نظــر

د اسلامي امارت د مؤسس “امیر” (رح) په اړه څو کرښې او یوه توصیه

لیکوال: م. حمدالله دانشمند

درنو مشرانو! السلام علیکم ورحمة الله و برکاته!

ښاغلو! دا د الله (ج) له لوري یو ه نه ردېدونکې فیصله وه، چې د “امیر المؤمنین” په څېر هستي یې رانه واخیسته، او له یوې سترې ازموینې سره یې لاس او ګریوان کړو، دې لویې غمیزې د هر کامل او با احساس مسلمان زړه تر دې بریده اغېزمن کړ، چې دژوند واړه ناخوالې او ترخې خاطرې به یې ،ځما په آند، ور سره سیالي و نشي کړای؛ او نه به د هغه “مبارک” تشه په کامله توګه جبران کړای شي.

ښایي له “عمر بن عبد العزیز” (رح) نه وروستو د نړۍ په مخ داسي څوک و نه موندل شي، چې د نوموړ ی په څېر دې د مسلمه امت د هيلو بهير تر هدفه رسولی وي .

“امیر المؤمنین” (ملا محمد عمر مجاهد) -نور الله مرقده- هغه شخص دی، چې د “إِمَارَتْ” سپېڅلی یاد یې، چې له پېړیو را هیسي یې هیڅ څرک نه تر سترګو کېده، یو ځل بیا را ژوندی کړ .

هغه څوک دی، چې د ژوند رنګینې شېبې یې واړه، د نورو عباداتو تر څنګ، د الله (ج) له دین نه د دفاع په شانداره عبادت کې پای ته و رسولې، او په همدې حماسي ډګر کې یې د کفري نړۍ و زبر ځواکو لښکرو، پر مخ تللې ټکنالوجۍ، رسنیزو تبلیغاتو، جاسوسي شبکو… ته په خلیلي پولادي هوډ ستره ماتې ورکړه، په سختو بوږنوونکو حالاتو کې یې هم، نه د مادي امتیازاتو او نه د یو بل ناوړه هدف له پاره، خپل ريښتنی هدف له لاسه ور كړ . هغه څوک دی، چې معنوي شتمنیو ته یې تر مادي شتمنیو لومړیتوب ور کاوه، تر شخصي ګټو یې و ټولنیزو ته فام لرنه زیاته وه، ځکه نو له ارواښاد نه په “بانکونو” کې د نورو په څېر بانکي حسابونه پاتې نه شول .

هغه څوک دی، چې د سپېڅلې “دین” حریم یې په ټول توان د ناولو منګلو له سلطې او قبضې نه په صحي توګه و ساته، کومه کړنه، چې به د شریعت په رڼا کې د یوې وړې مادې او جزئیې سره په ټکر کې وه، هم به یې په اړه سخت غبرګون تر سره کاوه .

هغه څوک دی، چې د نورو تش په نامه (ولسمشرانو) په څیر د رفاهیت، استکبار، انانیت، نفسي خواهشاتو او… ښکار نه وو، بلکې د یو عام وګړي په څیر یې ژوند تېراوه، هر چا کولی شوای، په اساني ور سره ملاقات، مجلس او خوراک وکړي، د خوږې عاطفې او ناصحي ژبې څښتن وو، له غیبت، بهتان، ښکنځلو ځخه یې ځان ژغورل، دنه اړتیا پر مهال چپتیا ورته له هرڅه محبوبه وه، له پياوړي مرال او ښې حوصلې نه برخمن وو .

هغه څوک دی، چې لاندې سپېڅلې الهي جمله(( أَشِدّاءُ عَلَى الكُفّارِ رُحَماءُ بَينَهُم…))له هر چانه زیاته پرې صادقه وه،

د الله (ج) له سپارښتنو سره سم یې د چا په ملامتیا او تهدید باک نه کاوه، کوم چې د ریښتینو مومنانو د حقانیت یوه ستره بیلګه ده، کومو کسانو چې له نږدې ور سره د خدمت ویاړ لاره، زیاته وي، چې د ده “مرحوم” به تل ژبه د الله (ج) په ذکر(یاد) خوځېده، د نبوي ملغلرو په رڼا کې یې د خپل ژوند واړه کړنې څارلې، بیا به یې عملي اقدام کاوه، د “بیت المال” په مال کې یې له خیانت نه زیاته ډډه کوله، د علماوو سره یې بېسارې مینه درلوده .

