نظــر

د جنايي پېښو زياتوالی؛ عوامل او حل لارې

د ستراتیژيکو او سیمه ییزو څېړنو د مرکز تحلیل 

د حکومتي ارګانونو د تعريف له مخې، د دولت د وسله‌والو مخالفينو له خوا ترسره کېدونکو پېښو پرته د تاوتريخوالي پېښې، وژنې، غلاګانې، انسان‌ تښتونې، جنسي تېري او نور جرايم، جنايي پېښې دي چې په تېرو دريو کلونو کې يې کچه ډېره لوړه شوې او ورځ تر بلې لوړېږي.

د یوې حکومتي سرچینې له قوله، يوازې په کابل کې هره ورځ شاوخوا ۵۰ جنایي پېښې کېږي او د کابل د امنيه قوماندان له قوله يوازې په وروستیو دوو اونیو (د زمري مياشتې په لومړۍ نيمايي) کې د ۱۱۷ قضیو په تړاو ۲۰۵ کسان نیول شوي دي.

د تېرو څو کلونو د جنايي پېښو شاليد ته په کتو سره، ولې دارنګه پېښې ورځ تر بلې زياتېږي؟ مهم لاملونه يې کوم دي؟ 

د ثبت شويو جنايي پېښو کچه

له تېرو اوو کلونو راهیسې په هېواد کې د جنايي پېښو ګراف مخ په لوړېدو دی. په ۱۳۸۷ کال کې په مجموعي توګه ۶۷۸۶ جنايي پېښې ثبت شوې وې، چې تر ۱۳۸۹ کال پورې دا کچه د زياتېدو په حال کې وه؛ خو له ۱۳۸۹ کال څخه تر ۱۳۹۰ کال پورې بیا د جنايي پېښو ګراف ډېر لږ راټيټ شو. د ۱۳۹۱ کال له پيل سره جنايي پېښو يو ځل بيا زور واخسیت او په ۱۳۹۱ کال کې د ثبت شويو جنايي پېښو شمېر ۱۵۵۹۳ ته ورسېد. په ۱۳۹۲ کال کې دغه شمېر لا زیات شو او په مجموعي ډول په دغه کال ټولې ثبت شوې جنايي پېښې ۲۷۱۲۲ ته ورسېدې.

د احصائیوي مرکزي ادارې د فصل‌وارو احصائیوي شاخصونو له مخې، په ۱۳۹۳ کال کې ۱۵۰۵۰ پېښې ثبت شوې دي؛ خو دا یوازې د ۱۳۹۳ کال د لومړیو دریو ربعو ارقام دي او د وروستۍ (څلورمې) ربعې شمېرې د راپورونو د نه خپرېدو له کبله، نه دي پکې شاملې شوې. (وګورئ، الف جدول)

که د ۱۳۹۳ کال ربع‌وارو ارقامو ته وګورو، نو جوتېږي چې د لومړیو دریو ربعو مجموعي ارقام ۱۵۰۵۰ بیا هم د تېر کال (۱۳۹۲) د لومړیو درېیو ربعو په پرتله لوړ دي؛ ځکه د ۱۳۹۲ کال په لومړیو درېیو ربعو کې تقریباً ۱۴۵۵۶ جنايي پېښې ثبت شوې وې.

پورته چې د جنايي پېښو په تړاو څومره کوم ارقام وړاندې شوي، یوازې ثبت شوې پېښې دي او ناثبت شوې پېښې نه دي پکې شاملې.

الف جدول: په مختلفو کلونو کې د جرایمو شمېرې

کال1387138813891390139113921393
جرائم6786716470106929155932712215050*

ماخذ: د افغانستان د احصائیوي کلنۍ راپورونه (۱۳۹۲) او ربع‌وار احصائیوي شاخصونه (۱۳۹۳)

ناثبت شوې جنايي پېښې

په عدلي او قضايي ارګانونو کې اداري فساد، د مجرمینو نه نیول کېدل او يا هم بېرته خوشي کېدل، په لرې پرتو سيمو کې د دولت کمزوری حاکميت او په هېواد کې پر سیاسیونو د مجرمینو د مافیاوو اغېزو ته په کتلو سره، د جنايي پېښو ريښتینې شمېرې له پورته يادو شويو شمېرو لوړې دي.

د يوې څېړنې له مخې، په ډېری مواردو کې د پورته يادو شويو عواملو له مخې د جنايي پېښو قربانيانو د حکومت امنيتي ارګانونو ته خبر نه دی ورکړی، يو کس چې د وسله‌والې غلا له پېښې سره مخ شوی، وايي: «د مجرمینو د نه نیول کېدو له کبله مو پولیس ته خبر ورنه کړ. که چېرې موږ د مجرمینو په نيول کېدلو هم باور درلودای، نو بیا مو هم د عدلي او قضايي ارګانونو د اوږدو پروسو او اداري فساد له کبله، نور سرخوږی ځان ته نه جوړاوه.»

