افغانستان

هلمند: یو پولیس خپل شپږ ملګري ځای پر ځای وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې یو پولیس د ټوپک شپېلۍ پر خپلو ملګرو ور واړوله او شپږ تنه يې ځای پر ځای ووژل.

پېښه تېره شپه شاوخوا یوولس بجې د ادم خان د ناقلو په سیمه کې د پولیسو په پوسته کې رامنځته شوه او بريدګر په تېښته بريالی شوی دی.

طالبانو دغه کس خپل «نفوذي ملګری» بللی او ویلي يې دي چې دوی ته روغ رمټ رسېدلی دی.

دوی هم د پورته شمېر عسکرو وژنه تاييد کړې ده او ویلی يې دي چې بريدګر له یو ثقیل او پنځو کلاشنکوفونو سره تر دوی ور رسېدلی دی.

د هلمند امنیتي مسوولینو د ګرشک ولسوالۍ د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي، خو د امنیه قومندان نجیب ملاخېل په وینا طالبانو یوه ورځ وړاندې د سنګین په ګنبدې سیمه کې شپږ پولیس ووژل او ۱۳ نور ټپیان يې کړل.

د نوموړي په خبره په دې پېښه کې دوه طالبان هم وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

طالبانو د سنګیني په پېښه کې وژل شوي پولیس نهه تنه ښوودلي او د خپلو ملګرو د وژل کېدو په اړه يې څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x