نظــر

د شاه شهيد حمله او څو پوښتنې؟!

لیکوال: ابراهيم مومند

د کابل ښار د شاه شهيد په سيمه کې چې د تېرې جمعې په شپه کومه حمله شوې ده، ويل کېږي، چې دا د ټېلر موټر په واسطه شوې ده، خو تر اوسه پورې يې نه طالبانو او نه کومې بلې ډلې مسؤوليت پر غاړه اخيستی دی. حمله دومره ستره او ويجاړوونکې وه، چې څلور سوه انسانانو ته د مرګ ژوبلې اړولو تر څنګ يې په ميلونونو ډالرو مالي زيانونه هم خلکو ته اړولي دي.

د حملې نوعيت ته په کتو سره دا پوښتنه پيدا کېږي، که چېرې واقعاً دا حمله د ټېلر موټر په واسطه شوې وي، نو دا دومره لوی ټېلر موټر، چې د شلو په شاوخوا کې ټايرونه لري، دا څه شول؟! که ټايرونه له منځه تللي وي، په ټايرونو کې چې د اوسپنې کومه پرزه وي، چې ريم ورته وايي، هغه څه شول؟! د دومره لوی موټر لکه څنګه چې ما وويل کم و زيات شل ټايرونه لري، د شلو ټايرونو څخه خو به يې يو ټاير يا يو ريم چېرته پيدا شوی وای؟! د ټېلر دومره لوی جسم او صورت څه شو؟! يو ټېلر موټر چې تقريباً شل دېرش متره اوږدوالی لري، څه شو او چېرته والووت؟! د دومره لوی موټر تر اوسه پورې هېڅ نوعه علامه، هېڅ نوعه نښه، هېڅ نوعه پرزه، چې دا ثابته کړي، چې دا حمله واقعاً د ټېلر موټر په واسطه شوې ده، تر اوسه پورې د ثبوت يا دليل په توګه نه ده ښکاره شوې.

بله پوښتنه دا ده، چې کله چاودنه وشوه، د چاودنې له امله چې کومه درې متري کنده رامنځ ته شوې وه، ولې هغه کنده، په ډېره بيړه باندې، مخکې تر دې چې هلته رسنۍ ورسېږي او له هغه ځايه عکاسي وکړي د خبريالانو او عکاسانو له رسېدو څخه مخکې له مخکې ډکه شوې وه؟!

بله پوښتنه د همدې پورته پوښتنې په ادامه، چې ولې تر ډېره وخته پورې مطبوعات او خبريالان د حملې دقيق ځای ته نه ورپرېښودل کېدل؟!

يوه بله پوښتنه، چې په دې کې به راسره ډېر دوستان هم نظره وي، البته هغه دوستان چې څوک زما دا ليکنه لولي او د يادې حملې شپه (د جمعې شپه) يې په چمن حضوري کې په تبليغي اجتماع کې کړې وي. په دې شپه کې د کابل په ښار، په ځانګړي ډول په چمن حضوري، پل محمود خان، کارته نو او نورو نژدې سيمو باندې چې زه خپله په چمن حضوري کې موجود وم، په ډېر دوامدار ډول باندې په ذکر شوو سيمو باندې هليکوپتر طيارې ګرځېدې. دا چې زه تقريباً لس نيمې بجې له اجتماع څخه راووتم او خپل ځای ته راغلم، نو په دقيق ډول نه پوهېږم، چې تر څو بجو پورې به طيارې په يادو سيمو ګرځېدلې وي، البته حمله خو د يوې بجې په شا و خوا کې شوې ده. که چېرې طيارې تر يوې بجې يا تر يوې وروسته پورې په پرواز کې پاتې شوې وي، نو دا بيا بله عمده پوښتنه راولاړوي!!

بلکې دا احتمال زياتوي، چې کېدای شي د همدې طيارو څخه د قوي انفجاري موادو څخه جوړ کوم بېلري بم غورځول شوې وي؟!!