د لیک پر مهال د “رشید الدين” (الوطواط) یو بیت فکر ته راغلی :【 ﻻ ﻳﺪﺭﻙ ﺍﻟﻮﺍﺻﻒ ﺍلمطریﺧﺼﺎﺋﺼﻪ. *. ﻭ ﺍﻥ ﻳﻜﻦ ﺳﺎﺑﻘﺎ ﰲ ﻛﻞ ﻣﺎ ﻭﺻﻔﺎ. 】.

د مرحوم- نورالله مرقده- یادې کړنې د دې لامل شوې، چې مړینه یې د نړۍ د مړینې په څېر سنګینه او د ټولې نړۍ د رښتینو مسلمانانو له پاره یوه ستره غمیزه وه، ښايي د هر مسلمان د ژوند په مراحلو (پړاوونو) کې یوه بې سارې ترخه خاطره همدا وي .

د نړۍ له هرې زاویې نه د تسلیت پیغامونه، د تعزیت مراتب، غائبانه جنازې، ختمونه، خیراتونه، د مرحوم و پاک روح ته دعاوې او… دا په ډاګه کوي، چې نوموړي – نور الله مرقده- د هر چا په زړه کې قرار لاره . الله (ج) ته امیدوار یو، چې د مرحوم مړینه د یو واحد اسلامي نظام د نفاذ لامل شي، لکه څرنګه، چې د نبي علیه السلام مبارک رحلت د دین د اکمال او د ډېرو سترو فتوحاتو لامل شو، چې د “النصر” سوره یې د وړاندوینې خورا ښه انځور دی! .

درنو مشرانو! که مو ویاړمن “رهنما” له لاسه ورکړی، خو ویاړمنه تګلاره او یوه سالمه اداره یې راته په میراث پرېښودله، باید زرینې هڅې یې زیانمنې نشې، د مسؤلیت په دوران کې یې و ټولو کړنو او سپارښتنو ته د درناوي تر څنګ عملي بڼه ور کړل شي، د دې (( كَأَنَّهُم بُنْيَانٌ مَّرْصُوص)ٌ) بریمن صف د دړز د مخنيوی او دیو موټې کېدو هڅې باید وشې. د خلاف په صورت کې به مو نه یواځې د هغه مرحوم واړه هڅې په اوبو لاهو کړې وې، د هغه (رح) د هيلو کاروان به مو په بډ وهلی وي، بلکې د دې تر څنګ به مو د ټولو دردېدلو، سرښندونکو، یتیمانو، شکنجه او وحشت ځپلو زلموټو … لاسونه ، د حساب په ورځ، ستاسو په ګرېوان کې وي .

درنو مشرانو! تاسو د دیمکراتک نظام د پلویانو په څېر د څوکۍ، قدرت، منصب او د یو بل ناوړه هدف له پاره مبارزه په مخ نه بیایئ!، بلکې د یو روڼ او صاف دریځ له پاره، چې د الهي کلمې وچت والی او د شریعت نفاذ دی، هلي ځلي کوئ!، ځکه نو باید له انانیت، عصبیت، قومیت، اختلاف، ژبنې او سمتي توپیر نه لاس په سر شو، او د(( واعتصمو بحبل الله جميعا ولا تفرقوا…))، ((فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ … )) او…الهي لارښوونې په جدي توګه عملي کړو، ترڅو د دښمن واړه جاسوسي پلانونه نا کاره، شومې دسیسې یې شنډې او بایللی مرال یې صفر ته را ښکته شي.

درنو مشرانو! که دښمن د ریښتینې سولې(صلحي) له پاره اماده شې، نو د(( وَإِن جَنَحُواْ لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ)) نبوي مسير تعقیب کړئ!، خو پام، چې د مکر، فریب، او دوکې په لومو کې یې را ګير نشئ!، ځکه دښمن له موقع نه په استفادې، له هرې وسیلې نه ستاسو د ځپلو کوښښ کوي، دا په داسي حال کې ده، چې د ځورېدلو، کړېدلو هیوادوالو سترګې ستاسو په لور دي، د خپل ژوند، عزت، کلتور، عنعناتو بقا او تضمین ستاسو په بریا کې ويني او بس!! . ستاسو د سپېڅلي صف د یو فرد په توګه، داڅو کرښې په ډېر درنښت ستاسو”ښاغلو” درانه حضور ته ډالۍ کوم!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابوعبدالله کندهاری

محترم وروره الله تعالی دی په دراینوکی کامیاب ولره.ډیره په زړه پوری لیکنه موکړی ده. ستاسونه ډیره مننه کوم

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x