له پورتنۍ بېلګې څخه روښانه ده، چې پر پولیسو بې‌باوري، د ځواکمنو مجرمینو نه نيول کېدل، د مجرمینو تر شا پټ سیاسي لاسونه او مافياوې، په عدلي او قضايي ارګانونو کې اداري فساد او په لرې پرتو سيمو کې د دولت د حاکميت نشتوالی، هغه عوامل دي چې د ډېری جنايي پېښو د نه ثبتېدو لامل شوي دي. 

د جنايي پېښو د زياتېدو عوامل

جنايي پېښې په مشخصه توګه څو ځانګړي عوامل نه لري، بلکې د هرې جنايي پېښې عوامل له بلې سره توپير لري؛ خو بیا هم په عمومي توګه اقتصادي، ټولنیز، قضايي او سیاسي عوامل د جنايي پېښو د زياتوالي د لاملونو په توګه يادولی شو:

  1. اداري فساد

اداري فساد د جرمونو د کچې په لوړوالي کې مهم عامل بلل کېږي. د شفافیت نړېوالې ادارې د ۲۰۱۴ کال د کلني راپور له مخې، افغانسان په اداري فساد کې څلورم هېواد دی او د افغانستان د روڼتیا څار ادارې د ۲۰۱۴ کال د سروې له مخې، په افغانستان کې عدلي او قضايي ارګانونه او پولیس تر ټولو ډېر په فساد کې ښکېل بللي دي. دا چې د عدلي او قضايي ارګانونو ترڅنګ پولیس هم په فساد کې تر ټولو زيات ښکېل وي، دا بیا مجرمینو ته فرصت برابروي، چې د رشوت په بدل کې ځانونه خوشي کړي او په لازيات ډاډ سره خپلو جرمونو ته دوام ورکړي، همدا لامل دی چې ډېری نيول کېدونکي مجرمين جرمي سابقه هم لري. کله چې د مجرمينو باور وي چې د رشوت په بدل کې خوشې کیدای شي، نو هومره به په هېواد کې جرمونه هم زیاتېږي. له بلې خوا د امنيتي ځواکونو نامسلکي توب هم د دې لامل شوی، چې د دارنګه پېښو په مخنيوي کې پاتې راشي او حتی په ځينو مواردو کې د دا ډول جرايمو په ارتکاب کې، له مجرمينو سره ملګري وي.

  1. زورواکي او سیاسیون

د جنايي پېښو د زياتوالي بل مهم لامل زورواکي او د واک او ځواک څښتنان مجرمين دي، چې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ډېری سيمو کې د خپلو شومو اهدافو لپاره له جنايتکارو ډلو ملاتړ کوي او د قانون پر وړاندې له هغوی نه دفاع کوي. دا چې ځينې سياسيون له مجرمینو او ځینو مافیاو سره ملاتړي دي، له همدې کبله د پولیسو له خوا د دوی نیونه ناممکنه برېښي.

د تېرو کلونو په ثبت شويو پېښو کې ډېری پېښې داسې دي، چې د لويو ښارونو له باامنه سيمو څخه په رڼا ورځ او د تورو شيشو لرونکو موټرونو څخه په استفادې سره، د انسان تښتونې پېښې کېږي؛ خو نه يې مجرمين نيول شوي او نه سزا ورکړل شوې ده.

  1. کلتوري یرغل

که د جنايي پېښو وروستیو ارقامو ته وګورو نو جوته به شي، چې په هېواد کې د زنا[1]، قمار[2]، قتل[3] او وهلو ټکولو[4] پېښې د زیاتېدو پر لور دي. د بېلګې په ډول د تېر ۱۳۹۳ کال په سنبلې مياشت کې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د غلا او ډله‌ییز جنسي تېري او همدا راز په مختلفو ولایتونو کې د جنسي تېریو نورې پېښې د یادولو وړ دي. په ډېری توګه د دغو ناوړه پېښو تر شا د وروستیو ۱۴ کلونو بې‌سانسوره رسنۍ او د نورو هېوادونو له خوا کلتوري یرغل ستر عامل بلل کېږي. د مشهورو تلویزونونو له خوا چې له بېلابېلو لورو څخه تمويلېږي، غیر اخلاقي سریالونه او غيراخلاقي فلمونه هغه څه دي، چې نه زموږ د ټولنې له ديني ارزښتونو او کلتور سره سر خوري او نه یې هم پيغام مثبت دی، بلکې یوازې د همدې لامل کېږي، چې زموږ په ټولنه کې اخلاقي ګډوډي رامنځته کړي.

د دغو رسنيو له خوا په دوامدار ډول زموږ د ټولنې ديني ارزښتونه ټکول کېږي او پر ځای يې د اخلاقي فساد ترويج ته لمن وهل کېږي، په داسې حال کې چې د جنايي جرمونو په ټيټوالي کې يو ستر مرستندوی عامل، په رسنيو کې له مبتذلو نشراتو مخنيوی او پر ځای يې د مفيدو او د عامه پوهاوي لوړوونکو نشراتو خپرېدل بلل کېږي.