اوس نو که چېرې په واقعي ډول دا ثابته نه شي، چې دا حمله د ټېلر موټر په واسطه ترسره شوې ده، نو بيا دا وروستی احتمال قوي او پر ځای دی!!

البته بايد ووايم د لوستونکو په ذهنونو کې به هم متفقې (تائيدې) او مخالفې (ردې) پوښتنې وي، خو زما نظر په پورته ډول دی.

په دې ځای کې زه د يوې ګيلې اظهار کول هم غواړم، هغه دا چې تر اوسه پورې طالبانو په رسمي ډول د دومره سترې ويجاړوونکي او وحشي حملې، چې تر څلور سوو څخه زياتو ملکي افغانانو ته، چې ښځې، ماشومان، مزدورکاران، محصلين او… په کې شامل وو، مرګ ژوبله واړوله، غندل او د متاثرينو سره د خواخوږۍ او غم شريکۍ پيغام خو لا پرېږده، چې تر اوسه پورې يې په رسمي ډول رد کړې هم نه ده!! چې البته دا بيا يوه بله پوښتنه ده!!

دوستانو ما دا ليکنه د همت صاحب د ((په کابل کې د وروستۍ بې سارې خونړۍ او ورانوونکې پېښې په اړه)) ليکنې څخه په الهام کړې ده. دلته زه همت صاحب ستاسو او د نظر خاوندانو نورو ملګرو پورته څو ټکو ته د توجه کولو ترڅنګ که وکولای شئ، د نظر غوښتونکی هم يم.

ما غوښتل چې زه دا خپل نظر د همت صاحب د ليکنې په آخر کې وړاندې کړم، هغه په دې خاطر چې ما د دې موضوع (نظر) الهام د همت صاحب د ليکنې څخه واخيست، بله دا چې هلته به پرې نورو دوستانو هم خپل نظرونه او د يادې حملې په رابطه خپل معلومات زموږ سره شريک کړي وای، خو څرنګه چې نظر د يوې ليکنې بڼه خپله کړه، ما فکر وکړ، چې د يوې مستقلې ليکنې په توګه يې نشر کړم.
په درناوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نعیم اکبری

دا نظر زه ردوم چه گواکی دلته دهلیکو پتری پواسطه بیلری بم لویدلی دی اول خو ددومره غت بیلری بم چه دومره ساحه تخریب کری ناممکن دی .دبیلری بم انتقال او غورزول دلویو بمبارد تیارو وظیفه ده نه دهلیکوپترو . دوهم. داچه دحادثی وروسته باید ترهغه وچاته اجازه ورنه کری ترهغه چه امنیتی ارگانونه خپل تحقیقات اوپلتنی تکمیلی کری .اوداسی بی رحمی چاودنی دیری شوی چه مشئولیت بیا پر غاره نه اخلی لکه یو سو میاشتی مخکی دارگون د بازار چاودنه

عبدالمالک همت

محترم ورور مومند صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبعد: باور وکړئ زه دې ویرجني پېښي دونه پرېشانه او کنس کړی یم چي دا اوس په دې هلکه زیات څه نه سم ویلای. خو ځانونه او همت به هم له لاسه نه ورکوو. زما سره په خبرو او مجلسونو کي هم ډېرو کسانو دغه پېښه د امرکایانو کار بللی دی او وايي چي دا د توغندي واری دی، نه د موټر چاودنه والله اعلم . خو په دې یوه خبره ښه پوهېږم : ترڅو چي دلته یو پوځي امریکايي هم وي نه سوله راتلای سي او نه به دا ویرونه پای… نور لوستل »

