نادري ناولده

یوه امریکايي د «شیطان له منځه وړولو» لپاره د خپلې مېرمن او دوه سپيانو سرونه پرې کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۱۸مه ۱۳۹۴ل): د امریکا په ایریزونا ایالت کې یو کس په دې خاطر څو شیطان له منځه یوسي یا ترې ځان خلاص کړي، د خپلې مېرمنې او دوه سپيانو سرونه پرې کړي دي.

د راپورونو له مخې د ایریزونا ایالت خلکو تر هغه وروسته چې دغه سړي خپله مېرمن او دوه سپي ووژل پولیسو ته خبر ورکړ، کله چې پولیس د پېښې ځای ته ورسېدل نو د مېرمنې او د سپيانو سرونو يې له تنو بېل وموندل.

پولیسو د یادې ښځې خاوند نیولی. دوی ویلي چې قاتل لومړی د خپلې مېرمن سر پرې کړی او وروسته یې د مېرمنې له دوه سپيانو څخه هم سرونه پرې کړي دي.

قاتل د پولسیو پر وړاندې په خپل جرم اعتراف کړی او ویلي یې دي چې نوموړي مېرمن له دې کبله وژلې چې د هغې په جسم کې موجود شیطان وباسي او له منځه یې یوسي. هغه ویلي چې نوموړي د دوی تر وژنو وړاندې لومړی نشيي توکي استعمال کړل او بیا يې مېرمن او د هغې دواړه سپي ووژل.

محکمې ویلي چې د قاتل دماغي توازن سم نه دی او له همدې کبله یې نوموړی ۲ میلیونه ډالر جریمه کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سلام افغان

زه دا وايم چي کله ده ملامحمد عمر مجاهد ده شهادت ږغ ووسو ده افغانستان ټوله ولس ده غم پر ټغر کښينستي مظلوم ولس هم هغسي ده غم پر ټغر ناست وو چي اسحاقزوو ده خپلي قومي لپار ځايي ناستي وټاکى داټاکن خو ده افغانستان ده مظلوم ولس کار دي په دي کي ده ساکزو هيڅ حق نسته اسحاقزو نه يوازي دا چي ده افغانستان اسلامي امارت نوم يي بد کړي بلکي ده ټوله نړي مسلمانان يي په اختلاف کي واچول

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x