مسلماني هم افراط شو؟

لیکوال: کامران ملِک،

د اسلامي نړیوال پوهنتون، د اسلامي بانکداری، د ماسټری درجی محصل

یو څه موده د مخه د ګران هیواد یوې دولتي ادارې ته په یو مجلس کې د برخه اخیستلو لپاره دعوت شوم، د یادې ادارې رئیس څخه وروسته مې د وینا اجازه وغوښته او په وینا کې می د همغه یادی اداری رول باندې د اسلام له نګاه خبره وکړه. او هڅه مې وکړه چې د همدې اداری کارکوونکي خپل ولس ته په مخلصانه توګه کار ته تشویق کړم. مجلس وو خلاص شو او زه مخ په خپل کار لاړم. څه موده وروسته خپلو نږدې ملګرو او خپلوانو راته کړل چې فلاني او فلاني چې په فلانی اداره کې کار کوي وایې چې ستا خپل خو طالب شوې او احتیاط ورسره کوئ چې نور بې لارې نشي. ماته یې کړل: دا څه کیسه ده، نو زه ډیر حیران شوم او له ځان سره مې کړل چې ما خو پرته له یو مجلس له دوی سره داسې خاص خبرې ندي کړي.

خو وروسته مې رایاد شول چې په همغه مجلس کې مې څو احادیث ویلي ول چې کیدای شي احادیث ویل او خلک په اخلاص خپل هیواد خدمت کولو ته تشویقول ځني خلکو ته افراط ښکاری. د همدې واقعې په تړاو یو څه موده وروسته همغه ادارې ته څه کار پسې لاړم، چې بیا د همغه ادارې یو تن کار کوونکي راسره داسې برخورد وکړ لکه زه چې افراط ګر یم او چاته مې خدای نه خواسته څه زیان رسولې وي نو بیا مې یاد کس په اشاره پوه کړ چې د علم زده کوونکې او خلکو ته خیر رسوونکې افراط ګر نه وي.

د همدې موضوع په تړاوو که موږ وګورو په ګران هیواد کې هم اوس دا مسایل د افغانستان د ریاستی جمهوري انتخاباتو څخه ورسته ورځ تربل زیاتیږي او زموږ خلکو کې د یو بل د زغملو او یو بل سره د صبر او حوصلی څخه کار اخستلو روحیه په کمیدو ده.
د ریاستي جمهوري انتخاباتو څخه وروسته همدغه خلکو لمړی پر یوبل تورونه پوری کول چې کله اوس همغه کس چې دوی ورپسې ملنډې کولې اقتدار ته ورسیدل، اوس ورسره یوځای ګرځي. افراط او تفریط هغه شیان دي چې اسلام مبارک دین همیشه رد کړي او اسلام خلک میانه روی او اعتدال ته رابللي. خو متاسفانه زموږ په وطن کې ترټولو زیات ضربه میانه روو ته رسیږي.

میانه روی او وسط څه ته وایي:

وسط د دوو خواوو منځ ته وايي.

وسطيت د دې (اسلامي) امت له ځانګړتياوو څخه دى، چې له امله يې امت خير ګڼل شوى دى. دغه امت تر هغه پورې خير ګڼل کېږي، چې د وسطيت ځانګړتيا، چې د الله تعالى په لاره کې له اعتدال او استقامت څخه عبارت ده، وساتلى شي، خو که کله هم له وسطيت څخه وځي او د افراط يا تفريط پر لور مخه کوي، نو همدغه يې د هلاکت لامل ګرځي. له خپل حده وتل هلاکت دى، چې دا يواځې په غلو او افراط کې نه دى، بلکې تقصير او تفريط هم له خپل حده وتل دي، دواړه (افراط او تفريط) د فرد او ټولني لپاره د هلاکت لاملونه دي.

څوک چې د الله تعالى په حق کې تفريط او تقصير کوي، له خپل حده وتونکى دى، همدارنګه هغه کس چې له غلو، تشدد او سختۍ څخه کار اخلي؛ هغه څه چې واجب نه دي، واجبوي يې؛ هغه څه چې حرام نه دي، حراموي يې؛ مسلمان ته کافر وايي او نېکانو ته فاسق وايي، د هغوى وينې او مالونه حلال ګرځوي، د ولي الامر پر وړاندې بغاوت کوي، ګډوډي رامنځته کوي او په ځمکه کې د فساد خپرولو هڅه کوي، دا ټول له خپل حده وتل دي.:

[وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعًا]. الکهف: ۱۰۴ ايت.

ژباړه: حال دا چې دوى ګومان كوي چې بېشكه دوى ښه كار كوي (خو په واقع كې داسې نه ده.)

د میانه روی په هکله نور پدې لینک کې:
http://www.eslahonline.net/?p=7068

همدا د افراط او تفریط مسله د اجتماعي شبکو پرمخ هم ورځ تربل په زیاتیدو ده چې زموږ هیوادوال د بحث اداب او یو بل ته د احترام په سترګه کتلو پرځای یو بل سره ډیر په بد شکل سره برخورد کوي.

پاتې شول هغه خلک چې همیشه د منځ لاریتوب خبره کوي، د خیر کارونو ته پرمختګ ورکوي او ددې ملت د کونډو او بی وزلو سره د مرستې روحیه خلکو ته ورکوي او خلک له ظلم او بی عدالتی نه د اسلام د امن پیغام ته رابلي دا معتدل خلک دي. دوئ ته د افراط یا تفریط کلمه استعمالول د سالم عقل تقاضا نده.

دې ډول خلکو سره لمړی باید د مرستې کولو او یو ځای کیدو هڅه وکړو او که هغه هم نشو کولای نو کوشش وکړو چې کم ترکمه ورسره فکري تړاوو ولرو او هغوی پسې بد ونه وایو ځکه موږ د داسې دین لارویان یو چې هغه موږ خیر کار ته بلنې او پرمخ وړلو ته تشويقوي او له هر راز بی دینی او افراط او تفریط څخه مو منع کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د