محمد

زه چی کوم معلومات لرم او د شاه شهید سره نژدی اوسیګم دا یو میزایل یا د طیاری نه ویشتل شوی بم دی ځکه د شاه شهید په سیمه کښی دا دری ورځی کیدی چی یوه ډيره غټه چهار مشینه ډرون طیاره ګرزید چی د نورو طیارو نه ډیره غټه ده ما به چی کله د طیاری اواز اوریده نو پاس اسمان ته به می کتل او دا طیاره به ښکاریده خو اکثرو نظامی کارپوهانو ویل چی دا د طیاری نه غورځول شوی بم دی خو مونګ سه نشو ویلی .. د ملی امنیت کارمندانو دا هم ویل که چیرته… نور لوستل »

Afghan

ورور جانه د خیټی سه خبری مکوه، هغه امنیتتی کامری CCTV چی هلته نصب شوی وی او هغه ویډو ښیی چی یو کاماز موټر د دیوال څنګ ته ځان رسوی او انفجار کوی.

Khalid

له خیټی ته خبری مکوه ##### افغانه …..دا هم ستا دبادارانو پلان ده اول کاماز موټر ته انفجار ورکول بیا له پاسه بم غورځول زه له تا پوښتنه کوم دا خبری به نه کوو چی طالبان د پاکستان غلامان دی او کنه صرف دومره راته ووایه چی په دا کوم شکل چی نن سبا امریکایان زمونږ په ملک کی دی او اختیار عام و تام د هرشی ورسره ده په همدی شکل به افغانان امریکایان پخپل ملک کی قبول کړی؟ طالبان که د پاکستان غلامان هم ول خو په ملک کی یی شرعی نظام نافذ کړی و د افغانانو دین،… نور لوستل »

بشرمل

ګرانه ستاسی لیکنه می ولوستله، که خپه کیږی نه نو زه به نن یوه سپینه درته وکړم تاسی خو خپله ښه پوهیږی چی خطا وتلی یاست او نور هم خطاباسی اول دا چی که طالبانو دا حمله نه ده کړی ولی ورباندی چوپ پاتی دی؟؟ ځکه چوپ پاتی دی چی دغه ددوی پالیسی ده چی ملکی خلک پکی زیانمن اوشهیدان شی یا خو چوپ پاتی کیږی او یا یی مسولیت نه اخلی په ژوند والله که ورڅخه واوری چی غندنه یی وکړی ځکه چی دا ټول دISI پلانونه دی او دوی به په کوم جورت سره ددوی پلانونه محکوم کړی… نور لوستل »

نعمت الله

السلام علیکم
ساحه ایکه در آن حادثه صورت بین سرک است که از خود نقلیه دروازه نقلیه سیاه سنګ ۲۰ متر فاصله دارد اګر انفجار انتحاری بم میبود معمولا باید دروازه را هدف قرار میداد تا تخریب بیشتر را به نقلیه میرساند زمانیکه یک انتحاری خودرا به بیست متری هدف برسد برایش آسانتر بود که خود به هدف دقیق تر میرساند . از طرف دیګر آواز انفجار با انفجار های موتر بم کاملا فرق داشت . همیشه انفجار انتحاری معمولا یک سمت را بیشتر از دیګر تخریب میکند تخریب این انفجار به هر چهار سمت است .

درویش

که دا حمله هر چا کړی وی نو لوی رب دی پری هغه حشر تکرار کړی چی د شاه شهید پر وکړو، ماشومانو، سپین سرو او سپین ګیرو تیر کړ.

اکبر

دا پرته له شکه له الوتکی را غورزول شوی میزایل دی. زما کور هم په شاه شهید کی ده. په همدی شپه زه تر یوی بجی ویښ وم او د پوهنتون درسونه می لوستل چی د میزایل غږ می لومړی واوریدو چی له آسمانه راوغورزیده او بیا ورپسی سمدستی ډیر اوچت غږ واوریدل شو. د بګرامیو او شیوه کیو ځینو خلکو د شپی په یوه بجه یوه الوتکه لیدلی چی د شیوه کیو غرونو لخوا د شاه شهید په طرف راغلی او د میزایل له غورزولو وروسته بیرته يه هماغه خوا ولاړه ده. هیر دی نشی چی دا الوتکه د… نور لوستل »

Back to top button
9
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x