دي، دهغه ظلم له امله چي هغو كاوه په دې كي دعبرت يوه نخښه ده .  د هغو خلكو لپاره چي علم لري .

دغه راز لوى څښتن فرمايي:

﴿إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ فَسَيُنْفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُوا إِلَى جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ (36)﴾ [الانفال: ٣٦]

ژباړه: کومو کسانو چي کفر غوره کړى دى، هغوى خپلي شتمنۍ د دې لپاره لګوي چي خلک(مومنان) د الله له لاري څخه راوګرځوي. دوى خو به په دې لار کي خپل مالونه ولګوي، مګر بيا به د دوى د دغو لګښتونو پايله هغو ته د افسوس او پښېمانۍ لامل وګرځي او پاى به دا کسان مغلوب سي. او د غه کافران به د جهنم لور ته ورټول کړى سي.

همدا شان لوى څښتن فرمايي:

﴿إِنَّهُمْ يَكِيدُونَ كَيْدًا (15) وَأَكِيدُ كَيْدًا (16) فَمَهِّلِ الْكَافِرِينَ أَمْهِلْهُمْ رُوَيْدًا (17) ﴾ [الطارق: ١٥ــ ١٧]

ژباړه: يقيناً  دوى څه چل جوړوي او زه هم يو پلان جوړوم، نو کافرانو ته مهلت ورکړه (او) لږ يې پرېږده.

﴿ذَلِكُمْ وَأَنَّ اللَّهَ مُوهِنُ كَيْدِ الْكَافِرِينَ (18)﴾ [الانفال: ١٨]

ژباړه: يوه خو دا خبره سوه. او بله خبره داده چي په يقين سره  الله د کافرانو د چلونو، حيلو او ټګيو برګيو لومي سستوي او بې اغېزي کوي.

نو دغه کفار چي هر څوني د لوى څښتن د دين په مقابل کي مکرونه او چلونه پرلار واچوي او هر څوني شته چي د هغه سره د جګړې لپاره ولګوي، بيايې هم لوى څښتن څاري او دوى د مخه تر دې چي د مسلمانانو دښمنان سي د لوى څښتن دښمنان دي، لکه چي لوى څښتن فرمايي:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا عَدُوِّي وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِيَاءَ﴾ [الممتحنة:1]

ژباړه: اى هغو كسانو چي ايمان مو راوړى دى ، زما او د خپلو دښمنانو سره دوستي مه کوئ .

په دې توګه  لوى څښتن دوى لومړى د ځان دښمنان وبلل او بيا خپل پيغمبر ته فرمايي:

﴿فَإِنَّهُمْ لَا يُكَذِّبُونَكَ وَلَكِنَّ الظَّالِمِينَ بِآَيَاتِ اللَّهِ يَجْحَدُونَ (33)﴾ [الانعام:٣٣]

ژباړه: خو دا خلک تا نه درواغجن کوي ، بلکي دا ظالمان اصلاً د الله له آيتونو څخه منکرېږي .

(په راتلونکې کي به که خدای کول د اسلام د بري په هکله د نبوي سنتو زېري وړاندي کړو).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x