افغانستان

کابل: نړیوال هوايي ډګر په دروازه کې چاودنه وشوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): څو شېبې وړاندې کابل کې د حامد کرزی هوايي ډګر په لوېدېځه دروازه کې چاودنه وشوه.

سیمې ته څېرمه شاهدان وايي چې دا چاودنه د موټر بم په وسیله شوې ده، چې دروند مالي او ځاني زیان يې اړولی دی.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش وايي چې د مرګ ـ ژوبلې په اړه دقیق نشي ویلی، خو شمېر يې لوړ فکر کېږي.

د عیني شاهدانو په قول د کابل هوايي ډګر په نښه شوې دروازه او ورته څېرمه ودانۍ بشپړې ویجاړې شوې دي.

د پېښې له سیمې لوګي پورته کېږي او د امنیتي ځواکونو له لوري محاصره ده، چې د رسنیو استازي نږدې نه ور پرښودل کېږي.

دا په داسې حال کې دی، چې په تېرو نږدو دریو ورځو کې په پلازمېنه کابل کې دا څلورمه خونړۍ چاودنه ګڼل کېږي.

جزييات وروسته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x