افغانستان

لاريون کوونکي: د شاه شهید بريد بهرنیانو کړی، دولت دې يې پوښتنه وکړي

« حکومت دې ورشي په پنځمه حوزه کې دې هم د پولیسو پر اکاډمۍ موټر بم بريد وګوري، که يې هلته یو متر ځمکه هم ژوره کړې وه، موږ به دا بريد موټر بم وبولو.»

نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): نن تر غرمې وړاندې په پلازمېنه کابل کې د اتمې حوزې اړوند په شاه شهید سمه کې سلګونو تنو د تېرې پنجشنبې د بريد پر ضد لاريون وکړ او دا بريد يې د بهرنیانو کار وګاڼه.

د تېرې پنجشنبې په ماسختن شاوخواو یوه بجه د کابل ښار د اتمې حوزې په شاه شهید سیمه کې زورورې چاودنې ۱۵ ملکي وګړي ووژل او تر څلورسوه ډېر يې ټپیان کړل.

د کابل امنیتي مسوولینو دغه چاودنه موټر بم بريد وګاڼه او په اړه يې خواشيني څرګنده کړه، خو د سیمې اوسېدونکو نن د لاریون په شکل دغه چاودنه د بهرنیانو بريد وګاڼه او له دولته يې د دې پېښې د څېړلو غوښتنه وکړه.

لاريون کوونکو چې د پېښې ۱۰ تنه ټپیان هم ورسره و، د کابل ښار د کارته نو عمومي سرک د ترافيکو پر مخ تړلی و او د دولت پر ضد يې شعارونه ورکول.

د لاريون یو تن ګډونوال نن ټکی اسیا ته وویل، چې دی د هغې شپې د پېښې عینې شاهد او په ښي لاس ټپی شوی دی، د ده په خبره د چاودنې تر غږ وړاندې په سیمه کې شنه رڼا خپره شوه وروسته زوروره چاودنه شوه.

دغه لاريون کوونکی چې ځان احمدالله راپېژني وايي چې دوی موټر بمونه وړاندې هم لیدلي دي، خو په خبره يې موټر بم بريد ځمکه دومره نشي ژورولی چې اوبه پکې راووځي: « حکومت دې ورشي په پنځمه حوزه کې دې هم د پولیسو پر اکاډمۍ موټر بم بريد وګوري، که يې هلته یو متر ځمکه هم ژوره کړې وه، موږ به دا بريد موټر بم وبولو.»

لاريون کوونکو له ځانو سره د اوسپنې ګڼې ټوټې هم لېږدولې، چې د دوی په خبره په شاه شهید کې د راغورځول شوي بم ټوټې دي، د محمد ظاهر په نامه د لاريون یو تن ګډونوال رسنیو ته وویل، چې دغه چاودنه د موټر بم نه؛ بلکې د بهرنیانو له لوري د الوتکې بمباري ده.

د شاه شهید د خونړۍ پېښې دې خواخوږو ګواښ وکړ، چې که دولت پر دوی د شوې بمبارۍ پوښتنه ونه کړي، نو دوی به خپلو مدني حرکتونو ته دوام ورکړي.

تر دې وړاندې هم په خواله رسنیو کې ګڼې داسې پوښتنې او ګڼ شکونه راپیدا شوي و، چې دغه چاودنه يې د موټر بم پر ځای یو هوايي بريد ګاڼه.

د تمیم تکل په نامه یو تن پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «د برید مرکز ۱۵ متره ژور تللی یعنی تخریب په عمودي ډول ترسره شوی دی، حال دا چې د نړۍ په کچه د موټر بم تخریب په افقي ډول وي.»

د ګډ حکومت له لوري د لاسلیک شوي تړون پر اساس په افغانستان کې مېشتو بهرنیانو تر اوسه د لاريونکوونکو د غوښتنو او شعارونو په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شیرعلی صافی

طالبان ولی د شاه شهید برید باندی خاموش دی چی نه یی تایدوی او نه یی ردوی ؟؟

احمدولی

د اشرف غنی غبرگون باید تند وی د داسی عمل په مقابل کی، که چیری ریس جمهور پوختنه ونه کری نو سوک به یی پوختنه کوی ملت خو اوس هم ویده پاتی دی روس او طالبانو دومره زپلی دی چه د زیات مدت لپاره به ویده وی دا افغان ملت….

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x