نظــر

“اخ چې اخیر مې ونیولې”

امریکایان خپل د ملګرو تابوتونه انتقاله ويدا یوه ریښتیني کیسه ده چې زمونږ په خپل کلي پیښه شوې ده. مامور اخترجان زمونږ په کلي کې د یو ذهني مریض نوم دی. پخوا یې په کوم حکومت کې ماموریت کړی دی په هماغه اساس تراوسه پورې په خلکو کې په مامور صاحب مشهور دی په کابل کې چې تنظیمي جنګونه شروع شول نو دی په کور کیناست او اقتصادي وضعیت یي خراب شو.

هغه مهال زمونږ په سیمه کې د قیمتي مرغانو ښکار زیات باب شو خلک به د غرو لمنو او دښتو ته پسې وتل او مرغان به یې نیول په دې کې ځینې داسې قیمتي مرغان هم وه چې تر یو لک روپو (چې هغه وخت ډیر زیات شی وه) پورې به خرڅیدل.

د مامور صاحب له ښه بخته او که له بده بخته ووایو یو قیمتي مرغه یې ونیو، څو ورځې یې په کور کې وساته او اخیستونکي ورپسې تلل راتلل. خو مامور صاحب په دې طمع نه خرڅاوه چې له ایران نه کوم سوداګر راځي او ښايي په ډیرو پیسو یې ترې وپیري.

لنډه دا چې د خدای خوښه وه او مارغه ترې خوشې شو. مارغه په خپله مخه ولاړ خو د مامور صاحب له حاله یو خدای خبر وه څه وخت بعد ورته د تشویش مرض پیدا شو دا مرض یې همداسې زیاتیده زیاتیده او بالاخره مامور صاحب د مارغه پسې پوخ لیونی شو. خو بیا یې هم مارغه له یاده ونه ووت وايي د کور په انګړ کې به یې سترګې پټې کړې لاسونه به یې پورته ونیول او میده میده قدمونه به يې وهل یوناڅاپه به یې دواړه لاسونه موټي کړل او په زوره به یې وویل (اخ چې اخیر مې ونیولې) د کور غړو او میرمن به يې دده د خوشحالولو او د غوصې څخه د ځان ساتلو لپاره د هغه خبره تاییدوله او ویل به یې چې ریښتیا دې هم ونیو او چا به ورته ویل چې ټینګ یې ونیسه چې بیا خوشې نه شي. مامور صاحب اوس ښه شوی دی خو لږ لږ اثار یې په کې تراوسه هم شته دي او دا خبره (اخ چې اخیر مې ونیولې) يې زمونږ په سیمه کې د یوې اصطلاح په دود پاتې ده.

ددې کیسې څخه زما مقصد دا وه چې مامور صاحب او په افغانستان کې اوسني امریکایان کټ مټ یو شی ښکاريږي. زه چې نن د امریکایانو حال ته ګورم کټ مټ د مامور صاحب حالت پرې رایاد شي. هغه داسې چې امریکایان په دې اند وه چې ولس له طالبانو څخه سخت نفرت لري او ددوی راتګ ته سترګې په لار دي دوی په دې طمع وه چې دوی کله په افغانستان حمله وکړي نو ولس به د طالبانو په ضد پاڅون وکړي او ددوی ترڅنګ به ودریږي. خو هغسې هیڅ ونه شول او د امریکایانو هیلې په ناامیدۍ بدلې شوې.

بیا یې دا لس کاله سخت کوشش وکړ چې د میډیا د تبلیغاتو او د ډالرو په زور د ولس په منځ کې د طالبانو په ضد کرکه راوپاوري خو بیا یې هم خپلې ټولې هڅې او خوارۍ په اوبو لاهو ولیدې او برعکس ورځ تربلې د طالبانو څخه د ولس د ملاتړ د زیاتیدو شاهدان وه نو اوس امریکایان په افغانستان کې دومره ناامیده شوي او مایوس شوي دي چې د مامور صاحب په شان د لیونتوب تر کچې رسیدلې اوس امریکایان د یو څو اربکیانو غالمغال جوړ کړي بیا د ځان د خوشحالولو لپاره په رڼا ورځ سترګې پټې او دروغ شروع کړي چې په فلاني ځاي کې ولس د طالبانو په ضد پاڅون وکړ او په فلاني ځای کې يې پاڅون وکړ، چې د مامور صاحب د میرمن په شان ځینې انټرنټي او مطبوعاتي اربکیان هم ورسره دا خبره زمزمه کوي او د یو څو په ډالروپلورل شوو اربکیانو شورش د (ملي پاڅون) په سپیڅلي نامه یادوي او په دې توګه د یوې لحظې لپاره امریکایان او خپل ځانونه خوشحاله ساتي.

پاتې شو ولس، نو ولس به هیڅکله د طالبانو په ضد قیام ونه کړي. د همدې ولس مرسته او ملاتړ وه چې طالبانو په ډیر لږ وخت کې د ټوپکیانو او پاټکیانو ټغر ورټول او د جارو په یو کش سره یې تر کابل او پنجشیره ورجارو کړل. تاسو تاریخ ته مراجعه وکړئ د نړۍ ستر ستر طاقتونه او مجهز او پرمختللي پوځونه چې د هر ډول امکاناتو نه برخمن وي نه دي توانیدلي چې په دومره کمه موده کې دومره سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي، ایا د الهي مرستې څخه وروسته دا د ولس د ملاتړ او حمایت نتیجه نه وه؟ او بیا نه یوازې دا چې طالبانو دغه سیمې په خپله قبضه کې راوستلې وې، داسې امنیت یې ټینګ کړی وه چې د افغانستان په تاریخ کې یې مثیل نه لیدل کیده او شاید د نړۍ د هیوادونو په تاریخ کې هم کم ساری وي. په دې کې هیڅ شک نشته چې په دغه بې ساري امنیت کې ولسي حمایت د ملا تیر تشکیلاوه او آن تر نن ورځې پورې طالبان د ولس له بې دریغه حمایت او ملاتړ څخه برخمن دي. دا چې د نړۍ تر ټولو مجهزو پوځونو او سترو طاقتونو ونه شول کولی چې په تیرو یوولسو کالو کې د طالبانو مقاومت وځپي، خاموش یې کړي او له منځه یې یوسي، غوڅ او څرګند دلیل دی چې دغه طاقتونه د یو داسې چا سره جنګیږي چې د ولس غوڅه او قاطع برخه یې تر شا ولاړه ده. ولس د طالبانو ترڅنګ ولاړ دی، ولس د طالبانو تر شا ولاړ دی، او طالبان پخپله د ولس نوم دی، نو څنګه امکان لري چې ولس د طالبانو په ضد راپاڅیږي؟! ان شاء الله په امریکایانو داسې ورځ راروانه ده چې کډې به یې په شا وي (لکه په شا چې دي) او د طالبانو غاښ ماتونکي شکست به داسې لیوني کړي وي چې په تیښته کې به همدا خبره له ځان سره تکراروي چې (هاغه دی ولس د طالبانو په ضد پاڅون وکړ)، خو دا ارمان به له ځانو سره واشنګټن ته او له هغه ځایه ګور ته یوسي.

لیکوال: ګل محمد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x