افغانستان

کندوز: ۲۶ عسکرو او طالبانو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د کندوز په دشت ارچې ولسوالۍ کې دپرونۍ ورځې جګړې ټولټال ۱۲ وژل شوي او ۱۶ ټپیان تر شا پرېښودل.

دغه جګړه چې د يادې ولسوالۍ په قرلقو، دروازه کن او قومسای سیمو کې د وسله والو طالبانو او دولتي عسکرو تر منځ له سهاره تر تیاره ماسختنه وغځېده، پکې ۱۱ عسکر وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.

پر دې سربېره پکې د یو طالب د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو خبرونه ورکړل شوي دي.

طالبانو پخپله خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د دوی د ملګرو او پولیسو او اربکيانو ترمنځ پرونۍ جګړه د دوی پر بريا پاتې رسېدلې ده.

دوی د پورته شمېر مړو او ټپیانو پر تاييد سربېره وايي چې له دولتي عسکرو « يوه دهشکه او ۱۲ صندوقونه مرمۍ يې مجاهدينو غنيمت کړې.»

د کندوز امنیتي مسوولینو په دشت ارچې کې د نښتو پخلی کړی، خو د تلفاتو په اړه يې څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې دی، چې تېره ورځ هم په کندوز کې د اربکيانو په یوه ناسته کې سرتيري بريد د اوو قومندانانو په ګډون نږدې دېرش اربکيان ځای پر ځای ووژل.

په ورته وخت کې د بغلان ولايتي شورا اندېښنه ښوودلې، چې د دې ولایت په مرکز کې طالبان د پلټنې لپاره زنځيرونه لري او په ډاډه زړه پراخ فعالیتونه ترسره کوي، چې دوی يې علت له طالبانو د خلکو ملاتړ او کمزورې دولتي اداره په ګوته کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x