  1. ناقانونه وسلې او غيرمسؤول وسله‌وال

همدا راز د ځینو امنیتي چارواکو په اند د جنايي پېښو يو اساسي لامل له ګاونډیو هېوادونو څخه په قاچاقي توګه د غیرقانوني وسلو راوړل دي، چې دلته په ارزانه بيه په خلکو پلورل کېږي او هغوی بیا ترې په جنايي پېښو کې ګټه اخلي.

خو د دې ترڅنګ په زياتو سيمو کې سيمه‌ييز زورواکي او نامسؤوله وسله‌وال، چې معمولا د حکومت له جګپوړو چارواکو سره تړاو لري، د دغو جرايمو په ترسره کولو کې ستر رول لري. د بېلګې په ډول څو ورځې مخکې په بغلان کې د يوه واده په مراسمو کې د دوو کسانو په وسله‌واله نښته کې 22 تنه ووژل شول چې له کومې ستونزې پرته يې له ځان سره وسلې ګرځولې.

  1. غربت او بې‌کاري

په بنسټیزه توګه د ځینو جرمونو په تېره بيا وسله‌والو غلاوو تر شا وزګارتیا او بې‌کاري هم لوی لامل دی. په دې تړاو ډېری پوهانو څېړنې او نظریې هم وړاندې کړې دي، چې د جرمونو او وزګارتیا یا لږو امتیازاتو ترمنځ د اړيکو ښودنه کوي. کله چې وزګارتيا زياته شي، په قانوني ډګر کې د پيسو لاسته راوړل محدودېږي او له ناقانونه لارو څخه د پيسو لاسته راوړل (جرمونه) زياتېږي.

دا مهال د هېواد په کچه وزګارتيا د نورو وختونو په پرتله زياته ده. همدا لامل دی، چې په ډېری سيمو کې ځينې خلک په غلاوو، اختطاف، لوټمارۍ او نورو جنايي پېښو کې ښکېل دي. د دې ترڅنک کورني تاوتريخوالي هم په ډېری مواردو کې له اقتصادي ستونزو سره تړاو لري. 

حل لارې او سپارښتنې

دا چې په هېواد کې څه ډول د جنايي پېښو مخنیوی وشي، په دې تړاو لاندې سپارښتنې د پام وړ دي:

  • په امنيتي او عدلي او قضايي ارګانونو کې د اداري فساد د مخنيوي لپاره اغېزناکې پاليسۍ جوړې او تطبيق شي؛ ځکه په افغانستان کې اداري فساد په پوليسو او عدلي او قضايي ارګانونو کې تر ټولو زیات دی.
  • د جنايي پېښو-ضد ارګانونه پياوړي شي او د کارکوونکو د روزنې ترڅنګ يې تنخواوې زياتې شي، ترڅو يې په اداري فساد کې د ښکېلتيا کچه راټيټه شي.
  • د کاري زمينو برابرولو هڅې وشي؛ ترڅو هغه ځوانان چې د وزګارتيا، بې‌کارۍ او غربت له کبله د بوږنوونکو جنايي پېښو باعث کېږي، په مناسبو کارونو بوخت شي.
  • د جنايي مجرمینو په تړاو د حکومت او قضايي ارګانونو دريځ سخت شي، ترڅو يې له کبله نور مجرمين په شعوري توګه جرمونو ته زړه ښه نه کړي.
  • په هېواد کې د جنايي پېښو په تړاو ارقام راټول شي او د ارقامو، سروې‌ګانو او څېړنو له مخې په مشخص ډول د جنايي پېښو عوامل په نښه شي او بیا د هغو عواملو د له منځه وړلو لپاره جدي هلې ځلې وشي؛ ځکه جنايي پېښې د ټولنې پر وضعيت هراړخيزې اغېزې ښندي.

* په دغو ارقامو کې د ۱۳۹۳ کال د وروستۍ ربعې ارقام نه دي شامل شوي.

[1] د افغانستان احصائیوی کلنۍ (۱۳۹۲) له مخې له ۱۳۹۰ کال څخه تر ۱۳۹۲ کال پورې د زنا جرمونه له ۲۸۱ څخه ۹۹۶ ته زیات شوي دي. مخ ۹۴

[2] د افغانستان احصائیوی کلنۍ (۱۳۹۲) له مخې له ۱۳۹۰ کال څخه تر ۱۳۹۲ کال پورې د قمار جرمونه له ۲۰ څخه ۲۹۱ ته زیات شوي دي. مخ ۹۴

[3] د افغانستان احصائیوی کلنۍ (۱۳۹۲) له مخې له ۱۳۹۰ کال څخه تر ۱۳۹۲ کال پورې د قتل جرمونه له ۱۲۳۱ څخه ۲۹۴۱ ته زیات شوي دي. مخ ۹۴

[4] د افغانستان احصائیوی کلنۍ (۱۳۹۲) له مخې له ۱۳۹۰ کال څخه تر ۱۳۹۲ کال پورې په مجموعي توګه د وهل او ټکولو جرمونه ۴۸۱۹ وو. مخ ۹۴

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x